کور / د ډيورنډ کرښه / د چمن او سپين بولدک جګړه څنګه او له چالخوا پيل شوه

د چمن او سپين بولدک جګړه څنګه او له چالخوا پيل شوه

دا په کټ کې پروت ځوان حفيظ الله نومېږي د محکوم افغانستان چمن اوسېدونکي دي د پښتون ژغورنې غورځنګ هر لاريون يا بلې غونډې له هر وخت ډير په مينه ورتلو نوموړي هم په د چمن او سپين بولدک په پېښه کي ژوبل شو د پښتون ژغورنې غورځنګ کارکوونکو په هغه ورځ د واټسف په ګروپ کې داسې اعلان وکړ چې مسافر ډير له تکليف سره مخ وو نو ياد غورځنګ پر ټولو غړو ژغ وکړ چې يو څه کسان دي کرښې ته راشي او لس لس مسافر دی له ځان سره کورونو ته روان کړي نو د غورځنګ يو سه کسان راغلل دوي لا هلته ولاړ وو چې د مليشو لخوا اول پر مسافرو تشدد او بيا مسافر هم مجبوره شوه چې ډبري پورته کړي نو داسې لس دقيقې وروسته د مليشو لخوا ورباندې ډزې وشوې چې له امله يې د يوې خور په ګډون شپږ تنه شهيدان او ۳۵ پنځه دېرش ژوبل شوه نو دا ياد کس هم کې ژوبل شو بيا يو څه وخت تير شو مليشه دروازې ته نژدې ودريدل هلته له ها خوا يو سپين ږيري ولاړ وو هغه ورته وويل چې دا تاسو سومره ظلم وکړ اوس زه هم په زور ځم خپلې خاورې له د ملېشو لخوا زربه ورباندې وشوه پر هغه ځای هغه سپين ږيري او دوه ماشومان  ورسره دسرحدي ځواکونو يو عسکر شهيدان شوه نو بيا د افغان د سرحدي ځواکونو او ايف سي مليشو جګړه پيل شوه ۳ ساعته دومداره جګړه روانه وو بيا جنرال تادين خان ته د چمن يو قومي مشر څلور ځله خواست وکړ ورسته تادين خان ورسره ومنل هغه قومي مشر ته د پاکستان له لوري وويل شوه چې ژر سه د تادين سره حال وکړه چې موږ نوره جګړه نه کوو