کور / #PTM / بابړه- د پښتنو کربلا

بابړه- د پښتنو کربلا

بابړه د خیبر پښتونخوا ایالت د چارسدې ولسوالۍ هغه سیمه ده، چرته چې پنجابي سفاک پوځ، پولیسو او ملېشو د پښتنو ولسونو په یوه سولییز لاریونوالو ډزې وکړې، او نیژدې تر اووه سوه بې ګناه، سولییزه او د خدایي خدمتګار کاروان پسې تلونکي مبارز پښتانه یې په ډیر ظلم او وحشت سره په شهادت ورسول.

یاده غمیزه هر کال پښتانه ولسونه په لر او بر کې په خورا اخلاص، احساساتو او د شهیدانو په یاد کې په ویر او غمشریکۍ سره لمانځي، دا ورځ د پښتنو په تاریخ کې یوه توره ورځ ده، او د ټول پښتون ملت لپاره نه هیریدونکې کربلا ده.

د دې کربلا کیسه څه داسي ده، چې د پاکستان د پیدایښت په لومړي کال او لا د دې نه مخکې د انګریزانو د واک پرمهال د پښتنو د خدایي خدمتګار ټولنې او د عدم تشدد کاروان مشر باچا خان بابا د انګریزي ښکېلاکګرو پر ضد مبارزه کوله، د پښتنو د خپلواکۍ او حقوقو لپاره یې خپلو سولییزو اعتراضونو ته دوام ورکړې و، د دې سولییزې مبارزې دوه ستر اتلان او نومیالي په بریتانوي هند کې مهاتما ګاندي او په مقبوضه پښتونخوا کې فخر افغان خان عبدالغفار خان چې نوموتی په باچا خان بابا دی، وو. د نوي زیږدلي پاکستان تر راتګ وروسته د جون په 15مه  کال 1948 کې باچا خان بابا او د هغه د خدایي خدمتګار خوځښت غړي ډاکټر خان صاحب، قاضي عطاء الله، ارباب عبدالغفور او نورملګري یې د پنجابي رژیم لخوا نیول کیږي، د خدایي خدمتګار د ټولنې ځایي غړي د یوه سولییز احتجاج لپاره د چارسدې د بابړې په ډګر کې په 12 اګست  1948 – د غونډې یو پروګرام نیسي، پښتني ولسونه جوپې جوپې د بابړې ډګر ته ځان رسوي، د هغه وخت د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر قیوم خان کشمیری پنجابي سفاک پوځ، پولیس او ملیشه ځواک ته امر کوي، چې پر سولییز احتجاج ډزې وکړي. دا ډزې هسې خطا رسا ډزې نه وې، بلکي د پښتنو یوه ټولوژنه او جینوسایډ وي. د پاکستان د زیږیدو راهیسې دوه اویا  کاله پوره کیږي، خو لا هم یاده کربلا د پښتنو په یاد ده، او په یاد یې ویر او فریاد کوي.

د بابړې د دې خونړۍ سانحې او بربریت د پام وړ ټکې دا دي:

لومړی: پر سولییز لاریونوالو تر هغې پورې ډزې کېدې، تر څو چې وسلوالو ځواکونو سره مرمۍ ختمې شوې نه وې، چې دا ټولوژنه تر 45 دقیقو پورې وخت ونیسې.

دویم: د شپږ نه تر اووه سوه پورې بې ګناه پښتانه او د خدایي خدمتګار سولییز پلویان ښځې او نارینه یو شان په شهادت رسیږي، د زرو نه تر یونیم زرو پورې ټپیان کیږي، نيژدې دووه نیم سوه پورې مرګ ژوبله رسیدونکي پښتانه د پوځ لخوا په سیند لاهو کیږي، او په بې رحمۍ سره غرکیږي او ځینې لا ترې تم کیږي. په دې ټولوژنه کې هیڅ رنګه رحم او مهرباني نه ښودل کیږي.

دریم: ټولو روغتونونو ته امر کیږي، چې د بابړې ټپیانو سره دې هیڅ رنګه مرسته نه کیږي، او نه دې په روغتونونو کې د درملنې لپاره بستریږي.

څلورم: د هر شهید او ټپې وګړي خپلو خپلوانو او کورنیو ته د سپارلو لپاره شرط دا وي، چې په هر څومره مرمیو چې دوی ویشتل شوي وي، لومړی به د هغه دوه چنده قیمت او تاوان ورکوي، د کومو وارثانو چې وس نه کیږي، د هغوی ځمکې او کورونه خرڅ او لیلام ته وړاندې کیږي، او ستمګر حکومت یې د ویرجنو مظلومانو څخه ناحقه تاوان اخلي.

پنځم: د یادې خونړۍ پېښې نه دوه ورځې وروسته په 14 اکست 1948 د خپلواکۍ لومړۍ کلیزه لمانځل کیږي، په داسې حال کې چې پښتانه په پښتونخوا کې د ویر په ټغر ناست وي، خو د پنجاب صوباي حکومت بیا خپله خوښي لمانځي.

دا به ناشوني نه وي، چې په یاد ظلم او بربریت سره پاکستان د نړۍ په تاریخ کې لومړی داسې هیواد وي، چې په سولییزو لاریونوالو ډزې هم وکړي، او بیا یې درملنې ته هم پرېنږدي، او د ویرجنو وارثانو څخه یم د مرمیو تاوان هم واخلي.

دوه اویا کاله وروسته د عرفې په مبارکه ورځ او د لوی اختر په شپه د پنجاب تورو عسکرو لخوا د بې ګناه افغانانو وژل کیدل، او خپل هیواد ته د راستیندونکو مسافرو خوشحالي په غم اړول او کورنۍ یې د ویر په ټغر کینول د بابړې ویرجن یاد بیا را ژوندی کوي، همدا رنګه د خړ کمر پیښه چې پروسه کال د روژې په بختوره میاشت کې سولییز لاریونوال – روژه په خوله – په شهادت رسیږي، او دې ته ورته ډیرې نورې وحشت ناکې پېښې دي، چې دا په اثبات رسوي د پاکستان سفاک پوځ اوپنجابی رژیم چې هر وخت وغواړي ، کولای شي د محکومې پښتونخوا میشت پښتانه او افغانان په بې رحمۍ سره ووژني، او د هغوی روا غوښتنې او د خپلو حقونو لپاره هر رنګه سولییز غږونه د اور په لمبو او د وحشت او ترور په تاکتیکونو سره غلي کړي.

په پای کې به د پښتونخوا ملي ګوند مرکزي مشر ښاغلي اسفندیار ولي خان صیب د خبرو یو څو ټکي راواخلم چې د بابړې د سانحې په هکله داسې وایي :

دا د پښتنو د تاریخ یوه داسې پيښه ده چې کله یې هم څوک نه شي هیرولی. تاسو خپله فکر وکړئ د کوم کور نه چې یوه جنازه وځي په هغه کور څومره غم وي- دا خو لا د پښتنو د کور نه څه کم اووه سوه جنازې وتلې !

دا یوازې دغه شمیره هم نه وه چې خلکو نوټ کړې وه بلکې د سوؤنو پښتنو مړي خو یې په سیند لاهو کړي وو او دتاریخ د ټولو نه لویه المیه یا حیرانونکې خبره دا وه چې په بابړه کې کوم ژوبل شوي کوم کسان (چې وو) وروستو د علاج دپاره هسپتالونو ته یوړی شول نه، د قیوم خان د حکومت په وینا د هغوۍ نه دعلاج تر څنگ د هاغو کارتوسو پیسې هم واخستل شوې په کومو چې ویشتل شوي وو.

اگر چې زه وړوکی وم خو دبابړې په هکله چې به بیا کله عبدالمالک فدا خپل نظم باچا خان ته اورولو نو ښه راته یاد شي چې د بابا په سترگو کې به ورته اوښکې راغلې.. پای.

لیکنه:

عبدالرحمن ننګیالی

اسداباد، کونړ

سرچینې:

https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D8%A7%D8%A8%DA%93%D9%87

https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AE%D8%AF%D8%A7%D9%8A%D9%8A_%D8%AE%D8%AF%D9%85%D8%AA%DA%AF%D8%A7%D8%B1

https://www.voadeewanews.com/a/pakistan-waziristan-ptm/4939570.html

https://larawbar.net/55584.html#.XzPRregzbcc