کور / تازه خبرونه / سږكال د هيواد د صادارتو كچه لوړه شوېده

سږكال د هيواد د صادارتو كچه لوړه شوېده

د سوداګرۍ او صنايعو وزير وايي د تيركال د لمړيو دريو مياشتو په پرتله د سږكال په لمړيو دريو مياشتو كې د هيواد د صادارتو كچه لوړه شويدي.
د سوداګرۍ د وزيرمحمدامين فرهنګ په وينا تيركال افغانستان څه باندي پنځه سوه ميلونه امريكايي ډالره صادرات درلوده ، خو سږكال له دغه شميري څخه پورته اټكل كيږي .
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير محمد امين فرهنګ وايي د تيركال په لمړي برخه كې د هيواد د صادراتو كچه يوسل او شپږ ميلونه امريكايي ډالره وه خود سږكال په لمړي برخه كې  دغه شيمره يو سل او يولس ميلونو امريكايي ډالرو ته لوړه شوي ده او داسي اټكل كيږي چي د روان كال په راتلونكو دريو برخوكې به  د صادراتو كچه تر دې نوره  هم لوړه شي ، ځكه چې د كال په لمړي برخه د افغانستان تازه ميوه لا نه وه پخه خو سره ددي هم د صادارتو كچه لوړه وه .
نوموړي زياته كړه په تيركال كې د هيواد صادراتوكچه پنځه سوه ميلونه امريكايي ډالره وه چي د وړم كال په پرتله لوړه شميره وه خو سږكال به دغه شميره شاخوا اوو سوو ميلونو امريكايي ډالرو ته ورسيږي .
بل لورته د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونو د مديره پلاوې عامل مشر محمد قربان حقجو وايي د افغانستان په خاوره كې دننه صادرونكې او واردونكې سوداګر له يوشمير ستونزو سره لاس ګريوان دي ، هغه د لارې په اوږدو كې له سوداګرو څخه د شاروالې ، بيارغونې او د ګمرګي محصول په نوم د پيسو د اخيستلو يادونه وكړه او وويل چي د توكو په ليږد راليږد باندي مالې وزارت  محصول هم ډير لوړ دي .
نوموړي زياته كړه كه چيري د افغانستان په ليږد راليږد باندي له نورو ستونزو سره سره ګمركي  محصول هم كم شي نو كال په كال به د هيواد سوداګرۍ  پرمختګ وكړي .
د حقجو په وينا افغانستان د پاكستان ايران او هندوستان په ګډون افريقايي اروپايي او امريكايي هيوادنو ته هم صادرات لري .
د ياد ونې وړده چې د هيواد عمده صادرات غالې ، وچه او تازه ميوه، قيمتي ډبرې او د قره قل پوستكي جوړوي .