کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پرون بيهسود اونن تخار [دښاغلي کرزی دپاملرني وړ!]

پرون بيهسود اونن تخار [دښاغلي کرزی دپاملرني وړ!]

۲۰۰۸ م کال داگست  ۲۷ مه

دځوان شاعر عبدالودودهجران پدي شعر به ئي پيل کړم چي وايي :




    • دزمريو خاوره


    • ستا په غېږ كي چي اوسېږي


    • د افغان په نوم يادېږي


    • كه پښتون دى كه تاجك دئ


    • كه بلوڅ عرب نومېږي


    • قزلباش  دي كه ازبك دئ


    • بي توپيره څرګنديږي

زه نه غواړم پدي ليکني کښي لوستونکي په  ډيرو تاريخونو،سنو او ارقاموباندي  گنگس کړم ځکه پدي باولرم هر دپاک احساس  لرونکی افغان ددي نژ دي اتو کلونوناورين دومره گنگس کړي چي نورئي دتاريخونو اوسنو دلوستلونه زړه تور شوئ دی .

تر هر څه وړاندي غواړم په تکرار يوي خبري ته اشاره  وکړم چي دهيواد ټول ميشت قومونه زموږ وروڼه دي دتاريخ په اوږدوکي يودبل په غم او ښاديو کي سره شريک يو،داڅه چي دويني شراکت لرو ديوه قوم اوبل قوم دکورنيو تر منځ خېښۍ او دوستۍ شوئ ،ځکه خو ئي دغه افغان دښمنه نشي سره بېلولاي ،زه ټولوته يوشان درناوی لرم .

داتر لمر روښانه خبره ده چي دافغانستان  په جوړېدو،ساتلو اوخپلواکۍ تر لاسه کولوکښي ددي سيمي لوي قوم لويه ونډه،دنده  او مسوليت درلود او وړو قومونو وړ ي دندي ،ونډي اومسوليتونه لرلي دي . داځکه چي دعلمي اصل له مخي برخي پر سرو ويشل کيږي نه پر نومونواوډلو.  ددي هيوادتاريخ ته که نظر واچوونو په ټولولويو او وړو جگړوکي دلوي قوم  ياهغه قوم چي شمير ئي ډير دی،پدي سيمه کي دشتون  پر تاريخي سابقه به ئي بحث نه کوم ځکه هر دسالم عقل خاوند پري پوهېږي چي تور تور اوسپين سين دي زياته ونډه اخيستي اوزياته قرباني ئي ورکړي . هغه څودگوتو په شمار افغان اويا افغانستان دښمنه چي کله دخراسان اوکله دبېلتونستان ډهل وهي پر هغو ځکه حساب نه دی چي له يوي خوا دگوتي په شماردي اودبلي خواکه سړۍ دهريوه بيوگرافي راواخلي نوله ډيرپخوا دپردو په چوپړکي وه ،تنها کله کله ئي خپل باداران بدل کړي ، هر چا چي دافغانستان سره دښمنۍ ته لاس اچولۍ دوي ورته دنوکر غوندي حاضر شوی دی .هغه ټول پېژني چي دافغانستان له نامه نيولي  ،ژبو،قومی اړيکواوټولوشتو ټولنيزو مناسباتوسره مخالف  دي دافغانستان ټوټه کېدوته ئي دشمالي اوغربۍ بادارانوپه هدايت ملاتړلي ده .

تاريخ شاهد دئ کله چي سلطان محمودپر هندوستان ونيولوته ملاوتړل او دهندوستان په لوردسفر هوډ ئي وکړ نودهغه دلښکرو لويه برخه همدا لوي قوم واوبرياوي ئي دهمدي لوي قوم  دلويي ونډی اوقربانيو برکت و. ددي پاکي خاوري پر خلاف چي هر زبرځوک که مغل وه که چنگيز ،دري ځله انگريزان اويا روسان  وه همدي لوي قوم دلوي مسوليت پر بنياد ټټر ورته سپر کړی و،ترهرچایي زياتي قربانۍ ورکړې،اوهمدانن چي نن دۍ دديمو کراسی اوگلوباليزم تر نامه لاندي بياهم دهمدي لوي قوم  پرکور اور بل اودودگی ئي تر آسمان نه پورته شول .

دا۳۵ کاله کيږي چي يوځل دنړيوال انتر ناسيونايزم ،بياداسلامي پنډمينټاليزم ،يابي سرحده اسلامی نړۍ دجوړېدواودادی اوس دديموکراسۍ اوگلوباليزم دپياده کېدواوافغانستان دبهرنيو ترهگروله منگولونه دخلاصون تر نامه لاندي  دسره اور په لمبوکي وريت شول. ښکلۍ کنړ ،نورستان ،لغمان  ،پکتيا، پکتيکا، خوست ،شين کوړم لوگر اوغزنۍ ،زابل اوکندهار ،دباغونوډک روزگان ، اوناوي غوندي ښکلۍ هلمند چي کوچنۍ امريکاورته ويل کېده ،فراه ،هرات ،بادغيس اوغور پداسي کنډوالو بدل شوۍ چي دلومړۍ اودوهمي نړيوالي جگړي کنډوالي ئي په بېلگه کي هم نشي  راتلا ي . داڅلورکاله کيږي پدي سيمه کي له يوي خوا دپاکستان اوايران داستخباراتي شبکوپه مرسته روزل شووکسانواودولت دنورو مخالفينولخوا بي دفاع افغانان ددولت اوبهرنيانوسره دنه مخالفت  په گناه اودبلي خواتردي شعار لاندي چي هرپښتون طالب  دی دبهرنيو دړندوگوليو اوهوایي غونډارو قربانيان  دي ،داس ورځ نشته چي  په دغو پورته يادشوو ولايتونوکښي دي دمړو شمير لسو تر شلو تنو ونه رسېږي . په ځانگړي توگه پدي سږ کال کي له يوي خوا په افغانستان  وامريکا کښي دولسمشری لپاره ټاکني رانږدي کيږي اودبلي خوادامريکا،اروپايي ټولني  اوروسانوتر منځ دسيمي  د شتمنيوپر سر اختلافات له ديگ نه په کبکير کي راوزي ،چي افغانستان اودالوي قوم ئي قرباني دي . پدي ورستيو دوو،درو مياشتوکي په يوه اوبل نامه  اوکله هم پدي نامه چي په افغانستان کي دولسمشری دټاکنو لپاره امنيتي شرايط برابر شي بي شمير پوځی داسي عمليات تر سره کيږي  چي  دگټي پر ځاي ئي تاوان زيات  دي او ولس ئي نورهم ددولت اوبهرنيانوپر خلا راوپاراوه .

سره دد ي چي دانا ارامه وضعه دکورنيو اوبهرنيو حاکمانوپه گټه د خو زموږ لپاره ځکه دردونکي ده چي زموږ ولس پکښي قرباني کيږي اوهيوادمو په کنوالو بدلېږي ،داڅودجنگ سالارو،هېروئينودپټواوشکاره سوداگرو،داينجوگانوڅخه غلاشوو پيسو،دملي شتمنيودغصب اورشوتونوپه پيسو خپل سری جوړ شوی بلډينگونه زموږ دملت هيڅ درد نشي دواکولاي اونه هم دا دملت درفاع بېلگه بلل کېداي شي . زه ددولت داوروستی منډي ترړي  چي دشينډنډدولسوالۍ په مربوطاتوکښي دامريکايي قواولخواهوايي عمليات اوتر ۹۰ زياتو ملکي وگړودقربانۍ سره دومره بي ثاري خواخوږی،يوه انتخاباتي ډرامه اودخلکو غولونه بولنه بولم ،داځکه چي تاسو وگورئ : لومړۍ  خوله لويه سره بهرنيان  خپل زيات شمير پوځی عمليات ددولتي چارواکو او اړونده ارگانوسره نه کوردينه کوي  اونه هغوي په خبروي ،اوبهرنيان هم ددي کار لپار يوشمير دلايل لري چي دوي ته دمنلو وړ دي خوموږ ته چي داپروسه له لومړۍ ورځي تعقيبوو بياديوشمير نورودلايلوله مخي دمنلي وړندي .

دوهم : دالومړئ ځل نه دی چي په افغانستان کي د بهرنيانوپه پوځی عملياتو کي بي گناه کسان نه وژل کيږي ، يوازي دجون دمياشتي راپدي خواپه خوست ،پکتيا،پکتيکا،لوگر ،غزنی زابل ،کندهار،بادغيس  اوهلمنداوروزگان کي په سووبي گناه انسانان  له منځ تللي ،دهلمند دولايت دموسی قلعه ،سنگين ،زمينداور اونوزادولسواليو کي ۹۰ په سلوکي کورونه دهمدي بهرنيويوځی هوايي اوځمکنی عملياتوپه پالوکښي  په کنډوالوهغه وخت بدل شوه چي هلته انسانان اوسېدل داچاکنډواله کړ ؟ اوچاووژل؟؟؟

دکابل په ښارکي دارگ وبغل ته څوک مهاجر دی /او ولي مهاجردی؟ اياښاغلی کرزی صاحب  تاسو ددغو اونوروپه زرهاو کډوالوچي دمحلي قوماندانانو اوهمدغو ړندوهوايي عملياتو څخه دسرپناه کېدوپه خاطر دکندهار په سوځوونکو دښتواونوروسيموکي دنيوزلۍ شپي او ورځی تيروي پوښتنه کړېده ؟ متاسفانه هيڅوخت  موداکارنه دئ کړی .

په لغمان کي دفرانسويانودلسو تنوتر وژل کېدو يوه ورځ وړاندي  ۱۸ نفره مړه او ۴۲ زخميان شول داچي دهغوي له جملي نه به څوژوندي پاته وي يو خداي پري خبردی ،په هسکه مېنه کي پر واده بمونه واورېدل په ډيره بي شرمۍ سره دولتي جگپوړو چارواکودبهرنيانودخوښۍ لپاره وويل (( ستاسو بچودطالبانواودولت دمخا لفينوپر ضد عمليات کول ،هغوي ماته وخوړل دتېښتي په حال کي دهمدي واده ه له ورا سره يوځاي شوی وه ،نوزموږ دوستانوورباندي هوايي ډزي وکړي  اوداحادثه پېښه شول)) يعني همدي افغاني چارواکودوي ته برأت ورکړ . داچي څومره دبېگناه خلکودژولوپر سر راپورته شوي غوسه ئي په درغجنوتبليغاتوچي گويا هيئت وټاکل شو اوڅېړنه به وکړي خلک غولولي  يو محاسب ئي نشي شمېرلاي . په کنړ کي له ډيره شرمه اوددي لپاره چي څرگنده کړي له افغان ولس سره څومره خواخوږي لرخپله ښاغلی کرزي ولاړ .خوپر همدي تبيلغاتي تگ باندي هرڅه پاي ته ورسېدل ،تر اوسه ملامت پيدا نشواونه هم چاپدي هکله جزا وليدل ، البته پدي پوهېږم چي بهرنيانوته په افغانستان کي جزاورکول ددي حاکمت اوقانون تر صلاحيت وړاندي دي ،مگر په بهرکي دهمدغو ملکونو چارواکو هم خپلو افسرانوته  چي بي گناه انسانان وژني کومه جزا نه ورکوي . بنأ دپلاوي ټاکنه که دولس غولول نه دي نوڅه د ي ؟ بهرنيو ځواكونو د فعاليتونو د قانوني كېدا او د هغوى پر حضور د بيا كتني غوښتنه كړي ده.

داځل چي دهري ورځي په تېرېدوسره ټاکنوته وخت رانږدي کيږي داډرامه پيل شوه چي حکومت بايد ژر تر ژره په افغانستان کي دبهرنيو ځواکونوشتون اوفعاليت ته قانوني بڼه ورکړی اوددوي کړني دافغانستان دقانون په چوکاټ کي راولي ،بهرنيان  بايد پدي وفهمول شي چي نورخپل سری عمليات ونکړي او خپل ټول فعاليتونه له دي دافغان امنيتي چارواكو سره همغږي كوي . داچي دغه طرحه او مصوبه به پلي شي اوكه نه، بېله خبره ده، خو يو كال وړاندي هم ورته يوه طرح تصويب شوي وه، چي نه دولت عملي كړاى شوه او نه يي بهرنيو ملاتړو پري غوږ وګراوه .

دشنډنډ پر مسله چي خپله ددفاع دوازرت  وياند جنرال ظاهر عظیمی وايي : ((حمله هوایی بالای ولسوالی شیندند ولایت هرات هیچگونه هم آهنگی با نیروهای افغان صورت نگرفته است . هغه زياتوي چي آنها تنها درمورد عملیات زمینی توافق نموده بودند و در این برنامه از اجرای عملیات هوایی چیزی گفته نشده بود. وی می گوید هیچ نیازی به بمباران این روستا وجود نداشت.مگر هغوي بيا وايي داحمله ددوي يعني افغاني اړونده چارواکوپه غوښتنه شوي وه.

حکومت دوه افسران چي دواړه ئي ځانونه بېگناه بولي له کار گوښه  کړه ،جالبه خولاداد چي دلومړی ځل لپاره بېل کومي اړتيا نه دپارلماني چارو دوزارت کي دمامورمحمد آصف ننگ لخوا ددغو افسرانودگوښه کېدو فرمان ن افغان جرمن ويب پاڼي ته هم ليږلۍ اوهغوي خپورکړئ دي . دغه ډول کارونه دوارخطايي اوتبليغاتو معنا لري .

موږ پدي باوريوهغه ځواک ته چي دافغانستان ټول سياسي ،اقتصادي ،دولتي اوپوځي صلاحيت ئي دعينی دلايلو له مخي پلاس کښي دی،دغه کسان چي بهرنيان ورته معاش ورکوي اوياددوي لخوادغومقامونوته رسېدلي يابه يوځل بياورسېږي په کومو منطقونړيوالي ټولني او امريکايانو،يا انگلسانو ته لارښودنه کولاي شي . دايولاسپوڅۍ اودبهرنيو هيواد دعامو وگړودزيار اوزحمت مالياتوپه پيسوجوړه سوي اداره ده چي همدا نن بهرنيان خپلي مرستی پر ودروي سبابه يوهم  په افغانستان کي ونه وينۍ،اونه به دادولت وجود ولري . له دي امله ښه خبره داده چي دافغان ولس پر ژوند او وينوتويولوباندي دتجارت اوبي ځايه وعدو اوشعارونو په عوض  بهرنيان دنورولارو په دي وپوهول شي چي په خپلو عملياتو کي دملکي وگړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي اودبلي خوا دولتي اداره دفساداوخلکوله زورونکونه فارغه  شي تر څودخلکو اودولت تر منځ راپيداشوئ واټن راکم شي . کنه نوکه رښتيا سره ووايو پر يوه دشينډنډ پر خپل سری عملياتو دهياهوي دجوړېدولپاره دووافسرو سره يوځاي بايد ،همد جنرال عظيمي ،ددفاع اوکورنيو چارو وزير اوکه لاڅوک انصاف ته غاړه کښېږدي نو ټوله کابينه اومشرئي بايد ډير پخوالا ا ستعفا ورکړي واي .ځکه نور دملک په خرابۍ اوافغان وژنه دچاوس نه رسېږي ،دومره خراب او ويجاړ شو .دولتي اداره ديوسياسي اودولتي مافيايي سازمان په توگه ،چارواکي ئي دخلکوويني ځبېښي اوبهرته شتمنۍ لېږي .

رابشودابلي غميزي ته چي دبم اوريودغم اوښکي لاندي پاکي شوی چي  دننه په کورکښي افغان  دښمنه ددي رواني دولتي اوبهرنۍ غميزي تر سيوري لاندي  دالوي قوم دخپل پلارنی ټاټوبي نه محروموي ،اوهغوي  چي خپلو مېنوته راځی ديوشمير کسانو اوډلو لخواچي ورته خراسان پلوه اوبيلتون غوښتونکي ويلاي ددي تر څنگ چي په خپلو ليکنو او ويناووکي دافغانستان تاريخ مسخه کوي ،غلط اودروغجن تبليغات کوي ،ملي مشرانوته سپکي سپوري وايي ،داديران دفرهنگی يرغل لارويان اوددي ناوړي موخي دپلي کېدونوکرانو يو ځل دوردگود ولايت په مربوطاتوکي دکوچيانو هغه مېني چي دڅوکلنۍ لعنتی جگړي په دوام کښي کوچيان په دوبي نشوه کولاي هلته  ولاړ سي ،دسيمو دځايي خلکو لخواددوي څړځايونه په کروندو بدل کړل او محصو لات ئي خپله خوری  ،نه غواړي  کوچيانو ته دغه څړځايونه دوباره وسپاري ،ځکه ئي دکوچيانوپر خلاف له کابل نه لښکري جوړي  اودکوچيانو پخوانيو مېنوته دورتگ په مقابل کښي ئي پر هغوي وسله واله حمله وکړه چي ددواړو خواتر منځ مرگ ژوبله وشوه . پدي بايد هر پښتون پوه وي چي داکار دد لپاره وشوچي دافغانستان شمالي اوغربي گانډيان غواړي  دافغانستان مرکزي اوشمالي سيمي له پښتنونه خلاصي کړي ځکه نوپدي ورستيو کي ددوي نوکران داوايي چي دپخوانيورژيمونولخوا ورکړه شوی اسناداوقبالي  نه  مني . ددي کارپه سرته رسولو سره خراسان پلوه کسانوته به دازمينه برابره شي چي دفدراليزم تيوري دځان په گټه پرموږ ومني اودبهرنيومخالفينولپاره دهغوي د نفوذ دپراختيا لاره خلاصه کړي .

تاسو ټول خبر ياست ،په ډير ويب پاڼو کي به لوستي اوله راديوگانو اوتلويزيونوبه مو اوريدلي وي چي دبيهسودو مسله دعامواوسپېڅلو هزاره ورنوسره په مشوره نده راپورته  شوي ،يوازي محقيق ،خليلي ،لطيف پدرام ،دشمالي ټلوالي نام نهاده جبهي څونورودگوتوپه حساب کسانودخپلو سياسي اوتنظيمی موخولپاره دتير کال په ژمی کښي ددي لپاره چي په پسرلي کوچيان دوردگو ولايت دبيهسودو ولسوالي اونورو سيمو ته چي ددوي تاريخي څړځايونه او دوبنۍ مېني دي راځي څو ځله دکابل په ښارکي خپل مينځی پټي غونډي وکړي ،پايله داشوه چي پر کوچيانو باندي بايد وسله واله حمله وشي ،سمدلاسه بايد محقيق په مطبوعاتي کي چيغه پورته کړي چي ما اشتباه وکړه چي تاسوته مي وويل خپلي وسلي تسليم کړي اودنه خوړلو اعتصاب پيل کړي،اوجناب خليلي بايد ځان خوابدی واچوی اوقلمی نوکران ئي ډير ژردامسله مطبوعاتو ته راوباسي اولطيف پدرام دافغانستان ملي او وياړلو څېروته بدويل پيل کړی تر څو په ټول افغانستان کي سياسي وضعه ديوي نامعلومي نا انډولۍ سره مخامخ  کړي ،بيانو دوي اوباداران ئي پدي خړو شوو اوبوکي ماهيان ونيسي . دهمدا سي جوړي شوي سناريوله مخي ټو کارونه سرته ورسېدل ،پايله داشوه چي دښاغلي کرزی دوارخطايي له امله ،چي خپله راتلونکي چوکۍ له لاس ورنکړی محقيق اوخليلي خوشحاله کړل ، يوازي لطيف پدرام پکښي تر ټولو زيات وشرمېد اودټول افغان ولس په منځ کي ديوه رټلي کس په توگه معرفي شو،که څه هم تر دښۍ اوچپ اړخ ځيني کسان تر اوسه لاهم په ډيره بي شرمۍ کوښښ کوي دده خبري معقولي توجه کړي خو اوس کار تر کار تيرشوی اومنفوره څېره بيادخلکو په منځ کي ځاي نشي موندلاي . دبيهسودودمسلي پر سر راپورته شوي لانجه لا خلاصه شوي نده چي دادۍ په  تخار کي هغه کورني چي پر افغانستان داشوروی ديرغل په وخت کي له افغانستان څخه کډه کولو اوفرار ته اړيسته شوي وي  اوس دوباره خپل ټاټونی ته راستانه شول ، خودلته يوشمير محلي قوماندانان لکه محمد سليم،حاجي جمشيد، عبدالصمد او قاضي محمدکبير اونورو کسانو چي داڅوکاله ئي ددوي پر جايدادو اوځمکو خېټه اچولي وه هغوي ته خپل جايداد نه پرېږدي اوپه ټول قوت  دروغجن اونارواتبلغات کوي چي گويا دالقاعدي ياجيش محمدي سره تړاو لري اوياداطالبان دي . دخپلو کسانوپه وسېله ئي لاريون ته سازمان ورکړ تر څوخپلي ناوړه څېري اوکړني  دلاريون کوونکوترشا پټ کړی ،اوداي څرگنده کژي چي گويا دوي پر حق دي .مگردابېچاره گان پدي نه پوهېږي چي هرلاريون دواقيعتو نواورواحق ددفاع معنا نلري ، داټولوته څرگنده ده چي متاسفانه تراوسه لا زموږ په هيوادکي هرمحلي قوما ندان  اوجنگسالاردلاريودجوړيدوتوان لري ځکه خودوي نه غواړي سوله  ټينگه،عدالت اوقانونيت تامين شي .

ويل کيږي دوي ته هم دهمدغي پروسي دمشرانو لخوا چي غواړي شمالي سيمي دپښتنو له شتون څخه پاکي کړي ويل شوی چي دپخوانيو شاهانو او حکومتي چارواکوفرمانونه اودولتي اسناد وله منلوڅخه ډډه وکړي اوټول هغۀ دپښتنوجايداداوځمکي چي دوي لاندي کړی دوباره ورنکړی ، ځکه دوي وايي چي موږدپخوانيو چاهانوفرمانون نه منو،هغه غير عادلانه وه  اوزموږ ځمکي ئي تاسوته زموږ دنيکونودارادي خلاف درکړي دي .

داسي ويل کېږي ،عيني شاهدانو ټول افغان ويب پاڼي استازي ته وويل چي قاضي کبيردپښتنو استازوته دخبروپرمهال څرګنده کړه چي هغوي دنادرشاه اوظاهرشاه دحکومت له لوري شوی دشمال دځمکو ویش نه مني اوهرڅوک چي دناقل په بڼه دلته راغلي موږ يی باسو. ځمکه اوجايداديی دځايي اوزبکانو حق دی اوپښتانه بايدچي خپلو سيموته لاړشي .اوکه دقاضي کبير څخه پوښتنه وشی ته له کومه راغلئ يي نه پوهېم چي ځواب به ئي څه وي ؟  اوپه کوم حق اوصلاحيت يوه افغان ته دهغه داوسېدوځاي پداس حال کي ورپه گوته کوي چي هغه دلته تر نيمي پېړئ زيات عمر تير کړئ دایي جايداداودبلي خوډير گمان کيږي چي تر کبير خان به ددي هيواد اصلي اوسېدونکۍ وي .

لومړی به راشودي خبري ته چي  دمنل شووقوانينواوشرعي احکاموله مخي په هر نامه چي وه پاچاهانو داصلاحيت درلود يوچا،يوي کونۍ اويايوډلي ته دولتی ځمکه دفرمان په صادرولوسره ووېشی ،چي دغو خلکوته هم دغه ۲۵۰۰ جريبه ځمکه دتخار په شاوخوا سيمو په ځانگړتوگه دخواجه بهاوالدين په ولسوالۍ کي دوخت دپاچالخوادځانگړو قانوني اوشرعی فرمانو له مخي وېشل شوي ده ،اوله سلونه زيات کلونه داددوي ملکيت اوذوليت دی ،دوي ماليه ورکړي په همدغه ځاي داوسېدوپر بنيادئي دافغانستان په ټولو سياسي او ددولتي برخوکي فعاله برخه اخيستې،عسکرئ ته ئي زلمي لېږلي اوددولت قوانين ئي منلي دي . دغه ددولتي ځمکو دويش پروسه له ډير پخوانه تر ۱۳۵۷کال پوري روانه وه چي په لويه کچه دولتي ځمکه په کندوزاوبيا په هلمندکي دافغانستان له ټولو ولايتوڅخه  بي ځمکو خلکوته وېشل شوي ده .نن بايد دهلمند يا کندوز اصلي اوسېدونکي راولاړسي اوعلان وکړي چي ټول ناقلين بايد دهلمند ياکندوز ځمکي پرېږدي ،دازموږ پلارنۍ خاوره اوټاټوبۍ دی په موږپوري اړه لر ي  . نه داسي نده ،دوي اوبل هيڅوک داحق نلري.يوټکۍ بايد په ډاگه شي چي په شمالي سيمو کښي هغه  ځمکي چي پښتنوته ورکړه شوي دهغوي ابادي دځايي خلکوپه وس کي نه وي اودولتي  ملکيت وځکه ئي ويل که مرگ غواړي کندوزته ولاړ سه ،خوکله چي پښتنوپه خپل زيار اوزحمت داځمکي ابادي کړي ،اوهغه وژونکی غوماشي ورکي شوي  کندوزشين کوړم  شواوس  بيا وايي که ژوند غواړي کندوزته ولاړ سه . دولت په هيڅ وخت کي په ټول شمال کي  دچانه ځمکه نده اخيستي چي هغه دي بيا پښتنوته وېشل شوي وي .

اوس چي دتخارولايت دخواجه بهاالدين ولسوالۍ دلالاګذر اوشېرتوغي دسيمو اوسيدونکي پښتانه ۸۲ کورنۍ چي دغړوشمېره يی نژدي دری سوه تنه ته رسېږي ،تراوسه دبلوچستان په ژوب کي اوسيدل دملګرو ملتونو دکډوالو دبیا راستنېدودپروګرام ترچترلاندي هیوادته راستانه شوی . خومخکي لدي چي هغوي خپل پلارني کلي ته ورسيږي دتخار دپخواني والي قاضي کبير او اوسني والي لطيف ابراهيمي وسله والوورباندي بريدکړی .هغوي يي نيولي اوټول يی له ځانه سره برمته یوړي داددولتي امکاناتونه دافغان ولس پر خلاف غير قانوني استفاده گنل کيږي  . والي اويابل څوک داحق نلري پ خپل سر رستاني شوی کورنۍ تر دي نامه لاندي  لکه چي جوره بېګ وايي  موږ داکار ځکه وکړ چي دغه  خلک هلته بندساتل شوي چي په سيمه کي دیوه توکميزفسادوېره تري کېدله . داچي جوره بيگ اوياقاضي کبير غوندي خلک پر ټوله ولسوالۍ حاکم وي ديوتوکميز فساد ويره تري ولي نه کيږي ؟ دوي کوم امتياز لري چي پدي سېمه کښي يوازي بايد ددوي حاکميت چالان اوهمدا يوتوکم وه اوسي ؟

دراستانه شويو کډوالو يو تن مشرارباب ظاهر خان انډړ واي چه موږ د ځمکو ٦٠کلني قبالي لرو خو دولت او پوليس د بريد کونکو مرسته کوي .

ښاغلي یوسفزی  په خپله ليکنه کښي ليکلي چي ۷۰۰پښتانه ښځي،ماشومان,د تخار ولايت د خواجه بهالدين د اولسولي په زندان کي دپنځو ورځو راهسي د ازبک جنګسالار او ولس مشر حامد کرزي نژدي دوست قاضي کبير لخوا محاصره او د ژوند د خطر سره مخامخ دي . د محاصره شويو له ډلي نه يو تن عبدالله واي چه د بلوچستان په ژوب کي ئي د مهاجرت ژوند کولواو تيره اوونئ خپل وطن ته راستنه شول چه لومړي دولسوالو کسانو راباندي بريد وکړو اوبيا ئي ټولي کورني د ولسوالي په زندان کي بنديان کړي يو.

ښاغلي کرزی ځيني وختونه بي ځايه اوبي دليله دولتي مامورين تبديلوي ،ښه به داواي چي  ډير ژر ئي دغه لطيف ابراهيمي چي دولايت مقام ئي په اختيارکي دی  او هرومرومرو به دشمالي ټلوالي په سپارښتنه والي شوئ هم وي له بهرنه وروغواړي اوپوښتنه ځيني وکړي چي خيريت دي لاليه ،څه کوي اوپرکومه روان یي ؟؟؟

داښاغلي قوماندانان چي دا دېرش کاله ئي ددغو خلکو پر جايدادو خېټه اچولي وه  نه يوازي داچي ځمکي ئي  بايد ورپرېږدي  بلکه دحاصيلاتواوگټي هغه برخه چي دځمکي دخاوند حق کېږ ي هم  بايددوي ته ورکړی . دوي هيڅ حق نه درلود دهغوي ځمکي ونيسي اوبياچي دا کارئي کړی اوس بايد بيله کوم دليل اوبرهان څخه ددوي ځمکي اوجايدادونه وروسپارل شي .

داگست پر ۲۶ مه ددغوراستانه شوو کډوالويومشر استازي  ښاغلي مولوي عبدالحکيم  اخندزاده  دازادي راډيو سره په مرکه کښي وويل : ددوي ټول جايداد اودارایي دکورنيو جگړوپه جريان کي له منځه تللي دي ،موږ له هيوادنه فرار ته اړشولو،خو اوس دادی موږ دوباره خپل وطن ته راستانه شوی يودادري ورځی کيږي چي کډي موپه لاريو موټرونوکي پرتي دي اوڅوک ځاي نه راکوي .هغه داهم وويل چي موږ دخپلو ځمکوقبالي ،فرمانونه اودماليي اسناد پلاس لرو. يودولتي پلاوي چي ددي مسلي دڅېړلو لپاره سيمي ته تللي ودازادي راديوسره په مرکه کښي په ډاگه وويل چه  دهمدغو راستانه شووکډوالودملکيت اسناد په دولتي دفترونوکي ثبت دي .

مولوي صاحب په خپلو خبروکي وويل ،کله چي موږ ددي ځاي نه کډي ته مجبورشودغوکسانو دخپلو امکاناتو نه په استفادي سره داځمکي ددولت نه پدي نامه چي شاړي پرتي دي اومالکان ئي وتښتېدل ځانوته جعلي اسناد جوړکړه ،چي دا اسناد جعلي دي ،اوداڅوکاله دوي زموږ دجايدادونه غير قانوني استفاده کوي . جالبه خبره لاداچي دوي وايي موږهغه عريضه پلاس لرو چي دښاغلي کرزی نه مو امر اخيستۍ چي موږ ته خپل جايداد بايد تسليم شي ،خو لکه په ټول افغا نستان اوحتا په ارگ کښي ددي بېچاره امر څوک نه مني اونه هم له هغه اوقانون څخه څوک ډارېږي دلته په تخارکي هم چا دامر دلوستلو وخت پيدانکړ . دپښتنو سره په شمالي اومرکزي سيمو کښي  داډول کړني ساده اوتصادفي ندي دا ديوي معيني ستراتيژۍ اومعينو مخوته درسېدوپر بنياد دمعينوکړيولخوادبهرنۍ حمايي تر سيوري لاندي تر سره کيږي . تاسو خپله قضاوت وکړۍ ،خلکو ښاغلي کرزی ته عريضه کړي اوهغه هم امر ورکړی ،دلته به انشا الله بهرنيان ملامت نه وي اونه به دهغو دخپل سرۍ مسله مطرح وي ،ښاغل کرزی مسوليت لري  دخپل امر دنه پلي کېدوپوښتنه وکړي .اوکه ئي نشي کولاي  نودا حالت تر هغه بدتر دی چي ده ويل که مي امنيت رانه وست په هغه لحظه به استعفا ورکړم . د امنيت خوپه آسمانوکي درک نشته  ،خو ښاغلي کرزی صاحب ستاسو لخوا مقر شوی دادۍ ستاسو امر نه مني !!! اوس به څه کوو؟؟؟

فکر کوم دښاغلي کرزی لپاره دعار خبره وي چي امر ئي يو والي اويادولايت يوچارواکي ته دمنلو وړ ندی .

دولت ته دبن دکنفرانس دپرېکړو اواساسي قانون له مخي دورسپارل شوودندو څخه يوه اوډيره مهمه دنده همداوه چي له بهرنه افغان کډواک خپلو پخوانيو ځايوته راستانه اوهغوي  ته دمحلي واکدارانو لخواغصب شوی جايدانونه ژر تر ژره وروسپاری ،دولت و لي خپله دغه دنده سرته نه رسوي ؟ اوددي پروسي څخه نظارت دچاوظيفه ده؟ که په بهرکي دکډوا لوشميره په نظر کي ونيول شي له بده مرغه همدا اوس په بهرکي دسرگردانه افغانانوپه جمله کي دپښتنو شمير زيات دی اوله دغوکسانوڅخه دلته په افغانستان کي جايدادونو لږدي که ډير پاته شوی دي که يو وخت دوي ته دراستنېدو امکان برابر شي دهغوي سربه هم همدا ورته برخوردکيږي ؟؟؟

که په شمال اويامرکزي افغانستان کي داډول برخورد دوام ومومي  ايادغه دولتی اوتنظيمی ښاغلي ئي په پايلو پوهېږي ؟؟؟

ايادائي هيره ده چي پښنوته کوراوځمکه دناموس  حيثيت لري ،اوپښتنه مورخپل ماشوم ته دشيدو رودلوپه وخت کي وايي :(( سرتر وطن جار،وطن تر ناموس )) .

ايادابه ديوي بلي داسي غميزي پيل نه وي چي بيابه ئي مړي څوک راټولولاي نشي؟ 

ولي ؟

دڅه لپاره له دغوکډوالوسره دومره نارواکيږي ؟

ولي پښتانه دومره زورول کيږي ؟

دپښتنو سره دغير انساني کړنو اوزوروني دلته  بهرته تر ما اوبل هر بادرده افغان پوري رسېدلي دي .

ايابيا پښتانه مجبوروی چي دطالب يابل نامه راپورته اوټول له يوسره لکه استادرباني  تر خپلوبهرنيو دوستانوپوري  مووځغلوي؟    زه فکرکوم دپښتنو په ملک کښي دپښتنو سره ډيري نارواوي کيږي  . ز ه  اوس پر دولتي حق دعوه نلرم ، ځکه ځاي ئي نه  دی . داچي څوک وايي جمهورريس پښتون  دي نور څه غواړۍ ،کاشکي نه واي ، بيا موږ پوهېدوچي څه وکړو! 

دښاغلي کرزی نه مو هيله داد چي دخپل حاکميت په ورستيو شپو او ورځو کي داملک دخپلو گټواودمقام ساتلو، دشمالي ټلوالي اوياهم دبهرنيانودخوشحالۍ په خاطر دغيرملي مصليحتونوقرباني نکړي ،زموږ ولس دومره زورېږي چي چنگيزدومره نه وو زورولۍ اونه هم په تاريخ مثال لري  . اوکه يوځل راپورته شو او وسلي ته ئي لاس کړ بيانو ټول پدي خبر ياست چي پايله به څه وي؟ داهمداقهرمان ملت وواودۍ  چي هر زبرځواک او د زبرځواکوگوډاگيان دي گونډه کوي  چي خوله ئي پر ځمکه ورباندي مږي .

داټولوته څرگنده اوروښانه ده کله چي په ۲۰۰۱ کال دسپتمبر تر ۱۱ وروسته امريکادطالبانودحاکميت دړنگېدو پرېکړه وکړه اوپر افغانستان پوځی ځمکنۍ اوهوايي عمليات پيل شول په زرهاو پښتانه دطالبانوپه نوم له ژوند څخه محروم  اوپه لسگونوزره کورنۍ له شمال څخه په زور دځان اوکورنۍ دغړو دنجات اوعزت دساتلوپه خاطر له شمالي سيمونه وتلوته مجبور شول ،زه هغه نه يادوم چي دطالب په نامه دي ظالمانوپه ټانکروکي ژوندون ځني واخيست،د دښت  ليلي اودښت شاديان مرغان اوځناوران ئي ددوي په غوښوماړه کړه، هغه يادوم چي ژوندي په خپل وطن کي له کوراوجايدادنه فرارته اړيستل شوه ؛ که خير وو يو وخت به دوي ته دا امکان برابر شي چي بيرته خپلو سيمواوخپلو ځمکو ته دراستانېدو امکان ورته  پيداشي ،داسي څرگندېږ چي دهغوي غصب شوی جايدانونه اوځمکی به هم زورواکان دوي ته په رضا ورنکړی .

دايوملي ناورين  و، په کابل کي ديوشمير پر پاته شوجايدادوباندي شمالي ټلوالي خېټه واچول دمکررويانو اوکابل ښارکي زيات کورونه ئي پر خپل سره په غير قانوني بڼه په خپل مينځ کي سره ووېشل اوجعلی قبالي ئي ورته جوړي کړي متاسفانه دهمدغوکورواوجايدادو خاوندان پدي اوه کاله نشي کولاي  دقبالي په لرلو سره خپل ملکيت ثابت کړي . په هرات کي تورن اسماعيل چي څه کولای شول تر سره کړه ،هر څه ئي دځان اوخپلوانو تر منځ ووېشل ،شمالي سيمي دجميعت دتنظيم اودوستم دمليشواونووتنظيموديو شمير قوماندانانو اومرکز ي افغا نستان  په ايران کي دجوړسوو تنظيمواوډلوتر منځ ووېشل شو.پاته شوهغه قوم چي هر څه ئي ددي وطن ددفاع په لارکي دلاسه ورکړي اوس په خپل هيوادکي مهاجر دی ؟؟؟

ايادغه حالت به کوم قدرت اوقوت په پښتنو ومنلاي شي ؟؟؟؟

اوولي داسي فکر وشي چي دابه پښتنوته دمنلو وړوي ؟ څرنگه چي دالوي اوغيرتی قوم دی تر ډيره بريده صبر اوحوصله کوي .

ددي واحد وطن دښمنان غواړي دخائينانه مصليحت اوموخو له مخي  پښتانه دومره وزوروی تر څومجبورشي غبرگون ښکاره کړي اوددي وطن په دښمنانوپسي مخ راواړوي . خوهغه وخت به کار تر کار تيروي ،ځنگل چي اور واخلي وچ اولانده ټول يوځاي سره سوځي ،خداي مکړه چي پښتانه دغه کارته مجبورشي ،دافغانستان دښمنان همدا غواړي  ،ځکه دوي پدي ښه پوهېدلي چي دوي په لږکيو قومونوکي هم کوم اعتبار اومخ نلري ،هغوي هم ددوي نه نفرت لري ،خو څوک نشته چي ددوي اواز تر نورو اونړيوالوپوري ورسوی ،ځکه نو ددغسي يوملي ناورين دجوړېدولپاره خپل ټول کورني اوبهرني امکانات پکار اچوی . که  ددغو پلورل شووپه مقابل  کي داملي غبرگون اوپاڅون پيل شوکرزۍ صاحب تاسو اوستاسوټول دولتي چارواکي دي پدي ښه پوه وي چي بهرنيان به مو په خلاصون اونجات ستړي شي اوپدي ملک کښي به يوځل بيادوينو ويالي وبهېږي .

غواړم دادغم داستان په يوه ليکنه کښي دليکل شوي دغوجملوچي دهمدغوکډوالوله جملي نه يوي غښتلي افغان مېرمني اغلي کافيي پدي خبروچي په ژړا او ويرئي  وويل : اولادونه ئي ناروغ اوخوراک نشته اوهره لحظه دخپل پښتني عزت د ازبکوداړه مارولخوا د تارتار کيدوله ډارسره مخامخ دي .اوټولو پښتنو ته ئي په پيغورورکړ،که پښتانه خپلي ميندي اوخوندي دنوروڅخه نشي ساتلي اوهغه پدي جرم چه پښتانه دي دمير منوسره بندي کيږي نوټول پښتانه بايدبنګړي واچوي، د شرم اوپيغورنه دي  پورته نه ګوري پاي ته رسوم .