رشتيا خبري ترخي خبري
ددغه ليکني په پای کي د ويډيويي موادو لينکونه ځای پر ځای
سوي دي، چي د افغان غميزي د سلگونو زرو بېلگو څخه يو څو ښيي. ( ويډيو د سپين ږرو بي
حرمتي، ويډيو د ښځو تلاښي، ويډيو د قيديانو سره چلن)
کله چي د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو پر افغانستان يرغل وکړی،
هغه وخت بعضي خلک پدي نظر وه چي ښايي امريکايان په افغانستان کي نظم راولي. همدغه
خلکو به ويل چي بهرنيان به زموږ ملي فوځ راتربيه کړي، توپکيان به بي وسلي کړي او
اداري به راته جوړي کړي…. خو له بده مرغه چي د دغو هيلو څخه يوه هيله هم پر ځای
نسوه. دغه هيلي د لومړي سره بېځايه هيلي وي او که هغه وخت د منطق څخه کار اخيستل
سوی وای ښايي اوس دهغو کسانو ناهيلي دومره زياته نه وای چي دغه هيلي يي درلودې.
د اوو کالو وروسته لا هم نه اداره جوړه سوه او نه يي سم
بنسټ کښېښودل سو، نه محکمي نه عدالت، نه وسلي ټولي سوې، نه د جنگ سالارانو کمبله
ټوله سوه او نه هم د زراعت، صنعت او روزگار لپاره کار وسو، نه د گاونډي هيوادونو
لاسونه زموږ څخه ووتل او نه موږ په نس ماړه او په تن پټ سوو. ټوله کارونه سرچپه تر
سره سوه. اوسنۍ افغانو ادارو په فساد کي د پاکستان اداري شرمولي دي، شخصي زندانونه
وجود لري او عدالت يوازي د توپک څښتنانو اود سي آی اې، کي جي بي و اېجنټانو ته
رسيږي. جنگ سالاران مو اوس داسي څښتنان سوه چي که تش په نامه ډيموکراسي وي او
که سوټه کراسي دغه جنايت کاران به زموږ پر راتلونکو نسلونو لاحکومت کوي. دغه جنايت
کاران د امرېکي په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو د مهربانيو په ترڅ کښي نور پسي
منظم سوه، پيسي يي نوري زياتي سوي او د نورو جنايت کارانو سره يي لاسونه يو کړه.
څوک وزير، څوک والي او څوک غل مشر سو. چا چي پخوا د انسانو پوستونه جلا کول اود
اسلام او د جهاد نوم يي بدنامه کړی و اوس يي ږيري کوچنۍ کړي دي او په نيکټايانو کي
گرځي او ځان ته ډيموکراټان وايي. څه دولتي مځکي چي وي ټوله يي قبضه کړې، نه يي په
کلي کي ځوان هلک پرېښودی او نه کمکۍ انجلۍ. خپله چي يي څه بي ناموسۍ رسولي هغه خو
يي ورسولې، اوس د کابل په هوټلنو کي زموږ ناموس نورو ته په کرايه ورکوي او يا هم
دغه کار تر خپلي ږيري لاندي زغمي او داسي سترگي پري پوټوي لکه دوی چي يي نه ويني .
داچي پر ناروا عرب سرمايه دارانو او پاکستاني جنرالانو يي زموږ هغه ناموسونه
څنگه ووېشل چي موږ لکه پياز په سلو پردو کي ساتلي وه، هر څوک پري خبر دی. د هيواد
ټوله شته منۍ يي لوټ کړي او په تول يي پر گاونډيانو وپلورلې. شکر چي مځکه نه په شا
کيږي کني اوس به موږ ټوله په آسمان ځړېدلای، ولي چي دوی مو مځکه هم په شا کوله او
په تول يي پلورله.
دا چي بهرني ځواکونه مچ په توپ ولي هغه خو څرگنده خبره ده. چي يو
ټک نه وي پر سوی دوی الوتکي راوغواړي او ټوله کلی بمبار کړي چي په ترڅ کي تر اوسه
په زرگونو اولسي وگړو خپل ژوندونونه دلاسه ورکړي دي.
د افغانستان پلورونکو، که رشتيا د اولسي وگړو په شهادت غمگين ياست
نو پر خپلو څښتنانو امريکي او ملگرو ږغ وکړی چي نور دي کلي نه بمباروي. د يوه ډز په
بدل کي دي ټوله سيمه نه سوځي. او که کوم اولسي وگړی شهيديږي نو دي يي کورنۍ ته
تاوان ورکوي. د شهيد پر سر خو لږ تر لږه بايد سل زره ډالره ورکړي، چي کورنۍ يي
فکراو سوال کولو ته اړه نه وي. خو ښايي دغه تاسو نه غواړئ ولي چي که د تييمانواو
کونډانو پر سر لاس وي نو بيابه ستاسو محفلونه او ستاسو بسترونه څوک در گرموي .
های های چي تاسو ځانونه او زموږ هيواد او زموږ ناموس په ډېره لږه
بعيه پلورلی دی. څه سوه ډيموکراسي چي تاسو يي وعده کړي وه؟ څه سوي فابريکي چي تاسو
جوړول غوښتل؟ څه سوه برېښنا چي تاسو پري کابل او ټول افغانستان روښانه کوی؟ څه سوه
روغتونونه؟ راځئ چي سپيني خبري سره وکړو.تاسو بېله خپل ځان څخه د هيواد او خلکو
لپاره هيڅ هم ونه کړه ولي چي تاسو له اوله سره په غلا پسي راغلي واست. هر څه
چي مو بادران درته وايي هغه کوی او بس. او له بده مرغه چي ستاسو بادارن هم زموږ
ازلي دښمنان دي.
په ټول افغانستان کي عدالت او محکمه وجود نه لري. د پوليس نه
نيولي تر قاضي پوري د حق او باطل پرېکړه د پيسو او رشوت له مخي کيږي. حتی اوس
د ډليزجنسي تېری کوونکي د اولس مشر لخوا بخښل کيږي. دا که جلالت مآب په خپله پکښي
پړن نه وي او د عفوي پر کاغذ يي په تېروتنه کي لاسليک کړی وي او يا هم له سره بل چا
دده په نوم دغه کار کړی وي، بياهم د سلگونو زرو داستانونو څخه دغه يو داستان دی چي
په ډاگه کوي چي نور دغه حکومت او اداري خپل ټول اخلاقي حق دلاسه ورکړی دی چي
نور حکومت وکړي.
ملي اردو او فوځ مو هغسي دی چي څوک پري شرمیږي. بعضي قومندانان
دومره بي شرمه دي چي نه يوازي دا چي په سپينه ورځ په ډاگه د ځان سره لغړ زني هلکان
گرځوي بلکه په وياړ يي بهرنيو رسنيو ته ښيي چي په بېلگو يي د انټرنټ يو ټيوب ډک دی.
هر هغه څوک چي په حکومت کي شامل دي، که وزير دی، که ريس دی، که غل
مشران دي. دوی دي ښه پدي سر خلاص کړي چي زموږ خپل مړي نه هيريږي. نه مو د دشت
ليلي او مزاري شريفي مړي هيريږي، نه مو د روزگان هلمند، ننگرهار او نه مو هم
د شنډنډ تازه شهيدان هيريږي. هغه ورځ ليري نه ده چي زموږ به لاس وي او ستاسو
گرېوان. ستاسو په لباسي اوښکو نور موږ نه تېر وزو، نه موږ ستاسو په هغو بيانيو
تېروزو چي پکښي د اولسي وژنو غندنه کوی.
خبره يوازي په يوه شخص کي نده. دا که جلالت مآب ښاغلی کرزی ليري
کيږي او په بدل کي يي يو بل گوډاگی د افغانستان غل مشر کيږي، هم د افغانستان ستونزه
نه حليږي. په افغانستان کي يوازي هغه وخت قراري راتللای سي چي ټوله بهرنيان مهرباني
وکړي او زموږ پاکه خاوره بېرته موږ ته راوسپاري او ددي مخه ونيسي چي گاونډي
هيوادونه په موږ کي لاسوهنه وکړي. بيا به موږ پخپله د توپکيانو، زناکارانو، او نسل
پرستانو سره وگورو. خو داکه د دښمنو لښکرو په شتون کي يو ځل بيا تش په
نامه ټاکني کيږي او بيا دغه توپکيان ، اجنټان او بد خلک پر قدرت راځي
نو به دغه ستونزه همداسي ناهواره پاتي وي
گرانو هيوادوالو، د افغانستان اوسني حکومت او د امريکا په مشرۍ
بهرنيو ځواکونو نور زموږ ټولو د زغم پيالي را نسکوره کړي دي. هر هغه گوند او هر هغه
شخص چي نور ددغه
گوډاگي حکومت ملاتړ کوي او يايي پر کړونو سترگي پټوي، دخپل وژدان
او د خپل گران هيواد افغانستان سره ستره جفا کوي.
د بهرني لښکرو د ظلمونو په هکله يو څو ويډوي په يو ټيوب کي
موندلای سئ چي څلورپنځه يي دلته درته وړاندي کوم: د کتلو لپاره لاندي پر
عکسونو کليک وکړئ.
امريکايان سپين ږيري بې حرمته
کوي
په دشت ليلي کي د اته زره جنگي قيديانو ټول
وژنه شپږ برخې
بهرني ځواکونه او ملي فوځ د تلاښۍ پر وخت د
ښځو په خونو ننوزي او ښځو ته لاس اچوي
امريکايي سرتيري او ملي فوځ افغان په
کونداغونو او د توپک په چوښکو وهي
دډيموکراسۍ علمبرداره امريکايان د مظاهره
کوونکو سره څه چلن کوي(عراق)
دا چي هره ورځ دغه ته ورته نوري څو غميزې منځ ته راځي او
نړۍ ځان نه په خبروي يوازي خدای او افغانان په خبر دي .