کور / تازه خبرونه / دا ځل بیا دملا عباس څرګندوني د خلکو د غبرګون سره مخامخ دي

دا ځل بیا دملا عباس څرګندوني د خلکو د غبرګون سره مخامخ دي

“ اسټرالیايي او فرانسوي پوځیان موږ نه دي وژلي” د ملا عباس ستانکزي دې څرګندونو په هیواد کي دننه او نړۍ کي د افغانانو احساسات او غوسه راپارولې ده.

پر ټولنیزو رسنيو د غبرګونو توپانونه راروان دي.

ولس پوښتنه کوي چي تاسي اسټرالیايي پوځیان او فرانسوي یا نور نه وژل نو تاسي بیا د څه دپاره جهاد کاوه؟

ځیني وايي چي “ هو؛ تاسي بهرنیان نه وژل، تاسي خو د خپلو افغانانو وژلو ته مؤظف سوي واست او اوس یې هم هره ورځ وژنئ.

ملا عباس یا نورو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوولئ خو ټویټر او فېسبوک دا مهال همدې موضوع پر سر اخیستی دی او خلک که څه هم د تلپاتي سولي غوښتونکي دي خو د طالبانو داسي دریځ او څرګندونو په فکر کي اچولي دي.

ملا عباس په وروستۍ مرکه کي یوار بیا د نظام د تغیرولو خبره وکړه، هغه څه چي تېر ځل هم په دې ته ورته څرګندونو افغانانو د منفي غبرګون سره مخامخ سوی وو چي بیا یې هڅه وکړه خپله خبره ترمیم کړي.

.