کور / شعر / انور لمر وایي: در وامې خله او غېږه کې در کلک مې که کنه

انور لمر وایي: در وامې خله او غېږه کې در کلک مې که کنه

تا ولې ناروا کړنو ته داسې يم پرېښی
وجدانه راته چیغې کړه او سپک مې که کنه

تا وې کنه چې زه به دی له سره شل کلن کړم
راغلی يمه ځوان مې که، هلک مې که کنه

رښتيا کې دی ياد شوی يم نو دا يمه کوه
در وامې خله او غېږه کې در کلک مې که کنه

او ما که روانې حالات له ميني لرې ساتي
طبيب مې شه له هيلو، ميني ډک مې کنه

ځهٔ و اؤروه! ميني میني څاڅکي لږ په ما
ته ورېځ شه لکه لمر په ځان کې ورک مې که کنه

انور لمر