کور / تازه خبرونه / حکومت: طالبان دي زموږ کوماندو را ایله کړي موږ یې طالبان ور ایله کوو

حکومت: طالبان دي زموږ کوماندو را ایله کړي موږ یې طالبان ور ایله کوو

افغان حکومت وایي د زندانیانو د خوشي کولو په پلان کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د طالب زندانیانو د خوشي کولو په تړاو په تازه څرګندونو کې ویلي په پلان کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او طالبان باید لومړی د افغان کومانډویانو هغه سرتېري خوشي کړي چې له دوی سره بندي دي.

دده په وینا طالبان دې پر ژمنو عمل وکړي او پاتې بندي کومانډویان دې خوشي کړي څو افغان حکومت هم ددوی ۳۲۰ پاتې بندیان خوشي کړي.