کور / تازه خبرونه / په کابل کي د عاشورا مراسمو امنیت ته ۴۰۰۰ امنیتي ځواکونه ځانګړي سوي ول

په کابل کي د عاشورا مراسمو امنیت ته ۴۰۰۰ امنیتي ځواکونه ځانګړي سوي ول

د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست ۴۰۰۰ کسان سږکال یوازې په کابل کې نن عاشورا د مراسمو د امنیت لپاره ګومارل شوي دي.

ددې تر څنګ دولت نامسولو کسانو ته هم د وسلو ګرځولو اجازه ورکړې ده یا یې پرې سترګي پټي کړې دي. نن د کابل په ډیرو لارو کوڅو کي په ګڼ شمېر نامسول وسله وال لنډغر تر سترګو کیدل.

په ولایتونو کې هم د عاشورا مراسمو باندې د وسله والو د بریدونو مخنیوي په هدف، حکومت د امنیتي ځواکونو پر ځای یو وار بیا پر عامو خلکو وسلې ویشلې دي، د کابل ښار په هر واټ او څلور لارو کې په وسلو سمبال شخصي جامو کې کسان ولاړ دي چې د عاشورا مراسمو لپاره یې په خپله امنیت نیولی او چک پاینټونه یې جوړ کړي دي. دوی وايي چې د هرې تکیه خانې لپاره د امنیتي ځواکونو پر ځای له لسو تر پنځلسو پورې دغه وسله وال ګومارل شوي دي. کابل ښاریان او د چارو شنونکي نیوکه کوي، چې د عاشورا مراسمو د امنیت لپاره د عامو خلکو وسله وال کول ناوړه عواقب لري،


د عاشورا مراسم نن په کابل او ډیرو نورو ولایتونو کي هم پر ځای سول چي د نورو ولایتونو د امنیت دپاره یې تر اوسه د امنیتي ځواکونو شمېر نه دی څرګند سوی.