کور / خبرتیا او پيغامونه / نن دسنبلې ۹ دپښتنو اوبلوڅو دپيوستون ورځ ده

نن دسنبلې ۹ دپښتنو اوبلوڅو دپيوستون ورځ ده

د۲۰۲۰ ز کال داگست ۳۰
په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې دمبارکي پيغام

نن دسنبلې ۹ دپښتنو اوبلوڅو دپيوستون ورځ ده
تاسودرنو هيوادوالواودډيورنډ له منحوسي کرښې هاخواټولو پرتوپښتنو اوبلوڅواونورو قومونو،سياسي اوټولنيزو سازمانونو او دپې ټې ام پرولس مینو ځوان غورځنګ هرغړی ته دپښتنو اوبلوڅو دپيوستون دتاريخي ورځي په مناسبت دزړه له کومي مبارکي وايو .
دوږي نهمه له ۱۳۲۹ ز کال راپدي خوا دپښتونستان دورځې په نوم نومول شوې او هرکال دوږي په نهمه دپښتنونستان ورځ لمانځل سوې ده .
ددې ورځي نوښت دبلوڅو مشرانوپه ګډون د پښتنودوه سوله غوښتونکو مشرانوخان عبدالغفار خان او عبدالصمد خان اڅکزي کړى وو. ددوى موخه دا وه چې دډيورنډ ددواړوخواووپه ميشتو قومونوکې دخپلواکۍ روحې پياوړي کړي ،اميدواريو چې داروحيه پياوړې سوې وی .
د وږي پرنهمه دپښتنواوبلوڅوديووالي ورځ زموږ په جگړه ځپلي هيوادکي دڅولسيزو را پدېخواهر کال په دولتي کچه لمانځل کېدل اوپه راوروسته کي ددولت اوسياسي گوندونو،ټولنواوسازمانونو له خوا هم لمانځل کېږي .
البته له ۱۹۹۲ زکال راپدې خواددې ورځي په لمانځلوکي چي دپاکستان روزل سوو حاکميت درلود ناغېړی سوی دي . دمجددی صاحب له واک ته رسېدونه وروسته بياتر ۲۰۰۲ز کال پوري ددې ورځي علني لمانځل کدغن وه،خو ولس اوتاريخ ته وفادارو لمانځل . ترهغه وروسته بياترتيرکال پوري کله په رسمی بڼه اوکله هم دسياسي اوټولنيزوساز مانو لخوا ددي ورځي ياد په مختلفو بڼوسوی. البته کله،کله دولت هم ددې ورځي له لمانځلونه دپاکستاني چارواکو دخوشحالېدو په موخه ډډه کړې ،ځکه نودولس اوځينو مدني ټولنوله خوا دا ورځ لمانځل سوېده.دهمدې دلمانځنې غونډې دګډونوالو په کلکه نيوکه کړې چې دولت ولې ددغې تاريخي ورځې په يادولوکې ونډه وانه خيستله .
دهمدې ورځ دياد اولمانځلو په پلمه دکوزي پښتونخوادبلوڅو اوپښتنو دسياسي گوندونو اودهغوي له مشراتابه نه موغوښتنه داده چې دخپل برخليک ټاکلو ږغ پورته اوله نړيوالونه دخپل سياسي اوټولنيز برخليک ټاکلو عملي غوښتنه وکړي . زمو ږ له نظره په شعارونو اوکنفرانسونو کي ويناو باندی نسي کېداي چې ديوه ولس برخليک و ټاکل سي،ځکه خودتاريخي اسنادو اولاسوندونوته په کتوسره ترپاکستاني ستم او استعمارلاندي ولس دخپلواکي دترلاسه کولو لپاره دملگروملتو سازمان ،امنيت شورا اونورو نړيوالو سازمانوته دقيقي،عملی اوسياسی طرحي وړاندي کولوته ته اړتيا سته ،غير له هغه به دډېورنډ دکرښي هاخوا پراته پښتانه اوبلوڅ دتل لپاره دپاکستاني حاکمانوغلامان وي .
دپښتنو اوبلوڅو ترستم لاندي ولسونو دخپل انساني حق دترلاسه کولو په هيله .
ژوندی دي وي ددوي ازادي بخښونکی جنبش
ددوستی دفرهنگی ټولنې دمشرتابه په استازيتوب حبيب الله غمخور