کور / راپور / په جرمني کي د افغانستان کلتوري ودي ټولني په غونډه کي د هیواد پر روانو حالاتو بحث وشو

په جرمني کي د افغانستان کلتوري ودي ټولني په غونډه کي د هیواد پر روانو حالاتو بحث وشو

دا غونډه د اګست پر دېرشمه د جرمني کولن ښار ته نژدې Event Palast کي د حاجي شیرعلي خان لالا په کوربه توب جوړه سوه چي د افغانستان د کلتوري ودي ټولني مشر ښاغلي سیدحسن پاچا او په جرمني کي مخور مشر حاجي فضل رحمان صاحب یې مشري کوله.
 د غونډي ځانګړی مېلمه د افغانستان د جمهوري ریاست د فرهنګي چارو مشاور، لیکوال او کره کتونکی ښاغلی زرین انځور وو او د کډونوالو په توګه د المان مېشتو افغان پوهانو او مخورو افغانانو تر څنګ له بلجیم څخه د افغان کلتوري بهیر مشر امین باوري، له هالنډ څخه د لراوبر مشر عبدالله احسان او د هیله ټلویزون مشر خوشال انځور هم په دې غونډه کي برخه لرله.
د غونډي پیل د قرآن کریم په تلاوت پیل او بیا ټولو حقدارانو و هیوادوالو ته د دعا په ویلو، په ځانګړې توګه ښاغلي انځور صاحب ته د هغوی د خدای بخښلي پلار او د اکا زوی دواړو د مړیني له امله د تسلیت مراتب څرګند کړل.
ورپسې د افغانستان دکلتوري ودي ټولني مشر ښاغلي سید حسن پاچا د تېر یو کال دپاره د ټولني لخوا د شاوخوا دوه سوه خپرو سوو کتابونو د برېښنايي کیدو او راتلونکو چارو په اړه خبري وکړې.
ورپسې د ولسمشر محمداشرف غني د فرهنګي چارو سلاکار ښاغلي زرین انځور څخه هیله وسوه چي د هیواد پر روانو حالاتو او په ځانګړې توګه د سولي د پروسې په اړه چي د ټول ملت غوښتنه ده، رڼا واچوي.
وروسته په نوبت سره دغونډي ټولو ګډونوالو پخپل نوبت سره په فرهنګي او روانو چارو خپل نظریات، وړاندیزونه او ځیني اندېښنې شریکي کړې، په ځانګړې توګه د ولس او ولسمشر تر منځ د رابطې د پڅوالي یا نه شتون پر موضوع ډیر تمرکز وسو چي د مجلس په نظر پایلي یې روان بحران نور هم پېچلی کولای سي.
په غونډه کي پریکړه وسوه چي د ټولو نظریاتو او اندېښنو څخه به ولسمشر ته یو لیک چمتو سي چي د ښاغلي زرین انځور په لاس به ورته ولیږدول سي.
غونډه د حاجي شیرعلي خان لخوا په چمتو سوې مېلمستیا پای ته ورسیدله.