کور / تازه خبرونه / د کندهار د ټرافیکو پولیس له موټرانو پیسې اخلي

د کندهار د ټرافیکو پولیس له موټرانو پیسې اخلي

د کندهار اوسیدونکي وايي د ټرافیکو پولیس په هفته دوې ورځي د ښار پر سړکونو او څلور لارو په رڼا ورځ د خلکو څخه په زور پیسې اخلي چي دې کار دښار اوسیدونکي او ښار ته راتلونکي خلک ستړي کړي دي.

يادي پیسې چي هیڅ قیسم شفافیت او قتږانونیت یې څرګند نه دی د تېرو لسو کلونو څخه په ښکاره د کانټینري موټر په بهانه اخیستل کیږي چي ګواکي موټر یا ناقانونه وسایط باید جریمه سي مګر ددې وسایطو پېر و پلور او کاروبار بیا ازاد پرېښوول سوی دی.

ځایي خبریال ارغند وايي دا پېښه يوازي په کندهار کي نه بلکي د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په تخته پل سیمه کي د انځرګي د پوستې پولیس هم له هر موټر څخه پنځه سوه کلداري غواړي.
دا پيسې په دې بهانه اخیستل کیږي، چي موټر یې کانتېنري دی .

خلک له دولت څخه په دې اړه د پلټنو او ناقانونه پیسؤ اخیستلو دمخنیوي غوښتنه کوي.