کور / رسنۍ / کله به هم د خوشحالۍ خبر تر لاسه نه کړو

کله به هم د خوشحالۍ خبر تر لاسه نه کړو

ژورنالسته شاهينه شاهين چې د پي ټي وي د يوي پروګرام اينکره او تر څنګ د يوې بلوڅي رسالې مديره (مشره) هم وه

نن نامعلومو کسانو په ډزو وويشتل چې له امله يې هغې ژوند له لاسه ورکړی.
انا لله وانا اليه راجعون
د شاهينې وژل په بلوچستان آيالت کي د ژورناليزم غاړه پريکول دي. دلته به هر هغه پښتون او بلوڅ سر خوري څوک چې د قام او وطن نوم اخلي ، څوک چې د خپلو ورکو وروڼو او خويندو پوښتنه کوي ، څوک چې د بلوچستان د ګاز ، سرو او سپينو زرو تر څنګ د ګوادر د اوبو او مسلم باغ د غرو د کويلې پوښتنه کوي.

دلته يو پښتون ايم اين اے محسن داوړ د پښو ايښوولو حق نلري او نه د حيات بلوڅ غوندي تکړه زده کونکی د ژوند حق.
دلته د پښتون بلوڅ قام سرمايه تر ۹۰ زيات وکيلان بايد ژوند ونکړي او نه د ۶۰ په شاوخوا کي پوليس د دې قام د ساتني تريننګ.
دلته به هر هغه څوک سر خوري چې سر شوري.
او هغه څوک به ژوند کوي چې يس سر يس سر کوي او په‌ ښه توګه يې کوي
شاهينې ته دي لوی رب جنتونه ورنصيب کړي.
او د نورو ژورنالستانو دي خدای پاک ساتنه کوي.

احمدظاهر