کور / #PTM / د شکتوی سیمي پر توکم وژني د پي ټي ایم یورپ احتجاجي غبرګون

د شکتوی سیمي پر توکم وژني د پي ټي ایم یورپ احتجاجي غبرګون

#StopStateTerrorismInShaktoi

د لوی څښتن په سپيڅلي نامه

نېټه: 7 سپټمبر ۲۰۲۰

د جنوبې وزيرستان دشکتوى سيمې د توکم وژنې او ظلمونو په غبرګون کې د اروپا د هغمږۍ کمېټي اعلاميه:

پر ځورېدلي پښتون ملت د هغه پر خپله خاوره د پاکستاني رياست د ظلمونو لړۍ تر اوسه روانه ده.
پرون يو ځل بيا د جنوبي وزيرستان د شکتوى د سيمې ولسي وګړي، ماشومان، نجوني، هلکان، ميرمنې، سپين ږيري او حتا کورني حيوانان د پاکستاني پوځ لخوه سخت وربړول سول، و يې ترهول، تشدد يې تر دې بريده پرې وکړ چې د برېښنا کرنټونه يې خلکو ته ورکړل.
د پاکستان پوځ کور په کور ګرځي، هر چاته هر ډول سزا ورکوي، پوځ او استخبارت آزاد خبريالان سېمې ته نه پرېږدي، په سيمه کي څوک له کوره نشې وتلاى، په کورونو کي بندي ښځي او ماشومان په ويره او ډار کې د خپل مرګ شېبې شماري.
موږ د پاکستاني پوځ دغه بشري ضد کړني په سختو ټکو غندو او پر نړيوالو بشري سازمانو، اروپايې هېوادونو، خيريه موسسو غږ کوو چې د پاکستان پوځ د ظلم لاس د بې وزله او بې دفاع پښتون ملت له ظلمه ونيسې.
موږ به خامخا خپل غږ دنړۍ تر ټولو حکومتي او شخصي ادارو رسوو.

په درنښت
د پي ټي ايم اروپا د کؤرډنېشن کميټې د اړيکو څانګه

Pashtun Genocide in Shaktoy Waziristan by Pakistan army

PTM Europe Statement-crackdown-Shaktoi-Pashto