کور / #PTM / د پي ټي ایم مقابل کې د ریاست نوی چال/ ګېم!!!

د پي ټي ایم مقابل کې د ریاست نوی چال/ ګېم!!!

‎ریاست غواړي چې پي ټي ایم په یو داسې چال کې راګیر چې د پي ټي ایم غوښتنې نړۍ ته غلطې ثابتې کړي خو دا چې د پي ټي ایم بنیاد له رښتېاوو جوړ دی او خپلو غوښتنو کې یې لومړۍ غوښتنه د رښتېا ویلو کمېشن جوړ دي نو هیڅوک نشي ثابتولی چې دا سپېڅلی تحریک دې په بې ځایه پروپګېن‌‌‌‌‌‌ډو کې راګیر کړي، ریاست پرون د خپلو چمچو په لاس یو نوی ګېم شروع کړ چې شروع یې د صوبائي اسمبلۍ غړی اقبال وزیر په خوله شروع کړه، اقبال وزیر پرون په اسمبلۍ کې د نېنشل پارټۍ د ویاړلي مشر سردار حسین بابک خبرې دروغ وګڼلې او وې ویل چې وزیرستان کې هیچا سره فوځ ظلم ندی کړی، او دا خبره د ریاست ټولې غلامې میدیا خپره کړه خو د پي ټي ایم تکړه او باشعوره ځوانانو ریاست ته داسې شرموونکې ماتې ورکړه او هر ظلم یې په ثبوت د سوشل می‌‌‌‌‌‌ډيا په زور ښکاره کړ، دا دی څو ساعته مخکې یې د پي ټي ایم شکتوئۍ د مشر د شهادت یو غلط خبر خپور کړ او د خپلو فیک اکاونټونو په مرسته یې ورباندې پوسټونه وکړل چې خدای ج مکړه سخي مرجان فوځ شهید کړی تر څو دوي د پي ټي ایم ځوانان غلط کړي چې دوي هم دا خبر نشر کړي او پدې برخه کې که څه هم لږ کامېاب شول ځکه چې د پي ټي ایم ځينو مخکښو ځوانانو دا خبر شېر کړ، تر څو دنیا ته وښئي چې پي ټي ایم دروغ وایي دادی سخي مرجان خو روغ دی او په ډاکټر مرجان باندې په زوره ویدیو هم جوړه کړې وه چې ‌‌‌‌‌‌ووایي چې ماته فوځ هیڅ ندي ویلي او زه رک روغ یم خو د پي ټي ایم د سوشل می‌‌‌‌‌‌ډیا ټيم په یو ساعت کې خپل معلومات وکړ او خپلو ملګرو ته یې د رېاست دا مکاره هڅه ورښکاره کړه او دا پروپیګن‌‌‌‌‌‌ډه یې هم ورناکامه کړله.
‎ریاست غوښتل چې د اقبال وزیر هغه خبرې په رښتېا تبدیلې کړي کومې یې چې پرون اسمبلۍ کې کړې وې خو خوشبختانه چې د پي ټي ایم ځوانانو ورناکامې کړلې.
‎وېاړم د پي ټي ایم په باشعوره ځوانانو
‎ان شاءالله بریا ستاسو ده.
‎عبدالقهار همت