کور / تازه خبرونه / د مومندو زیارت غر د نړیدؤ له امله دیرش کسان شهیدان تر شلو ډیر ورک دي

د مومندو زیارت غر د نړیدؤ له امله دیرش کسان شهیدان تر شلو ډیر ورک دي

له پښتونخوا څخه پرله پسې زړه بوږنوونکي خبرونه راځي.

تېره ورځ د محکومي پښتونخوا د مومندو زیارت غر د نړېدؤ له امله تر اوسه دیرش کارکوونکي وژل سوي او تر شل ډیر تر لویو کاڼو ګارو لاندي دي.

ولس په لاسونو د مړو او زخمیانو را ایستلو هڅي کوي خو هغه تېږي په لوډر هم د ښورولو نه دي.

دولت تر اوسه پوري ورته د ژغورني ټیم نه دی لیږلی نه هم مشینري ورته رسول سوې ده.

دلته په سلګونو کسانو کار کاوه چي له بده مرغه د ژغورني هیڅ ډول لاري چاري ورته نه وي سنجول سوي.

د قربانیانو کورنۍ له دولت او نړیوالو مرستندویه ادارؤ د ژغورني د ژر تر ژره مرستي غوښتنه کوي.