کور / تازه خبرونه / د مومندو ماربل نړیدلي غر څخه یو کس ژوندی را و ایستل سو

د مومندو ماربل نړیدلي غر څخه یو کس ژوندی را و ایستل سو

د یوې ورځي او شپې په تیرېدو وروسته د ځايي خلکو د ژغورني د هڅو په نتیجه کي د مومندو زیارت غر، د ماربل کان د نړیدلو لویو څمڅو څخه یو کس ژوندی را و ایستل سو.

دا کان پرون ونړیدی چي تر اوسه د دیرشو کسانو مړي ترې را ایستل سوي دي خو تر شل زیات کسان اوس هم نادرکه دي.

د تېږو ټوټې دومره لويي دي چي بېله ماشین الاتو ورته ښور هم نسي ورکول کیدای.

دولت تر اوسه د اړتیا وړ ژغورني مرسته نه ده رسولې.

داسي اټکل کیږي چي که د ژغورني بیړنۍ مرستي ورسیږي ښايي نور کسان هم ژوندي وژغورل سي.