کور / تازه خبرونه / پکتیا کې د طالبانو بریدونو کې ١٢ ماشومان ټپیان شوي

پکتیا کې د طالبانو بریدونو کې ١٢ ماشومان ټپیان شوي

د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ کې طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو د هشتاد دو برید کړی چې له امله یې د سیمې ١٢ ماشومان ټپیان شوي.

د پکتیا امنیه قومندانۍ یاده پېښه تأییدوي او زیاتوي چې ټپي شوي ماشومان له دیني مدرسې نه د کور پر لاره وو چې د طالبانو برید کې ټپیان شوي.