کور / روغتيا / ‎د پوستکي په ناروغیو کي د لېزر کاروَنه او له دې نوم څخه ناوړه استفادهٔ

‎د پوستکي په ناروغیو کي د لېزر کاروَنه او له دې نوم څخه ناوړه استفادهٔ

ډاکټر عبدالرزاق حرمان- د پوستکي ناروغیو متخصص

‎لیزرونه د شلمي پیړۍ په سر کي د طبی پروسیجرونو لپاره وکارول سول چی په لومړي سر کی صرف د انساجو د لیري کولو لپاره ترې استفاده کېدل ، په ورستیو وختونو کي لېزرونه په ډېرو طبي بخشونو کی د استفادې وړ سوی دي چی یو یې هم جلدي بخش دی ، د مختلفو جلدی امراضو لپاره مختلف لیزرونه سته ، خو لکه څرنګه چی ددوا کیفیت ډېر مهم دی همدا شان د لېزر کیفیت هم مهم دی او په نور هیوادو کی لکه درمل لېزرونه هم تر جدي څار وروسته هیواد ته داخلېږي ، خو په افغانستان کی لکه څنګه چی درمل نه کنترولېږي لېزرونه هم هیڅ نه کنترولېږي ، افغانستان ته وارد سوی 99% لېزران ډېر ټیټ کیفیت لري ، دا چی لیزر د شعاع په واسطه د انساجو د لمنځه وړلو یوه طریقه ده نو که چيري یو نسج په صحیح ډول له منځه ولاړ نه سي او په حجرو کي هغسي تغیر راولي چي د نورو امراضو سبب ګرځي ډیر بد عواقب درلودای سي ، حتا په ځینو وختونو کی د جلدی سراطانونو سبب ګرځي ، د ښه کیفیت لېزر هم د ښه کیفیت درملو په شان لوړ قیمت لري چی د افغانستان ډاکټران په عموم ډول ډېر مصرف نه کوي د مثال په ډول د ورېښتانو د ليري کولو لپاره لېزر

‎ الکسانداریت

[755 nm ]

‎د شل زره او دېرش زره دالر تر منځ قیمت لري ، په افغانستان کی 80 فیصده جلدي ډاکټران د ورېښتانو د لېري کولو لېزران لري خو چی کله فکر وسي ددوی ټوله معاینه خانه یا کتنځای په شل زر ډالر نه ارزي او محترم ډاکټر صاحب به اته رقمه لېزران لري . په افغانستان کی د لېزر کلمه عام انسانانو ته یوه جادویې کلمه د هرڅه سره چی لېزر یو ځای سي دوی فکر کوی چی د مریض علاج مي په عصري ټکنالوژي سرته رسوي ، خو داسي نه ده یو دا چی لیزر نسته ځني ډاکټران خو ساده لایټ او یا الکترو کاوتري ماشین چی د برق په ذریعه د انساجو پرې کول وي د لېزر په نامه عام مریضانو ته معرفي کوي دوهم که کوم ډاکټر لېزر راوړئ وي هم د لېزر کیفیت یې دومره ټیټ وي چی د ګټي پر ځای یې تاوانونه تر حد ډېر وي او یا هم د څو کلنو تر تېرېدو وروسته یې حجرې داسي تغیر وکړي چی د جلدي سرطانونو سبب سی .

‎ د امریکا

FDA ( Food and drug administration)

‎اداره

‎لکه څرنګه چی درمل تایدوي هماغه شان لېزرونه هم تایدوی ، هغه لیزرونه چی کیفیت یې ټیټ وي په هیڅ صورت ګټه نه کوي حتا په ځني مواردو کی ډېر بد عواقب لری

‎حل لاره يې څه ده ؟

‎د افغانستان په سطحه ټول جلدي ډاکټران باید دا خپل وجداني وظیفه وبولي چي مریضانو ته لېزر ، د لیزر کیفیت چی دوی یې کاروي ، د لېزر جانبي عوارض ، په صحیح ډول تشریح کړی

‎مریضان باید د خپل ډاکټر څه د لېزر د ډول او قیمت په اړه مالومات تر لاسه کړي او بیا هغه د محترم ډاکټر صاحب د معاینه خانې ، شفاخانې او یا کلنیک سره مقایسه کړي چی په دومره لوړ قیمت لېزر دده تر کتنځای ګران او لوړ دي که نه

‎د ټولو عمومی ډاکټرانو دا مسولیت دی چی عام خلګ د لېزر په اصلي حالت او کیفیت پوه کړي، که چیری عامه پوهاوی ونه سی خدای مکړه څو کلونه وروسته به د پوستکي سرطان د افغانستان د سرطانو په سر کی وی

د صحت عامی محترم ریاستونه باید د ټولو جلدی داکتر انو لیزرونه جدی وڅاری او که چیری د ټیټ کیفیت لرونکی لیزرونه وی باید داکتر مجازات سی

‎ستاسی درنو لوستونکو دا وظیفه ده چی زما دا پیغام تر ټولو خلګو ورسوئ تر څو وکولای سو ددې مشکل مخنیوی په ګډه سره وکړو.