کور / تازه خبرونه / پنتاګون : موږ ۹۰ نه بلکی ۵ ملکی خلک وژلي دي

پنتاګون : موږ ۹۰ نه بلکی ۵ ملکی خلک وژلي دي


واشنګټن پوسټ نن د پنتاګون د یو رسمي مقام جنرال مایکل میولن ( یعني په افغانستان کي د امریکایي قواوو قوماندان) له قوله ولیکل چی موږ د ملګرو ملتونو او افغاني چارواکو د ادعاګانو پر خلاف په شینډنډ کی ۹۰ ملکي کسان نه، بلکي صرف ۵ کسان وژلي دي او نور ټول طالبان وو . دغه جنرال زیاته کړه چی د دې هوایی حملې په ترڅ کی موږ د طالبانو د یو قوماندان په شمول ۲۵ جنګیالي وژلي دي او پنځه نفره هم ملکی کسان دي . جنرال میولن د دې ملکي انسانانو د وژلو په هکله ( که آن هغه د ده په قول پنځه کسه هم وي) هیڅ معذرت ونه غوښت او نه یې هم د ده د ادعا له مخي د وژل سوي طالب قوماندان نوم ذکر كړ.