کور / تازه خبرونه / لر افغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه

لر افغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه

 په دره اّدم خيل كښې دامنيتي ځواكونوپرمركز په ځانمرګو بريدونو كښې دبريدكوونكو په شمول پنځه تنه مړه او دامنيتي افسر په شمول 37 سرتيري ژوبل شول دخبر ترمخه دكوهاټ ټينل په شمالي برخه كښې د امنيتي ځواكونو پركيمپ په درې له باروتو ډكو موټرانو كښې سپرو ځانوژونكو دبريدهڅه وكړه مركزته ننوتلوسره امنيتي ځواكونو ورباندې ډزې وكړې او موټر سرتيرو ته تر رسيدو وړاندې وچاوديده بل موټر دسرتيرو دمركز له ديوال سره ټكر شو او چاودنه يې رامنځته كړه او دريم موټر ځانوژونكى په روغ حالت كښې پريښود او په خپله وتښتيدى په چاودنو كښيÚ ¯ ديوه ټرك چلوونكي په شمول پنځه تنه مړه او د كوهاټ ټينل دساتو نكو افسر انسپكټر وليم جونسن په شمول 37 سرتيري ژوبل شول دغه بريد لږ وړاندي داّدم خيلو په دره كښې  پرلويه لار دوه پلونه په بمونه والو زول شول چې له امله يې دكراچى او پيښور ترمنځ مخكنۍ لار بنده شوه.




وزير اعظم يوسف رضا ګيلاني وايي پيپلزګوند دبرطرف قاضيانو بيرته پركار كولو ملاتړ كوي او مونږ دقاضيانو دبيرته بحاله كولو له ژمنې څخه نه يو اوښتي خو دقاضيانو دبېرته پركاركولو لپاره څرګنده نيټه نشو ټاكلې دكراچۍ پرهوايي ډګر لومړي وزيرخبر يالانو ته وويل  مسلم ليګ \”ن\” د ايتلاف برخه پاته شويدى دمحترمه بې نظيربوټو او اصف زرداري سره يې ښې اړيكې ساتلې وې وزيراعظم دامنيت په هكله ديوې پوښتني په ځواب كښې وويل كه وسلوال وسلې وغورځوي نوحكومت  ورسره خبرو اترو ته چمتو دى په قبايلي سيمو كښې ګوريلاجنګ روان دى چې زر يې دختميد
 و امكان نشته.




دمسلم ليګ \”ن\” مخكښ چودري نثار غوښتنه كړې چې په باجوړ ايجنسۍ كښې دي عمليات زرتر زره بند كړل شي دپارلمان ومخته  شاغلې نثار خبريالانو ته وويل چې د ولس مشرۍ ټاكنو ته \”ن\” ليګ دخپل ګوند كس ندى نومولۍ يو داسي كس  نومولي دى چې هغه دټولو هېواد والو خوښ دى چودرى نثار دروغې جوړې پر سياست ټينګار كولو سره ويلي دي چې  دغچ اخستنې او مخالفت سياست هېواد ته زيان رسولې شي.




حكومت په قبايلي سيمو اوسوات كښې دوسلوالو پرضد داوربند اصولي پريكړه كړيده ويل كيږي دغه پريكړه به په څو ساعته كښې دننه اعلان شي دشخصي ټلويزون دراپورترمخه حكومت دباجوړ په شمول قبايلي سيمو او سوات كښې داوربند كولو په پريكړه دقبايلي سيمو څخه دقامي اسمبلۍ منتخب غړي خبر كړيدي او امكان لري چې پردغه اوربند به دكوچنى اختر ترلسمې ورځې پورې عمل وشي او داوربند په هكله وزيراعظم دپاك پوځ لوى درستيز ته باور وركړى دى ويل كيږي  د وزير اعظم لخوا داوربند دمنظوري وروسته به دفاټا دغړو سره پريوه لوظنامه لاسليك وشي.




دپا كستان حكومت وايي نور ددې توان نه لري چي افغان كډوال په خپله خاوره كښې وزغمي خو دكډوالو تر2009 پورې دبيرته ستنيدو كومې نښى نښاني نه ښكاري دپاكستان د سدى چارو وزيرنجم الدين خان دافغان كډوالو له پاكستان څخه بيرته ستنيدلو دچارو جاج اخستلو لپاره درې اړخيزه كميسون غونډې ته په وينا كښې وويل حكومت نور افغان كډوالو نشي زغملې نو موړى دپاكستان څخه  ستنيدونكو كډوالو لپاره په افغانستان كښې زمينه برابرولو غوښتنه وكړه پدغه وخت افغان سفير شير محمد وويل په افغانستان كښې دامنيت ټينګښت دافغان كډوالو په بيرته ستنيدنه پورى اړه لري د
 امنيتي ستونزو له امله دكډوالو په بيرته ستنيدلو كښې ستونزي رامنځته شويدي دپاكستان حكومت  هم پدې خبر دى چې دغه پروسه د2009 پورې نشي بشپړه كيدى.




دكرمې ايجنسۍ په سيمه كښې لاتراوسه دوينو توده لوبه روانه ده او دواړو لورو ته پښتانه وژل كيږي د تازه رپوټونو ترمخه  دكرمې په انرزى سيمه كښې طوري قبايلو دمخالف ګروپ دبريدلويه هڅه شنډولو سره درې تنه بريدكوونكي وژلي دي او شپږ يي ژوبل كړيدي ويل كيږي په انرزى كښې وسلوالو دبنګښ قبايلو په ملاتړ پرطورى قبايلو بريدوكړ او په ځوابى بريدكښې درې تنه بريدكوونكى ووژل شول دسيمې يو تن نامتو ديني عالم علامه محمد نواز عرفاني دطوري قبايلو لخوا داوربند داعلان بر سيره دمخالف لوري لخوا بريدونه دافسوس وړ بللى دي اوله حكومت څخه  يي دوسلوالو پرضد دعملياتو غوښتنه كړيده.




د امريكا متحده ايالاتو دجمهوري رياست ټاكنو ته د ډيموكراټ ګوند كانديد بارك اوباما وايي غواړم چې دافغانستان مسئله زر تر زره حل شي  كه ولس مشر شوم نوله عراق څخه  به ځواكونه وباسم او افغانستان ته به يې وليږم بارك اوباما دمتحده ايالاتو پرولس مشر بوش باندې سختې نيوكې كړې او موجوده شخړې يي دده دناكامه تګلارو پايلي بللې دي په ډينورانوسيكو لوبغالى كښې د ډيموكراټ ګوند دملى كانګرې په دستوره كښې څلوراتيا زره پلويانو ته په وينا كښې ښاغلى اوبا ما وويل اوس  وخت راغلى دى چې تاوانونه په ګټه بدل كړو او دامريكا اخلاقى حيثيت بيرته بحاله كړو.




دسر حد ګورنر دپخوا په شان يوځل بيا انديښنه ښودلې ده كه چرته حالاتو ته پاملرنه ونشوه نوهغه وخت ليرى ندى چې پاكستان كښې به هم دعراق يا افغانستان په شان حالات رامنځته شي په پيښور كښې دقيمتي ډبرو دنما­ش يوه دستوره كښې دوينا پرمهال دسرحد ګورنر اويس احمد غني له عوام څخه دوسلوالو اورپكو پرضد دهمكارى غوښتنه كړيده ښاغلى غني پدې نظر دى چې دحكومت دهلو ځلو په نتيجه كښې دصوبه سرحد عوام داورپكو پرضد منظم كيږي اويس غنى وايي وسلوال دتشدد عملياتو سره داسلام كوم خدمت نشي كولې.




دسوات په سيمه پيوچاراوشكى كښې دجنګى الوتكو دبمبارپه ترڅ كښې ديرش تنه مړه او ګڼ ژوبل  شويدى دپوځ دبيان ترمخه په هوايي بريد كښې ټول وسلوال شرخوښي وژل شويدي دراپورترمخه  جنګي  الوتكو دطالبانو پرپټځايونو باندې بمبار وكړ دطالبانو وياند حاجي مسلم خان وايي چې تر اوسه ورته دمرګ ژوبلې خبر ندى رسيدلى خوكيداى شي چې مرګ ژوبله اوښتې وي.