کور / #PTM / پنجابي پوځیانو په وزیرستان کي لاریون کوونکي ایسار کړي دي

پنجابي پوځیانو په وزیرستان کي لاریون کوونکي ایسار کړي دي

تر هغه وروسته چي د وزیرستان په شکتوی کي پنجابي پوځیانو شاوخوا دوه سوه کسان له کورونو و ایستل او هر ډول ظلم تشدد یې پر وکړ د وزیرستان د بېلابېلو سیمو اوسیدونکو په سوله ایز احتجاجونو لاس پوري کړ او د لاریون په بڼه د شکتوی خواته روان سول.

پاکستاني پوځ د جنوبي او شمالي وزیرستان پر منځني چیک پوست، شکتوی ته تلونکي لاریون کوونکي درولي دي.دا سوله ائیز لاریون د…

Posted by ‎Larawbar.com لراوبر‎ on Thursday, September 10, 2020

اوس د پرون راهیسي داسي خبرونه دي چي پوځیانو په بېلابېلو نقطؤ کي پر چیک پوستونو د لاریون کوونکو د تګ مخه نیولې ده او غواړي حالات د تشدد خواته بوځي.

پنجاب چي له پخوا په سیمه کي د ټیلفون، موبایل او  انټرنټ اسانتیا قطع کړې ده. دچارو څارونکي د بشري حقونو پر ادارؤ ږغ کوي چي ژر تر ژره دپاکستان پر دولت ږغ وکړي چي د لاریون کوونکو لاره خلاصه کړي او د هر ډول تشدد د مخنیوي ډاډ ورکړی.