کور / #PTM / دولت له محکمې غوښتي ول چي د منظور پښتين ضمانت رد کړي

دولت له محکمې غوښتي ول چي د منظور پښتين ضمانت رد کړي

دولت د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتين د ضمانت ردېدلو غوښتنه کړې وه خو د منظور پښتين د پي ټي ایم ملګرو وکیلانو په قانوني هلو ځلو نن د پېښور ستري محکمې د دولت دا غوښتنه رد کړه او د منظور پښتين ضمانت یې قانوني وباله.

د پښتون ژغورني غورځنګ ملګري او ملاتړي د پېښور قاضي په دې پریکړه خوشاله دي او پر ټولنیزو رسنیو یو بل ته مبارکۍ ورکوي.

د پښتون ژغورني غورځنګ د پښتنو د قانوني او انساني حقونو ته د درناوي په لاره کي مزاحمتي تحریک دی چي د پنځو غوښتنو سره راپیل سو خو اوس یې د غوښتنو شمېر ډیر سوی دی او د پنجابي پوځ لخوا پر پښتنو د تشدد روان حالت به ددې غورځنګ غوښتني نوري هم ډیري کړي او نور به هم د پښتنو افغانانو د پاملرني او ملاتړ وړ وګرځي.

دا غورځنګ په پښتونخوا، افغانستان او نړۍ کي په ګڼ شمېر ملاتړي لري.