کور / تازه خبرونه / پنجابيان د کوئټي پر لاره د پښتنو مساپرو سره ناروا چلند کوي

پنجابيان د کوئټي پر لاره د پښتنو مساپرو سره ناروا چلند کوي

پاکستاني پوځیان د چمن او کوئټي تر منځ پر چیک پوستونو د مساپرو سره ناوړه او غیر انساني چلند کوي.

پر دې لاره د مساپرو کړول هغه وخت نور هم زیات سول چي په چمن کي ناست پرلت پاکستان دولت او پوځ پر ډیورنډکرښي د سپین بولدک چمن تر منځ غځیدلي لاري پرانیستلو ته مجبور کړ.

د چمن وېش دروازې د بیرته خلاصیدو پر مهال د ایف سي مشرانو ژمنه کړې وه چي د تزکیرې او شناخته کارټ په لرلو به مساپرو به مساپر نه ځوروي خو ددې سره سم یې دچمن او کوئټي ترمنځ پر چیک پوسټونو د ناروغانو، ښځو، ماشومانو او ضعیفو خلکو ازار او کړول څو برابره ډیر کړي دي.

یوه عیني شاهد لراوبر ته د پرون ورځي حال داسي ووایه:

د څو ورځو راهيسي د کوټې او چمن پر لويه لاره د ګړنګ د ایف سي چيک پوسټ، سيد حميد کراس ايف سي چيک پوسټ، او د بلېلي د ايف سي پر چيک پوسټ هره ورځ او شپه په سلګونو کسان د شناخت کارت نه درلودلو په بهانه راکښته کوي، څوک پېښور ته څوک د کوټې کېنټ ته او څوک د چمن پوځي قلعې ته لېږي، له هغه وروسته بيا مالومات نسته چې بنديان کوي يې جرمانه کوي يې او که يې څه به کوي؟

د چمن یوه بل اوسیدونکي چي کوئټي ته سفر کاوه د سترګو لیدلی حال وايي: نه نر بخښي نه ښځه نه سپين ږيري او نه ناروغان د لوی افغانستان خلکو څخه تزکيرې وي پر هر چيک پوسټ په ساعتونو ساعتونو موټران ولاړ وي چې ترڅو دا بې شناخت کارته او بې پاسپورټ خلک ونيسي ښځي په موټر کې پاتې شي نارينه تري بوځي يا ښځي او ماشومان هم له موټره ښکته کړي يو بل ډول عذاب دی.

ځیني داسي اوازې هم سته چي د ایف سي کسان د مساپرو سره داسي چلند هم کوي چي د سیمي د کلتور، رواج او ارزښتونو سره ښکاره ټکر لري چي له دې امله یو شمېر مساپر او د پېښو عیني شاهدان د ذهني نا ارامۍ احساس کوي.

د چارو څارونکي وايي په سیمه کي د سیاسي ګوندونو مشران، د بشري حقونو د څار ادارې او افغان دولت ته په کار دي چي په دې اړه دپلټنو او قانوني کړنو غوښتنه وکړي.