کور / سياسي / پر امرالله صالح برید تر شا د چا لاس دئ؟

پر امرالله صالح برید تر شا د چا لاس دئ؟

عبدالمجید ارغستانی

دا معلومه ده که طالبان دي که داعش او یا هم القاعده د هرې حملې پل د راولپنډۍ مرکزي قرارګاه ته رسیږي،خو ځیني خونړۍ حملې مستقیمآ د پنجاب د مرکزې قوماندانۍ له خواطرح، پلان ،تجهیز او عملي کیږي.پاکستان په وروستیو کي د افغانستان لپاره یوه نوې طرح امریکا او د قطر دولتونو ته سپارلې ده او دا د دوی په اصطلاح” لار نقشه”یې د اسد دُراني (د آی،اس،آی د پخواني مشر)په خوله تر رسنیو ور رساوه.په نوې لار نقشه کي پاکستان وړاندیز کوي چي امارت وي،جمهوریت یا امامت ،د دوو خواوو (طالبان او شمالي تلوالي)تر منځ دي جوړ سي.د آی،اس،آی او پنجاب دلایل دادي چي:
-دا دواړي خواوي د جګړې اصلي طرفونه دي.
-دواړي خواوي اسلامي او جهادي تنظیمونه دي.
-د افغانستان قومي او ژبنۍ کیسې هم د دې دواړو په ترکیب کي حلیږي.
څو نور لاملونه یې هم وړاندي کړیدئ.
اما پاکستان د دې وړاندیز تر شا څه ګټي ویني؟
-پاکستان فکر کوي نه طالبان او نه شمالي ټلواله د ډیورند موضوع را پورته کوي.
-داسي ترکیب به لسیزي نور هم د اوبو د مهارلو پلان څه چي فکر هم ونکړي.
-په اقتصادي لحاظ به افغانستان همداسي ضعیفه وساتل سي چي د پاکستان لپاره به مصرفي لوی بازار وي،او د خامو ارزانه موادو ګدام .
-په نړیوال (بهرني سیاست )کي به افغانستان د نړیوالو له پامه غورځیدلی وي او پاکستان به په خلاص مټ استعمالولای سي.
………….
کیدای سي د ټلوالي یو شمیر غړو د هوکړي سر هم ښورولی وي،خو د امرالله صالح وروستۍ مرکې او څرګندوني د پنجاب واکداران د خوبه ویښ کړل او قهر غوسه یې دومره غالبه سوه چي ورځې او هفتې خو څه چي ساعتونه یې شمیرل تر څو امرالله صالح ته ور پوهوي چي موږ دا ۴۰ کلنه جګړه د دې لپاره نده رهبري کړه چي ته د ژمني پایتخت (پیښور)خوبونه لا وینې.
پاکستان لومړنی هیواد وو لکه څنګه چي دا حمله په بیړه پلان کړیوه ،همداسي په بیړه یې وغندل،او ور پسې طالبانو یې په انکار کي ځنډ ونه کړ