کور / #PTM / یوه بله سیاسي پوښتنه: څنګه کولای شو افغانستان د نړیوال شر له منګولو وژغورو؟

یوه بله سیاسي پوښتنه: څنګه کولای شو افغانستان د نړیوال شر له منګولو وژغورو؟

ع . رشید  دنهرو پوهننون استاد

                     تاریخ زموږ په وړاندې دی ، زموږ د ژوند او کارنامو ، بریو او ناکامیو، غمیزو او خوشالیو هرڅه زموږ په وړاندې ږدي  او په بې صبرۍ سره هیله کوي چې باید له هغویې زده کړو اودهغو په رڼا کې د خپلې راتلونکې په لورډاډمن ګام اوچت کړو. له بده مرغه  چې نن سبا موږ د یوه تجربه شوي تاریخ په رڼاکې نه بلکی دیوه نا سنجول شوي پردي پلان له مخې ملي مسایلو ته اوږې ورکوو، همداده چې له لنډې مودې پرمختګه وروسته ، دبیلابیلو عواملو له مخې په خپلو ژمنو کې پاتې راځو، د افراط او تفریط منګولو ته لویږو، چې په دغه کړن سره بې له شکه هغه څه پرخپلو راتلونکو باندې ورتپوچې هم هغوی ته اوهم موږ ته له شرمه پرته بل څه نه ترې جوړیږي او نه مو دهیلواو ارمانو کاروان دبري وروستي تم ځای ته په امن او خواخوږۍ سره رسیږي . ځکه چې موږ تیروتنه پرتیروتنه وراچوو، پرتاریخي حقایقو دجهالت پرده غوړوواوځان ته په څپاندو اوبو کې د لوټو په ایښودلوسره وروستي منزل ته د رسیدو خیالي اوخرافي خوبونه وینو.

    وګورئ څلویښت کاله شول چې موږ مرو ، موږ تیرایستل کیږو ، څلویښت کاله شول چې پرموږ پردۍ تیورۍ ، پردې ایدیالوژۍ ، پردې ارمانونه،پردۍ وسلې او پردې بمونه له یوې خواتپل کیږي او له بلې خوا په عملي توګه راباندې ازمویل کیږي ، یوغم ، یوه غمیزه لا پای ته رسیدلې نه وي چې بله سرراپورته کړي ،هره ورځ دتیرې ورځې په ارمان وو ،دا ځکه چې موږ له ځان ، ژوند اوحقایقو سره عقلاني چلند نه کوو، انسان او انسانیت په معاملو خرڅوو، یوازې دځان په فکرکې یو اوځان ساتو ، ځاني حیواني هیلو ته پرانساني اوملي هیلواواړتیاووباندې لوړتیا ورکوو، په مقابل کې یې ملت اوملي جوړښت هیواد اوهیوادني ارزښتونه چې په هغو کې ددغه هیواد دهیلو تاریخ او ویاړپراته دی هغه دخلکوپه وینا داسې نه راته ښکاري لکه نصوار، موږ له ملي مسایلو سره ملي چلند نه کوو، موږ ملي ارزښتونو ته اهمیت نه ورکوو او موږ عقیدوي مقدسات  په معنوي تنده نه منواو نه یې دزړه له کومي درناوی کوو. ځکه خومو دا حال دی چې تیارد زمان د قصاب خانې په وره کې ولاړیو اوهریو، هرقام ، هره ډله اوټپله دخپل مرګ شیبې ته هریو له قومی اوعقیدوي اړیکو رانیولې بیاترانفرادي وګړو پورې شیبوته انتظارباسو، نه څه کولای شو اونه هم څه ویلای،ځکه چې مشکل په ما کې دې، وایې دمیږې یوه ورځ لکۍ پورته شوه ، وزې غږ پرې وکړ چې …دې لوڅه شوه خو د وزې چې ټول عمرلوڅه وه ، هلته بیا د سوال لپاره هیڅ هم نه وو. داکانه  پرافغان، ترټولو زیاته پرپښتون شوې، پښتون نن په هرځای کې قرباني کیږي ځکه چې  نه یو مخکښ لري اونه هم یومخکښ لارښود او رهبر، یو څو چې په دوی کېشرایطو را پورته کړل ، هغوي هم په معاملوکې ښکل شول ان تردې چې نن د پانګوال بابا پراوږو ناست دهغه دمزدورې اولاسپوڅې واکمنۍ دویاړونوډنډورې دځان په نامه غږوي … یومهال مې ډاکترنجیب الله ته په یوه غونډه کې وویل چې« دا سکاد توغندي ولې، دا هریود پښتون پرسرلګیږي، پښتون دې برباد کړ، دا وطن بربادیږي …» راته په خندا شو خوپه جدي ژبه یې راته وویل :« مه ورخطاکیږه ، پښتون نه بربادیږي اونه یې څوک بربادولای شي ، د بربادۍ لاملونه ناوړه کمزوري اونامرده پښتون استازي دي سره له دې چې زموږ په ګډون خیانت ورته کوو، خو ته بي غمه اوسه، موږ به برباد شوو، نامردان اوپردی پالي اواجیران به برباد شي خو پښتون افغان اوپرتم به یې ژوندي وي … » خوما ورسره ونه منله … اوس چې دهغه خبره را یادوم پوهیږم چې په څومره ساده موسکا کي یې څومره لویه خبره  کړې وه … که پښتون انقلاب وکړ ، انقلابی شو، که جهاد ته وټیله شو، نو بیا جهادي شو، چې طالبي سیلۍ راغله بیا طالبان جان شو، چې دخونړي امریکا خونړۍ څپه راغله بیا دموکرات شو، په داسې حال کې چې دغه یوه څپاو ته هم ټینګ نه شواو نه یي دخان ثبات په کې وموند. ددنیا هرغم چې و پرده راغی ، که روس یرغل وکړ، بیا یي هم په لاس پوڅو پښتون وواهه ، که جهاد ؟ پیل شو، مجاهد شو ، بیاهم دی په کې تباه شو ،که یې د القاعدې میلمه پالنه وکړه بیا هم دي برباد کړل شو، اودادی اوس چې نړیوال انډوخرجوړشوی له پراخې نړیوالې توطیې سره لاس اوګریوان شو ، که امریکا را غله بیایي هم  پښتون ته صوبدارصاحب ووایه او په بیواکۍ سره یې د جنګی غلام په توګه کار ترې واخیست چې تراوسه هم دغه چار روان دی خویوچا هم ورته ونه ویل :

چا درته وې چې زړه کې ځای ورکوه    – سلیمه کورته د بلا راوسته

داټول هغه څه اوهغه څوک وو چې راغلل، ویې وژل ، لوټ یې کړل او اوس دادي بیرته دځان له پاره د اوړو پزه جوړي او ځان دجنایتونو له صحنې وباسي، رښتیا باید ووایو چې، موږ له یرغلګرو څخه یوازې دهیواد بربادي زده کړه ، یوازې مودځان اوملت دتحقیراوتوهین کلچر زده کړ، ځکه خوهمداده چې تراوسه مرو، تراوسه خرڅیږو اوتراوسه دهرکس او ناکس له خوا هغه لوبي را باندې کیږي چې د پسونو په شان په رڼآ ورځ په نړیوال بازارکې معاملې ته وړاندې کیږو اوڅوک دانسان په نامه رحم نه راباندې کوي داځکه چې  :

رهبران شول  رهزنان ما درته نه وې … ؟


افغان هویت ژغورنه ، وړاندې او وروسته !

د دیورند دا خوا اوهغه خوا نه ماتیدونکي اونه بیلیدونکی ملت، هغه ځواک دی چې دوی تل د آسیایی واکمنیو په توازن او انډول کې خپل مهم ځای دځآن کړی دی ،چې ددغه کارلوی لامل دتاریخ په اوږدو کې تل لکه چې ما مخکې یاده کړه، یوه باایمانه اوپرقام مینه او سالمه افغاني رهبري وه. داسې رهبري چې لویدیز ته تربغداد او یورپ پورې ، جنوب ته دجنوبي آسیا تر څنډو پورې ، شمال ته تر مرکزې آسیا او چین پورې دیوې ستراتیژیکي اړتیا په توګه مخه وراوښته، زه له تاریخه درته غږیږم ،له بهلول لودي بیا ترشیرشاه سوري پورې،اویاهم تر میرویس او احمدشاه ابدالي پورې دوي ټول دځوانۍ په لوړواوځوښ کې د افغانانواو پښتنو مشرې ته لاس ورواچاوه. شیرشاه په  ډیره ځوانۍ کې دهندوستا واکمن شو، دده لویې اوکامیابي په دې کې وه چې دحوادثو په وړاندې یې آګاهانه، شعوري او حسابي چلند کاوه، ده ترهرڅه دمخه دیوې پیاوړې ادارې له پاره یو پیاوړي شعورلومړی ځان اووروسته خپل قوم ته ورکړ، او ټولو ته یې په ډاګه ووې چې قومیت او قبیلویت مودورکې او ماتې کندې ته وراچوي، یوملت شئ ، یوپیاوړې ځواک شئ اود یوه پیاوړي ځواک شعوردځان کړئ. چې له بده مرغه دده  پردغې میراثي وینا باندې مغلونژدې درس سوه کاله او انګریزان دوه سوه کاله واکمني وکړه ، برعکس پښتون ځان پرقومي، قبیلوي اومذهبي ماجراووباندې بوخت وساته چې تراوسه هم په خپل هم هغه ړانده فکر سره په بدبختۍ کې بوخت دي اوپه همدغه خیال کې ساتل شوی. دا ولې ؟ زه فکرکوم چې د ولې ټکي ته یوازې سترګورشاعر ځواب ویلي شي اوهغه دادی چې وایي :

منم  رهبر په خپله مخکې لاړو         خو قافله خو یې په شا  راوسته

څومره جونګړو ته د اور ورته که       چې خپل محل ته دې رڼا  راوسته

زما ټول مطلب له دغې یادونې څخه دادی چې ددغې مقدمې په ترڅ کې له خپل ځوان افغان– پښتون سره دیوې شیبي له پاره د زړه خواله وکړم ،څنګه ؟  خبره له دغې پوښتنې را پیل کوم چې ته په داسې شرایطو کې لکه چې همداسې پردې قوم راغلي څنګه کولای شې ځان ، وطن او دغه ملت وژغورې ؟ زه پوهیږم چې راته وایې به : فکرکوم چې موږ څلویښت کاله یوې لویې معاملې وځپلو ، ویې وژلواو په داسې بدمرغیویې ور واړولو چې اوس په ډاګه چغې وهو :

یوزخم نه دی چې به روغ شي        هزار زخمونه مې په زړه دي مړبه شمه

دریغه ، چې موږ چا دومره خبرې ته پریښي وای چې له زخمو مو فریاد کړی وای اود درملنې په پارمو یوڅه نړۍ او انسان ته ویلي وای. موږ ته دومره وخت چا رانه کړ، اونه تراوسه دوی زموږ په باره کې دانساني خواخوږۍ په نامه نه څه کوي او نه یې وایې … ما ته یې د باروتو غونډۍ جوړه کړې او را ته وایې ترلاندې کینه چې له اوره په امن پاتې شې ، ماته یې دنړۍ داوسنیوپرمختګونوڅخه د بمونو مورله ځان سره راوړې اودلته یې په آزموینه باندې اخته دي، موږلاهم د دوی رحم اومهربانۍ ته سترګې په لاره یو، آیا دامهرباني به کله پرموږ باندې دهغوی له خوا چې موږ ته یې دغه برخلیک لورولی دی را په برخه شي ؟  که موږ په دغه حال کې لکه چې یو داکارکله هم شونی نه دی . دماشومتوب پرمهال مې له پاچاخانه دیوې وینا په ترڅ کې  ( ۱۳۴۷ غزنی ) کې یوه جالبه کیسه واوریده ، هغه په همداسې یوه ورته حالت کې دغه کیسه یاده کړه چې : دیوه غریب سړي میرمنې له خپل غریب خاوند څخه دسرو زرو دنتکۍ غوښتنه وکړه ،او ورته ویې چې په هرډول کیږي زه نتکۍ غواړم ، نتکۍ، سړی ورته وویل چې دا غریبی اودا ستاغوښتنه ، داهیڅ شونې نه ده ، دخاوند اومیرمنې په همدغه سره دعوه وه ، هره ورځ به چې خاوند کورته را ننوتی نه و دی به نتکۍ ترغوښته ، سړی یې دومره په عذاب کړچې یوه ورځ کورته راغی کله چې میرمنې بیا نتکۍ تروغوښته ده په ځواب کې ورته وویل : پرې مې ږده چې نورنو زه ستا دپزې د پرې کولو په غم کې یم او ته رانه نتکۍ غواړې  ؟!  

زموږ خبره هم اوس پرهمدغه ځای دریدلې ده ، موږ له پردیو د رحم او مهربانۍ تمې اوهیلې ته سترګې نیولې دي په داسې حال کې چې هغوی زموږ د سروهلو اونابودۍ له پاره راغلی وو او راغلي دي اوزموږ د وینواو اوښکو پرنشه خپل خمارونه ماتوي …

زما خوږه او درنه ویاړلیه افغانه !  زه نصحت نه درته کوم ،زه پوهیږم چې ستا نیمګړي سوچ ته زمانصحت هم هسې هوایی خبره ښکاري ،ځکه چې ته ترهرڅه دمخه نه ځان پیژنې،نه خدای اونه هم دهغه لاره چاره، یوازې خپله سرټمبه ګې ښه درته ښکاري اودهغې په پوچه نشه کې په دغه یووشتمه پیړۍ کې چې ان سعودي واکمنان هم په خپل هیواد کې نارینه ووته خو پرځای پریږده چې ښځوته په کازینو اوقیمارخانو کې د جوارۍ او قیماراجازه ورکوي لاهم ډوب یې ، خدای درته وایی ، چې زده کړه وکړه چې ستا خیر په هغې کې پروت دي ، محمد ص درته وایې چې دخدای ومنه، زه یی هم درته تکراروم چې دا کاردې په خیردې، ځکه دخدای ج  لومړنی پیغام ماته هم داو چې « ولوله … » خوته څه کوې ؟   رښتیا ته غوږ نه نیسې، دزمان غږ اوغوښتنه نه اورې اونه یې منې ، په داسې حال کې چې نورباید له خپل دغه ړانده خر را کښته شې ،مورته ، خورته ،لورته  درناوی وکړه، هغوی ستا د راتلونکې ډیوه ستا په یاد بله ساتې، ښوونځي ته یې بوځه، له خطره پرته لاره وروښیه ، هغه مه خواروه، هغه لکه دخپلو نومونو په شانې درنې دي ، مور، خور لور، دخدای په هسته کړې نړۍ کې د ژوندي پږي (موجود) له پاره ترټولو خواږه او درانه نومونه اویادونه …  

ګرانه هیوادواله ، ګرانه طالبه ، ګرانه منظوره ، ګرانه روښانفکره !  

په وطن کې نوردجنګ او وژنې له پاره حوصله نشته، دومره وینې په دغه وطن کې تویې شوې چې نورنوداسې ښار، داسې کلی ، داسې مالت نه دي پاتې چې دلوی ملي ویر په ترڅ کې زموږ دځوانانو په  وینونه وي رنګ شوی، اویا به دمیندو اوخویندو نارې نه وي په کې پورته شوې، دومره کونډې اوماشومان په دغه وطن کې  په خپل سبا اوبیګاه باندې حیران دي، چې نوریې حساب دخلکوپه وینا یومستوفي هم نه شي کولای .په داسې یوه هیواد کې چې هرچا دتمې  سترګې ورته نیولې دم ګړۍ وړنه ده چې بیا په خپلوکې زورونه سره ووهو، وړنه ده چې دځاني واک په خاطردټولنې داکثریت پرهیلو او غږونو باندې خپل غوږونه کاڼه ونیسو. په تیروڅلویښتوکالوکې هیواد اوخلکو دهرچا څیره په دقیقه توګه په خپله اصلی بڼه ولیدله، ویې پيژندله، اوس موږ پردې ښه پوهیږو چې څوک څوک دي ؟ نورباید د وطن دلوړو ګټوپه خاطرله وړو ستونزو اومعاملو څخه چې پرقومی، سمتي ، ژبني بنسټونو باندې ولاړوي تیرشې، دا وطن زموږ ګډ کوردی هرچا چې قومي  او ژبنۍ توره ترملاوتړله ملت له هغه څخه دملاتړ پرځای دنفرت اعلان وکړ، زه فکرکوم دا لویه آزموینه ده چې باید زده کړه ترې وکړو اونورنو ټول دیوه افغان ترسیوري لاندې دیوه روڼ اندي خواک په توګه د افغان او افغانستان پرخوا کې ودیږو…

ګرانه روښانفکره ؟

په تیرو دوو لسیزو کې په وطن کې له مذهبه نیولې ، تردودونو، ارزښتونو، افغانیت او افغانی متقابل احترام ، مشرتوب او کشرتوب، ناریتوب او ښځینتوب، زده کړه او مسلک، کورنۍ سستم، ښوونیز سستم دا ټول ارزښتونه دیوې بې بندوباره یرغلګرې پراشوټي دموکراسئ ترنامه لاندې دیوه منظم او شعوري پلان له مخې مسخه شوي دي. په دغه ترڅ کې زما مشوره داده چې راځه نورپه خپلواکه لاره پرته له دې چې روښانفکري محاذ ته دتیرو شلوکالو بدمرغې ناروغې لکه قومي ، سمتی او ژبني ستونزې راوړاندې کړوباید یوې خواته کیږدو اوپه اوسنیوشرایطوکې دیوه واحد اوملي  تفکرتګلاره دځان اوملت په وړاندې طرح کړو، یوه خبره باید په ډاګه وکړو چې که موږ په رښتیاهم په خپل هیواد کې یو رښتني روښانفکری ځواک درلودای، نوزموږ دهیواد اوخلکو برخلیک به دکورنیو افراطي اوتفریطي  افکارو له خارجی اړیکوسره په تړاوکې تراوسني حده نه را رسیده. زه یوازې دومره وایم چې دنړۍ په هرځای کې هرڅوک له قومی ، جهادي اوانقلابی کړیوڅخه پریوخوا لږ ترلږ باید خپل غږ پورته کړئ اود وطن داوسني حالت ناوړه ډګرته راوړاندې شئ اوپه دغه برخه کې خپل دریځ ومومئ ، داسې دریخ چې وطن اوخلک له افراطیت سره دشعوري لید له مخې خدای پامانی اوځان د پردیوله شر اوشرم څخه وژغورو…  

ګرانه طالبه !

په یاد به دې وې چې کابل  ته ورڅیرمه شوې، دلوی ملت دبدمرغۍ  دپای ته رسیدنی ، په خاطرملت سندرې ته درته سرکړې چې  « طالبه ډیرمې یادیدې … » خو داځل به داسې سندره لږ له وخته مخکې وي، ځکه چې مارخوړلی له رسئ ډاریږي، زه به دې دا اتلولي هلته بي شکه ومنم چې په ملي اونړیواله کچه زه پرتا باوري شم چې دوطن کونډه مور خو به مې بیا پرچا باندې نه خرڅوې ؟ زه دامنم چې دنړۍ یوخونړۍ ځواک ته ورمخکې شوې اوځان دېستا په وینا ددې هیواد د رښتیني وارث په توګه پرې ومانه لکه چې ترومپ هماعتراف وکړچې : « موږ هم کلک خلک یواو دوی هم کلک خلک دي » داخبره تراوسه موږ په یوه دوره کې هم نه وه اوریدلې، ته امریکا ته ورمخکې شوې ، خو ترتا دمخه چې هرڅوک واکمن شول ، هغوی دامریکا له خوا رامخکړي شوي وو اوهرڅه یې دهغو په اراده ، غوښتنه پورې هم تړلي وو اوهم یې ترسره کول ، تابه د ترمپ په وړاندې په باګرام کې  زموږ په اصطلاح دواکمن دریځ دامریکایی سپاهیانو په منځ کې لیدلی وي ؟؟؟

زما داومنه چې دم ګړۍ نړۍ له ښې اویا بدې ورځې پرتا ظاهرآ حساب کړی دی، ته باید لکه د پخوا په دود د ملت پراوږو سپورنه شې، زما مشوره درته داده چې باید دولس ترشا داسې ودیږې چې څوک نوردهغو په برخلیک باندې معامله ونه کړي، تیرځل هم دغه ملت  پرتا باندې باورکړی و، خوته  پرته له دې چې دځان وزن ، ځواک او واک درمعلوم شي د ملت په اوږو کیناستې اودهغود اوږو له سره دې نیویارک ته بد بد کتل چې په پای کې یې داسې ګوزاردرکړ چې نه د ځان وې اونه هم د دې وطن ! دا ځکه چې ته خبرنه وې چې د زمان کاروان ترتا دومره مخکې روان و چې تا یې تصورهم نه شو کولای ، تا له بده مرغه یوازې ځان لیده نه جهان …  خو اوس باید ترځان دمخه جهان ووینې اوکه نه دوطن اوخلکوپه وړاندې د ژمنې اومسوولیت دغه تیږه پرخپل ځان درنه پریږده. ننئ نړۍ د علم اوتکنالوژۍ نړۍ ده ، دلته هرڅه په یوه ټڼۍ پورې تړلي دي، پرهغه څه چې ته یې باید په رمزباندې په خلاصو سترګو ځان پوه کړې ځکه چې دلته نن سبا دم اوقدم  دواړه په حساب دي، که هوښیارنه شې دغه موقتي باورچې نوم دې په نړیواله کچه یادیږي، دابه هم نوردرڅخه واخلی اوته به بیا دپولۍ پړق ته ببولالې بولې …اود قربانۍ لوی شان اودریځ به دې دجاسونوویاړ او افتخاروي … نوره دې خوښه … ؟؟؟

داهم یوه ډرامه ده اویوه ناکامه هڅه چې ویاړ اوخیربه یې زموږ پرځای پاکستان اودهغو جاسوسانو ته رسیږي ځان هوښیارکړه … نوره دخوښه !

ګرانو اوسنیو واکمنو !

تاسو خو پردې ښه پوهیږې چې د آسیا په دغه لوی زړه کې دا اوږده جګړه د څه دپاره ده ؟  څوک یې ترسره کوي اود څه له پاره ؟  هیله من یم چې نورمو دا اوسني روغ لیونتوب پای ته ورسوئ، او پردې باید ځان پوه کړئ چې دبدمرغیو په تیره څلویښت کلنه لړۍ کې له بدمرغو مشرانوڅخه تاسې هم یاست، یوازې په یوه توپیرهغه داچې ترنورو تاسو زیات له ملته لرې اویاهم ملت له تاسې لرې دی. داهم لوی واټن دې چې دهرافغان له پاره یې د بې باورئ  لویه اندیښنه را منځ ته کړې ده ، تردغې لیکنې پورې په خپل ټول لیونتوب که امریکاسل ځلې ناکام تړونونه له افراطی اونادان ځواک سره چې په نیغه دپاکستان دګټو پوښتنه ورسره لومړنۍ ده لاسلیک کړي بیا به هم دمنلووړنه وي، تاسو باید پوه شئ چې تاسوهم باید ځانونه د اوسنیو تنګواړیکوله اوسنۍ بدمرغې دایرې چې ملت اوهویت ته مو سخت زیان رسولی را وباسئ …تاسې باید ځانونه دملي منښت هغه پړاو ته ورسوئ چې خلک دباور په فضا کی درته ووایئ چې :  

پیزوان مې خړو اوبو یووړ      په غم شریکه یاره نیسه ګودرونه

اویاداچې نوره صحنه خوشې کړئ اودغه ملت خپل سرنوشت ټاکلوته په رښتینې، نه په  تقلبی توګه  پریږدئ …. !!؟؟؟

درناوی

د دوه زره شلم کال  د سپتمبر ۱۰