کور / روغتيا / ‎‎پې آر پي څه دی او زموږ ډاکټران یې څنګه ناسم کاروي؟

‎‎پې آر پي څه دی او زموږ ډاکټران یې څنګه ناسم کاروي؟

‎پې ار پي په اوسني وخت کی زموږ په ځوانانو کي ‌‌‌‌‌‌ډېر مشهور پروسیجر په ‌‌‌‌‌‌ډول پېژندل سوی دی ، چی په لویه کچه تبلیغ ورته سوی او عموما جلدي داکتران یې داسي معرفي کوي لکه کوم جادویې پروسیجر چي کولای سي ستاسي ورېښتان جوړ او د تویېدو مطلق مخنیوی کوي، په دې ‌‌‌‌‌‌ډول سره عموما د مریضانو څه په ‌‌‌‌‌‌ډېره اندازه پیسې اخیستل کېږي چی عام خلګ یې د جلدي داکترانو څه ناراضه کړي هم دي . غواړم په دې لیکنه کي په مفصل ‌‌‌‌‌‌ډول سره پې ار پي تشریح کړم او د نتایجو په اړوند یې ستاسي سره حقایق شریک کړم او وروسته به په دې اړه ولیکم چی ولي د افغانستان په سطحه دومره تبلیغ ورته کېږي ؟

ډاکټر عبدالرزاق حرمان

پې ار پي څه ته وایې ؟

‎جواب : پې ار پي یا platelet Rich Plasma ستاسی د ویني یوه برخه ده عموما زموږ په وینه کي سره کرویات، سپین کرویات او پلتلیت موجود دي په پې ار پي کي داکتر غواړي ستاسي د ویني څخه پلازما او پلتلیت جلا کړي او بیرته یې ستاسی د سر په پوستکی کی د پیچکاری د لاري داخل کړي تر څو ستاسي د ورېښتانو ریښې قوي او د ورېښتانو تویېدل مو ودرېږي ، خو ددې پروسیجر د ترسره کولو لپاره د پې ار پي خپل سنتریفیوج ماشین په کار یې ، د پې ار پيګ خپل ټیوب او خپل خاص سیرینج یا پیچکاری غواړي ، که چېري یو داکتر پورته ذکر سوی ټول شیان ولري د هغه وروسته باید داکتر د ورېښتانو د ریښو په اندازه او کمزورتیا په اړه پوره خبر وي ، که چېري یو داکتر پورته ذکر سوي ټول پروسیجرونه په ښه ‌‌‌‌‌‌ډول اجرا کړي بیا هم پې ار پي د ورېښتانو په را ختلو کي خاص رول نه لري ، یوازي کېدلای سي هغه ورېښتان چی کمزوري سوي وي لږ اندازه قوي کړي خو دا هم د امریکا د FDA

‎څه تائید سوې نه دهPrp

‎د امریکا دې ادارې یوازي مینوکسیدل او فینیستراید تایئد کړي دي چی د ورېښتانو تویېدلو او تقویت ته ګټه کوي .
‎د افغانستان داکتران ولي پې ار پي ته دومره تبلیغ کوي؟
‎په افغانستان کي د ورېښتانو کرل یا ترانسپلانت کوم مرکز وجود نه لري خو مریضان یې ډېر دي، جلدي داکترانو ددې فرصت څه په استفاده پې ار پي ته تبلیغ کړی ولي چی دا پروسیجر نسبتا اسانه دی او څوک یې پر دې داکترانو نه سي ثبوت کولای چی تاسي کم ماشینونه کاروی ، ځني داکتران د همدې مریضانو د مجبوریت څه په استفاده پې ار پي په څو څو ځله ورته کوي چی جانبی عوارض یې هم دېرېږي او هم مریضانو ته کومه خاصه ګټه نه کوي .
‎حل لاره يې څه ده ؟
‎پی ار پي په خپل اصلي حال مریضانو ته تشریح کول د داکترانو وظیفه ده
مریضان باید پې ار پي تر یو ځل اضافه ونه کړی
‎مریضان باید د داکترانو څه پوښتنه وکړي چي تاسي کوم ماشینان کاروی او څنګه یې کاروی
‎جلدي داکتران باید د صحت عامی د محترم ریاست له خوا کنترول سي او په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول د اضافي تبلیغاتو مخنیوی وکړي

‎داکتر عبدالرزاق حرمان

‎د جلدي امراضو متخصص