کور / تازه خبرونه / قمرالدین کاریز پرلت وال وايي دغوښتنو تر منل کیدؤ له احتجاجه لاس نه اخلي

قمرالدین کاریز پرلت وال وايي دغوښتنو تر منل کیدؤ له احتجاجه لاس نه اخلي

نن ماځیګر پر پنځه بجې د عوامي نیشنل پارټۍ قمردین کارېز مظاهره پر باچاخان چوک وشوه چي تلاوت کلام پاک عبدالولی خان،ویاندي جنرل سیکریټري اکبر خان وکړه، سنئیر ملګري بازخان المیار او تحصیل صدر قطب افغان خپلې ویناوې وکړې.

د نن په مظاهره کې مقررینو یو ځل بیا خپلې مطالبې تکرار کړې او د غافل او نااهل انتظامیې پر وړاندې یې خپل موقف واضح کړی او د خپلو مطالبو د تر سره کېدو او منل کېدو پورې یې د خپل سلسله وار احتجاج او پرلت دوامداره ساتلو هوډ یې څرګند کړ.

نن د سلسله وار احتجاج دېرشمه ورځ پوره شوه او تحصیل صدر قطب افغان پخپله وینا کې په ډاګه کړه چي تر څو زموږ غوښتني نه وي منل شوې موږ به ناست یو که کال وشو هم نه پر شا کېږو او نه ماتېږو او د خپلې وینا په پای کې یې و ویل چي زموږ احتجاج اوس بل پړاو ته اوښتی.د عوامي نیشنل پارټۍ قمردین کارېز ټاکل شوی ټیم/ډله به تلی بوري ته او د کمشنر آفس مخته به په پرلت کښېنستی خو له بده مرغه ګوند د خپل مصروفیت په وجه په افرادي،مالي او تنظیمي توګه بشپړ تیاري نه ده نیولې د کوم په وجه چي ګوند خپله فیصله لږ و ځنډوله او تر را روان شل تاریخه به عوامي نیشنل پارټۍ قمردین خپله افرادي، مالي او تنظیمي تیاري ونیسي او پر شل تاریخ به پر باچاخان چوک بیا یو ځل مظاهره کوي او په هغه مظاهره کې به لا بشپړ پالیسي او پلان اعلانوي او لا به د بشپړ پالیسۍ او پلان اعلانولو نېټه اعلانوي تر شل تاریخه به همدا پرلت دوام لري او بلکې پرلت به تر هغو دوام لري چي تر څو پورې زموږ مطالبې نه وی منل شوې.