کور / سياسي / طاهر خان هزاره د سياست څخه، د مالي دوکاندارۍ کار نه اخلي

طاهر خان هزاره د سياست څخه، د مالي دوکاندارۍ کار نه اخلي

نن کوټي پوهنتون کي، د عبدالناصر نويني کلنۍ داخلې له آمله، د بوختيا، ستړيا او انتظار سلا راته يوه وه، بالآخره پرلپسې ورځنۍ هڅو رنګ راوړ، که څه هم ځيني شناخته خېلو پوهنتون کي شتون درلود خو د شخصي همت له مخي مي، د همکارۍ زحمت ورنکړ ـ

ژړی ماځيګر وو چي د څه کار له آمله، د کوټي ښار مرکزي ساحې ته راغلم، که يوې خواته لمر خپلي بې سېکه پلوشې په بيړه ټولولې نو بلي خواته بيا ماښامي خپل تور څادر پر فضا د غوړېدو په دنده بوخت وو، دې وخت کي مي د ښار پر يؤ واټ چي ورباندي ګڼه ګوڼه وه، طاهر خان هزاره تر سترګو سو ـ

هزاره توکم د کوټي ښار شرقي طرف مري آباد او غربي طرف کيراني کي په منظم ډول ګڼ شمېر کي آباد دي، دلته ۲۰۱۸ميلادي کال عامو انتخاباتو کي د هزاره توکم استازو په حېث دوه اشخاص ګټونکي ونومول سو، دا وخت هزاره توکم بلوچستان ايالتي پارلمان کي دوې څوکۍ لري ـ

د کوټي پراخه سيمه کي نسبت، پښتنو، بلوڅو او اردو ژبو وګړو استوګن سيمو ته، د هزازه طبقې استوګن سيمه خواپاکې، ارامه او سوله ايزه ګڼل کيږي ـ

کوټه کي د هزاره وګړو مېشت سيمه کي درې سياسي ګوندونه، د دوی، د حقوقو لپاره جدي مبارزه کوي، دې دريو کي يؤ ګوند د هزاره سياسي کارکنان په نوم، د طاهرخان هزاره په مشري خپل سياسي فعاليت تر سره کوي، اته شپېته کلن طاهر خان چي لسم ټولګی يې د کوټي په سنډېمن سکول کي لوستی دئ، له دې وروسته يې يوولسم او دوولسم ټولګيو ازموينه په شخصي ډول ور کړې ده، د سياست پېل يې په ۱۹۷۰ ميلادي کال، د غوث بخش بزنجو له ګوند څخه وکړ ـ

وروسته يې ۲۰۱۰ميلادي کال کي د سياسي بصيرت له مخي، د خپلو هزاره وګړو، د حقوقو تر لاسه کېدا په موخه هزاره سياسي کارکنان نومي ګوند بنسټ کښېښود ـ

د طاهرخان هزاره ياد ګوند هغه وخت، د شهورت وزرونه ورپول چي کله قابو دوه نيم کلونه وړاندي، د ژمي په توره سيله کي، له يخ سره سره، د باران په مُسلسل اورېدو کي، کوټه کي د هزاره توکم هدفي وژنو پر ضد، د مغربي بای پاس پر عمومي لويه لار، د پرلت خېمه ووهل، دې پرلت لږ وخت کي خورا جوش او ولوله وموندل، له شاوخوا ليرو او نژدې سيمو څخه له هزاره توکم پرته نور وګړي او نور ګوندونه هم د ګډون په موخه دوامداره ډول راتلو ـ

دې پرلت ته به د نورو ويناوالو تر څنګ طاهرخان هزاره هم په اغېزمن ډول، په سړه سينه، پر دليل ولاړه سوزمنه وينا کوله ـ د طاهر خان هزاره ياد پرلت له، د مجبورۍ له مخي ايالتي او مرکزي لوړ پوړي چارواکي له اسلام آباد څخه په وارو وارو راغلو، حال داچي د پاکستان لومړی وزير (وزيراعظم) يې هم کوټي ته پر راتګ مجبور کړ ـ

د طاهر خان هزاره پرلت که يوې خواته د رياست، د بدنامۍ باعث وګرځېد، بلي خواته يې نور اقوام او اولسونو ته يې د خپل هزاره توکم مظلومیت په ډاګه کړ ـ

طاهر خان هزاره که يوې خواته د خپل ګوند مشري کوي نو بلي خواته په لوی لکسيز موټر کي نه سپريږي بلکي اکثره وخت د کوټي عام بازار کي، د يؤ عادي کس په څېر پياده ګرځي ـ

طاهرخان هزاره سره که دي مجلس زړه وغواړي! نو د خپلي عاجزۍ له مخي پر عامه تړه (درې ګزي) درسره کښېني ـ

طاهر خان هزاره د سياست څخه، د مالي دوکاندارۍ کار نه اخلي، بلکې د خپلي کورنۍ لپاره ګوله ډوډۍ، د کولې ( د سکرو) په شخصي کاروبار کي پيدا کوي ـ

طاهرخان هزاره تر کلاشنګوف کلچر د قلم کلچر ته اوليت او فوقيت ورکوي ـ

لنډه داچي طاهر خان هزاره د ژور فکر خدمتګاره سياسي او عملي مبارز ګڼلای سو.

فقط

عادل اڅکزی

۱۶ستمبر، ۲۰۲۰ميلادي کال

کوټه