کور / #PTM / پي ټي ایم بلجیم پر پښتونخوا اوسیمه انلاین غونډه راوغوښتل

پي ټي ایم بلجیم پر پښتونخوا اوسیمه انلاین غونډه راوغوښتل

اروپا بلجيم بروکسېل نېټه 19/09/2020

د لوی بخښونکي او مهربان خدای په نامه.

اعلاميه:

په لر او بر افغان وطن کې د روانو حالاتو تاريخي پرېکړو په اړه نن يوونۍ (شنبه) ماښام اووه بجې پي ټي اېم بلجيم څانګې د زووم کاريال له لارې په ژوندۍ بڼه يو نړيوال علمي او پوهنیز وېبنار تر سره کړ :

په دې کې د نړۍ له ګوډ ګوډ، او په ځانګړې توګه له لرې او برې پښتونخوا څخه علمي او مخورو شخصيتونو برخه اخيستې وه،

په دې غونډه کې د غونډې د آجنډا سره سم په دوو سکالوګانو خبرې، بحث، پوښتنې او نظرونه واخيستل شو چې دواړه سکالوګانې خورا اړينې او د افغان وطن په تېر او راتلونکي را څرخېدې،

غونډې په پيل کې د سولې په افغانمنځي خبرو اترو نظرونه او تحليلونه وړاندې شو!

د غونډې هر ګډونوال په دې نظر او ټينګار وو چې سوله دې وشي او افغان ملت دې نور نه وژل کېږي، افغان ملت دې پرمختګ ته پرېښودل شي، افغان ملت ته دې د ژوند طبيعي حق ورکړل شي!

خو با عزته سوله دې وشي د سولې قيمت دې د افغانستان د عرضي تماميت، وقار، تاريخ، پوځ، نظام او خپلواکۍ څخه لوړ نه وي!

د غونډې ګډونوال له طالب مشرانو څخه د اوربند هيله څرګنده کړه او ويې ويل چې دا به د طالبانو د ښه نيت څرګنده نښانه وي!

د غونډې ګډونوالو قطر کې په طالب او افغان مرکچي پلاوي غږ وکړ چې سولې ته په رسېدو کې دې له ځانه نرمښت او پاک نيت وښايي، افغان ملت نور د پردي ټوپک د وړلو او پردي جنګ کې د قربانۍ جوګه نه دی!

همدارنګه يې په نړيوالو سازمانونو او هېوادونو هم غږ وکړ چې د انساني ارزښتونو او حقوقو پر بنياد دې د افغان سولې راوستو او ټينګښت کې خپل پاک نيت او هلې ځلې نه سپموي!

او په ملګرو ملتونو يې غږ وکړ چې د پاکستان د ظالم او جابر رياست لاسوهنه دې په سوله کې بنده کړي، او دا يې هم وويل چې په پاکستان دې نړيوال بنديزونه ولګول شي تر څو له دهشت ګردۍ او افغان وژنې لاس واخلي،

د غونډې په دوهمه برخه کې د پي ټي اېم يروپ پر تنظيمي چارو، کارکردګيو، فعاليتونو؛

او همدارنګه د په مرکزي پي ټي اېم هم خبرې پوښتنې او نظرونه وړاندې شو،

ټولو د افغان وطن ښېګڼه، ښه راتلونکی، عزت، وقار، پرمختګ او له سيالانو سره سيالي يوازې يوازې په پي ټي اېم پورې تړلې کشله وبلله، هيله يې څرنګده کړه چې پي ټي اېم د خپل افغان وطن د ښه روښانه سباوون زېری له ځانه سره لري او بايد چې پي ټي اېم نور لا پسې ځواکمن او ګړندی کړو.

تر څو زر تر زره افغان پښتون وطن خپلې ښېرازئ، پرمختګ، او سولييزه آستانه جوړه او پاتې شي.

پي ټي اېم بلجيم بروکسېل خبري مطبوعاتي څانګه!