کور / تازه خبرونه / د خبریالانو د وژنې په قضیه تورن کسان پر ٣٠ کاله بند محکوم شول

د خبریالانو د وژنې په قضیه تورن کسان پر ٣٠ کاله بند محکوم شول

پرون له غرمې وروسته د حکومت او رسنیو ګډه ناسته ترسره شوه، دا ناسته د لویې څارنوالۍ له لوري د ١١٥ خبریالانو د وژنې د قضیو په تړاو د راپور وړاندې کول، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، اطلاعاتو ته د نه لاس رسي، د سولې په پروسه کې د رسنیو د حقونو مدافع همکارانو نه شتون، د خبریالانو ګواښل، د ښځینه خبریالانو د بې کارۍ په اړوند اندېښنې او د خبریالانو اړوند نورو موضوعاتو لپاره ځانګړې شوې وه.

لومړی ، د ١١٥ خبریالانو د وژنې په اړه د لوی څارنوالۍ په راپور کې وویل شول چې د خبریالانو د وژنې ٣٠ قضیې څېړل شوي دي، په ٢٨ نورو قضیو کې د خبریالانو د وژنې عاملین له پولیسو سره په ټکر کې وژل شوي وو. اته نورې قضیې د کورنیو چارو وزارت له خوا څېړل کیږي.
د لوی څارنوالۍ په خبره د خبریالانو د وژنې د ٣٨ قضیو عاملین طالبان او نورې ترهګریزې ډلې دي، او ٩نورې قضیې چې په ١٣٩٨ کال کې پېښې شوې وې عاملین یې طالبان وو.

لوی څارنوالۍ راپور ورکړی چې پرو سږکال د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ١٩ قضیو څخه سږکال ٣٣ کسان تورون پيږندل شوي دي.
په دې قضیو کې وژنه، لفظي شخړه، سپکاوی، وهل ټکول، ناوړه ګټه اخیستنه او د دولت پر وړاندې تبلیغات شامل دي.

لوی څارنوالۍ همدا رنګه د خبریالانو تېر او سږ کال پر وړاندې د تاوتریخوالي ١٩ قضیو په تړاو د ٣٣ تورنوو کسانو د پېژندلو یادونه وکړه، په دې قضیو کې د وژنو، لفظي شخړو، توهین، وهلو ډبولو، ګواښونو د حکومت پر ضد تبلیغااو موارد شامل وو.

د لویې څارنوالۍ استازي وویل چې په دې قضیو کې تورن د محکمې د پریکړې پر اساس تر ٥٠٠٠ افغانیو پورې جریمه او ٣٠ کلونو لپاره پر بند محکوم شوي دي.