کور / شعر / ورک شعرونه

ورک شعرونه

تیره پېړۍ په نیمايي کښې چې زه نوی ځوان شوم
نو احساسات او عواطف په غوړیدلو شولو
په حبیبیه مکتب کې (ای چهارده ساله نور ې دیده …)ویلې
افغان راډیو کې مې د مينې ترانې ارویدلې
ما هم په تیتو او پرکو کاغذونو یو څو بیت وکښل
( ای یاره ای جانانه .. ” نا امیده زړه )هیواد کې چاپ شو
خو  پلار دادا یو څو څپېړې د روزنې راکړې
ویلې” پښتو، غیرت ، پښتونولي وطنپالنه لیکه!”
دا خط او خال، مینه جنون، زړه او نازړه پریږده!!
نو هاغه لومړني بیتونه په کابل کښې ورک شول.
بیا چې بلوغ کې استانبول او مرمره بحیره!!
حکمت او فلسفه ، عشق او ښکلا ، اوهم طبابت
شو شعير لر بورده کالدی *، هلته ورک شلل!!
د انقلاب او کودتاوو له بد نصیبیو
جلال آباد او پیښور کې کتابچې کباړ سوې
د پیښور او د کابل کتابتونک مې په مفته کښې لاړ!!!
اوس په یورپ کې یم او عُمُر تر شپیتو اوښتی
زړه کې مې هاغه احساست او عاطفې پاریږي
خو دا ځل ښه دي شعرونه نه ورکېږي
په ټولنیزو وبسایټونو کې به ساتل کیږي
اوس په ډاډه زړه زه لیکم د آزادۍ شعرونه
هم پي.ټي ایم. هم د وطن د آبادۍ نظمونه
زه زوړ مین!، ساپی زړه ور یم او ليکنې کوم
ان شآ ء الله امید مې شته دا ځل به نه ورکېږي!!!!.
* دا یو تُرکي جمله ده چې معنی ( هغه شعرونه هلته پاتې سول).
ژیټ/ بروکسل بلجیم/ د سپتمبر ۱۹= د صفر المظفر ۲= د وږي یا سمبلې ۲۹