کور / شعر / د بند پرځای رجوع کاندې لمانځه د استثقا ته

د بند پرځای رجوع کاندې لمانځه د استثقا ته

اسرهٔ

ولسونه مو په تمه خیراتو ته دي پراته

د بل لمن نېولی تل اسرو ته دي پراته

د کار انګیزه مړه ده د تعلیم لیوالتیا نشته

زړو، تاریخ وهلو سنتو ته دي پراته

د بلې دنیا عشق يي ژوند په دې دنیا تبا کړ

د حورو او غلمانو ژر لېدو ته دي پراته

د ژوند موخه او عشق يی له یوه سره بایللی

له ژوند يي لاس وینځلی اسویلو ته دي پراته

غیبت او تربګني ده په تسپو سره جومات کې

په زړونو کې خیرن دی خو لمونځو ته دي پراته

په ټوله شپه ویده دي هیڅ د خوب مړښت يي نشته

غرمې پورې خوب وړي او کټو ته دي پراته

سپینږیري له یوې مخې دعوو کې سره ښکېل دي

ځوانان سره یو بل ته مرچلو ته دي پراته

میرمنې د ملا په خوله په کور کې کلابند دی

بیا نجونو ته چړیان يي جوماتو ته دي پراته

زیارت کې منجاور تر اوسه هم زموږ ولس طبیب دی

په کوډو روږدې شوي تعویذو ته دي پراته

زیارت قصاب خانه بوله، جومات فتوه خانه

مرګي د فرخندې ته چې فتوو ته دي پراته

ولسونه د بدلون او د سمون سره جوړ نه دي

جومات کې د ملا صیب منترو ته دي پراته

ماران او لړمان دي، بلاګانې او پیریان دي

حجرو کې د دېوانو افسانو ته دي پراته

نړۍ له یوه سره په مزو او په چړچو ده

خو دلته دا ولسونه د مرګ شپو ته دي پراته

جنت غوندې وطن کې چې د هیڅ شي کمی نشته

له هر څه نه محروم دي تربګنو ته دي پراته

د نن ورځې بازار کې  سوداګر د جهالت دي

له پوهي نه د تېښتې اندیښنو ته دي پراته

سیندونه د اوبو يي په عبث له وطن وځي

ډاګونه يي په تمه بارانو ته دي پراته

د بند پرځای رجوع کاندې لمانځه د استثقا ته

پلان د ابیارۍ پرځای، سجدو ته دي پراته

تبا به شي جارو به شي یو ورځې که وییښ نشي

توپان په لار کې اوسي زلزلو ته دي پراته

مرادزی

 

.