کور / سياسي / د مړز ستراتیژي

د مړز ستراتیژي

مړز چې کندهاریان یې کرک بولي، یو ډېر هوښیار، چټک او بې بدو مرغه دی. د ډېرې ځیرکتیا او چټکتیا له امله د شپې د سپوږمۍ رڼا ته الوځي او په زرهاوو کیلو متره مزلونه کوي. په اوړي د سایبریا دښتو او ژمی کې د هندوستان شنو فصلونو ته ځان رسوي. د ورځې لخوا په فصلونو کې پټیږي چې د ښکاري مرغانو او انسانانو له زیان څخه په امان پاتې شي.

باښه بیا بل ښکاري مرغه دی. دا چې د نورو ښکاري مرغانو په څېر ګړندۍ او پیاوړې نه ده؛ نو د کوچنیو او کمزورو مرغیو په ښکار کولو ژوندۍ پایي؛ خو جالبه داده چې همدا سسته باښه بیا دا ګړندی مړز ښکار کوي. د مړزانو د ښکار یوه بله دودیزه لاره د ورځې لخوا په شنو فصلونو د بوڼ یا پړي کشکول دي.

د پټې په یوه کنۍ(کونج) جال غوړول کیږي او دوه تنه چې هر یو یې د پړي یو سر په لاس کې نیولی وي، د جال پر خوا یې پر غنمو یا جوارو کشوي، چې مړزان د هماغه کنۍ خوا ته تګ ته اړ کړي چې جال یې پرې خپور کړی دی. ځیرک مړز د ښکاري مرغانو له ډاره نه الوزي او د انسان لارښوونې ته غاړه ږدي او په فصل کې ځان مصؤون احساسوي، هماغه کنۍ ته ځغلي کومې ته یې چې ښکاریان غواړي. کله چې د پټي کنۍ ته ورسیږي نور نو فصل تمام شوی وي؛ پدې وخت کې مړز د الوتلو هڅه کوي،خو فرصت یې له لاسه ورکړی وي، چې کله والوځي پښې او وزرونه یې په جال کې بند شي، ښکاریان بیا دغه بیچاره مړزان یو د بل پسې له جال څخه را خلاصوي او پر بډه یې وهي، چې له حلالولو او پخولو وروسته یې خوږه غوښه چې په قرآن کریم کې یې هم صفت شوی دی، نوش جان کړي.

پوښتنه داده چې دومره ګړندی او هوښیار مرغه (مړز) څنګه د سستې باښې او انسان لخوا ښکار کیږي؟ ایا سست دی چې باښه یې نیسي؟ که احمق دی چې د انسان په اشاره د جال خواته ځغلي او په لوی لاس جال ته ځان سیخوي چې پکې ونخښلي؟! نه نه! نه له باښې سست دی او نه هم دومره احمق دی چې انسان یې په رڼا ورځ په ګڼ فصل کې پیدا او بیایې ښکار کړي. اصلي ستونزه د مړز په ستراتیژۍ کې ده چې ده د ځان د ژغورلو لپاره غوره کړې ده. د همدې ناکامې ستراتیژۍ له امله یې تل غوښې د ښکاري مرغانو او انسانانو د خوراک شي.

ما خپله هم د مړزانو ښکار کړی دی. کله یې چې په فصل کې د ښکاري سپې په مټ پیدا کړې نو د سپي له ډاره والوزي، خو چې باښه ورپسې خوشې کړي په ډېر ګړندي سرعت سره حرکت کوي، هیڅ ګمان به دې نشي چې دا سسته باښه به ور پسې ورسږي. لویه ستونزه یې داده چې هر څو ثانیې پس شاته راګوري چې باښه خو به راپسې نه وي رسیدلې؟چې همدا شاته کتل یې سرعت کموي او بالاخره باښه پسې رسیږي او په پنجو کې یې ټینګوي.

همدارنګه په ګڼو او شنو فصلونو کې چې اصلا انسان ته معلومات نه وي چې په دې کې به مړزان وي، خو بیاهم جال ورته غوړوي او پړی پرې را کاږي؛ که څه هم مړز کافي فرصت لري چې والوزي خو دی تر هغې نه الوزي تر څو چې هغه کنۍ یا د پټې پای ته نه وي رسیدلی چیرته چې ورته جال غوړیدلی دی.

د ده اصلي ستونزه همدا ده چې ډیر ناوخته د الوتلو پریکړه کوي هغه وخت چې پر سر یې جال غوړیدلی وي چې بیا ورته هیڅ ګټه نه رسوي، ځکه چې اوبه له ورخه تېرې وي.

هغه سیاستمداران چې په سیاسي لوبه کې د مړز ستراتیژي تعقیبوي، په خپلو پریکړو کې زړه نا زړه وي او هر وخت شاته ګوري یاهم د پیښو پر وړاندې پخپل وخت غبرګون نه ښیئ او په ۹۰ یمه دقیقه کې تصمیم نیسي او خپل سیاسي چال کاروي د مړز په برخه لیک اخته کیږي؛ هم یې سسته باښه او هم یې هوښتیار انسان دواړه ښکار کوي او د لوبې له رینګ څخه یې بهر کوي.

د پاکستان پر وړاندې زړه نا زړه سیاست کول او له هغوی څخه د خیر تمه کول، د غرب د غوښتنو په وړاندې چپه خوله پاتې کیدل او بیا په ۹۰ دقیقه کې د غبرګون ښودلو ګواښ کول(که نړۍ راباندې معامله وکړه د، رد ځواب به ورکړم) به له بده مرغه هیڅ ګټه ونکړي،ویره لرم چې د مړز په برخه لیک اخته نشو او یاهم لکه هوښیاره مرغۍ په دوه لومو کې ګېر نشو.

یو سیاستمدار ته له ډیرې اکاډمیکې پوهې او پر خپل ځان له حده زیات باور کولو غوره ده چې د خپل سیال پر وړاندې مناسبه ستراتیژي غوره کړي، چې د سیاسي حریف چالونه او نیرنګونه په نطفه کې خنثې کړي؛ که نه نو چې کله کنۍ ته برابر شي که هر څومره هوښیار او ګړندی هم وي بیا د خلاصون لاره نه لري.

لیکوال : عبدالرحیم نوښتیار