کور / تازه خبرونه / د سرور دانش د څرګندونو خلاف په کندهار کي احتجاجي غونډه روانه ده

د سرور دانش د څرګندونو خلاف په کندهار کي احتجاجي غونډه روانه ده

د جمهوري ریاست د مرستیال سرور دانش د هغو څرګندونو پر ضد چي د افغانستان مشران او تاریخي دورې یې د طالبانو سره تشبه کړي وې، نن د کندهار د عینو مېني په پارک کي احتجاجي جلسه روانه ده چي سلګونو کسانو ګډون پککښي کړی دی.

که څه هم سرور دانش دخپلو دې څرګندونو په سبا د سولي په غونډه کي دخپلو خبرو تصحیح او سپیناوی وکړ خو پر وړاندي یې د افغانستان په دننه او بهر کي د اعتراضونو لړۍ راپیل سوه.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ظاهراً د خلکو پاملرني اړولو یا ارامولو دپاره په خلیل الله په نوم یوه شاعر بیتونو سره احمدشاه بابا د جمعیت او نظار شورا د جنګسالار احمدشاه مسعود سره پرتله کړ چي دې بیا ځانته مخالفتونه او د غندنو څپې وپارولې، پر سوشیل میډیا پخوانی ولسمشر چرسي او نشه یی یاد کړل سو او ځینو مهیمو او پیژندل سوو اشخاصو و افرادو هم د ګرسیانو دټوکو په خپرولو د ولسمشر حامدکرزي د څرګندوني مخالفت څرګند کړ.

دا چي د پخواني ولسمشر سره ولي د چرسو یا چرسي کیسې یادیږي تر اوسه یې په اړه معتبر دلیل نسته.