کور / تازه خبرونه / د ریاستي کړیو لخوا د ناهید دوژل کیدو پر ضد، شمالي وزیرستان کي احتجاج وسو

د ریاستي کړیو لخوا د ناهید دوژل کیدو پر ضد، شمالي وزیرستان کي احتجاج وسو

نن ، پي ټي ایم د شمالی وزیرستان په میرالي بازار کې د ناهیده بی بی د ناحق وژنې پر ضد احتجاج وکړ

په شمالي وزیرستان کې ورځني ناکراریو او هدفي وژنو د خلکو ژوند ډیر خراب کړی دی.

لاريون د نديم عسکر ، جمال داور او عادل داور تر نظارت لاندې په ميرالي بازار کې په سوله ييز ډول ترسره شو ، چېرته چې دولتي ادارو ته څرګند پيغام ورکړل شو چې موږ به نور په خپله خاوره کې هر ډول ګډوډي ونه زغمو.

د پاکستان ریاست او پوځ په شمالي او جنوبي وزیرستان کي یو ځل بیا د ترهګرو پټ حمایت پیل کړی دی، دوی له یوې سیمي بلي ته لیږدوي او روزنه و پالنه یې کوي چي دې وضعیت د سیمي خلک اندېښمن کړي دي هغه چي د تیرو ۱۴ کلونو راهیسي د ریاستي دروغجني جګړې قربانیان دي.

د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورني غورځنګ په سیمه او نړۍ کي هڅه کوي چي پر پښتنو او نورو مظلومو قامونو د پاکستان د پوځ او ریاست پلان سوی ظلم او استبداد ختم سي او ټولو پښتنؤ او اقلیتونو ته ددوی انساني حقونه ورکړه سي او درنښت یې وسي.