کور / تازه خبرونه / دپنجاب پوځ دسپلګۍ خلک کړولي او کسان یې ترې بیولي دي

دپنجاب پوځ دسپلګۍ خلک کړولي او کسان یې ترې بیولي دي

د شمالي وزیرستان د سپلګۍ په سیمه کې د څو ورځو راهیسې ریاستي فشارونه او د پوځ ظلمونه مخ په ډیریدو دي ، پنځه ورځې وړاندې په سپیلګۍ کې د پنجاب پوځیانو دوه غړي هلاک کړل شوي وو چې وروسته ظالم پوځ ټوله سیمه محاصره کړه او ملکي وګړي یې سخت وکړول او شکنجه یې کړل او څو کسان یې له ځانه سره دیرغملو په توګه بوتلل.

وروسته ، د سپیلګۍ د سیمي ټولو خلکو د جنایتکارو پوځیانو د دې ظلم پر وړاندې په لاریون لاس پوري کړ.

نن له بیول سوو کسانو له ډلي دوه تنه د جرګې له لارې خوشې شول پداسې حال کې چې دجرګې لخوا تر سبا پورې د باقي پاتې بندیانو خوشې کیدو غوښتنه شوې ده.

د سیمي دخلکو په وینا که چیرې دا د پوځ لخوا برمته کړل سوي کسان تر سبا پوري خوشې نه شي ، نو خلک به د احتجاج په توګه په ډول وهلو د آسیا چیک پوسټ مخته ولاړ سي او هلته به پرلت وکړي.

بیا که هرڅه پېښېدله، دپاکستان ریاست دولتي او پوځي ادارې به یې مسؤلیت ولري.