کور / تازه خبرونه / د روزګان پر دِهراوت ولسوالۍ جګړه روانه ده

د روزګان پر دِهراوت ولسوالۍ جګړه روانه ده

دهراوت ولسوالۍ لا هم تر محاصرې لاندې او د سقوط د ګواښ سره مخ ده

نېټه: پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳
روزګان

د دهراوت ولسوالۍ سرپرست ولسوال جلال الدین ودان دهراوت ږغ راډیو ته وویل چې د هلمند، د روزګان د دهراوت، چارچینو ولسوالیو او ځینې نورو سیمو څخه په سلګونه وسله وال طالبان راټول سوي چې تېره شپه نهه بجې د لونډیانې سیمې له لوري د لونډیانې او د بازار پر امنیتي پوستو ډلئیز بریدونه پیل کړل چې د نن تر ماسپښین پورې یې دوام وکړ، خو اوس جګړه درېدلي ده
جلال الدین ودان وویل چې په دې جګړه کې تر دې مهاله د پولیسو د لېزري قطعې د قوماندان بریالي دفاعي په ګډون دوه تنه پولیس وژل سوي او څلور نور ټپیان دي، د وسله والو طالبانو پینځه تنه جنګیالي وژل سوي او ګڼ شمېر نور یې ژوبل سوي خو کره شمېره یې نده معلومه او د ودان په وینا چې د ولسوالۍ په بازار کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله څلور تنه دوکانداران ټپیان سوي دي
د دهراوت ولسوالۍ سرپرست ولسوال زیاته کړه چې کېدای سي د دهراوت ولسوالۍ د سقوط په موخه نن شپه بیا ځلي وسله وال طالبان ډلئیز بریدونه ترسره کړي، خو د ودان په وینا که بېړنۍ مرسته راونه رسیږي، نو کېدای سي چې درنه مرګ ژوبله به رامنځ ته سي.

د دهراوت ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي هم د دهراوت ږغ راډیو د خبریال سره په خبرو کې له مرکز څخه د هوایې مرستې غوښتنه وکړه.

ځایې اوسېدونکو دهراوت ږغ راډیو ته وویل چې د کښته او لوړې لونډیانې ټولې سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي، وسله وال طالبان د ولسوالۍ بازار ته نږدې سوي او د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ په ۳۰۰ مترۍ کې قرار لري
ځایې اوسېدونکي زیاتوي، په زرګونه وسله وال طالبان د دغې ولسوالۍ د سقوط په موخه راټول سوي او که افغان امنیتي ځواکونو ته بېړنۍ مرسته ونه رسیږي نو یاده ولسوالۍ به په بشپړه توګه سقوط سي او د وسله والو طالبانو لاس ته به ولویږي
دوی وویل چې تر دې مهاله په کښته او لوړه لونډیانه کې په سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو او کروندو پرېښودو ته اړ سوي چې د سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي
دوی له افغان دولت او وسله والو طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې ولسي وګړي دې د سپر په توګه نه کاروي او د دوی سختو ستونزو ته په کتو دې جګړه ودروي، کنه د دغې جګړې قربانيان به یوازي ولسي وګړي وي.