کور / روغتيا / ‎ولي په افغانستان کي ددرملو کیفیت دومره ټیټ دی؟

‎ولي په افغانستان کي ددرملو کیفیت دومره ټیټ دی؟

په افغانستان کي ددرملو کیفیت په عموم ډول ډېر ټیټ دی ،

‎ددرملو کیفیت په ټوله نړئ کي د دولتونو په لموړیتوبونو کي راځي، خو په افغانستان کي دولت کومه خاصه توجه نه ده ورته کړې

‎کوم درمل چي تاسي په درملتون کي اخلي که چېري په سل افغانی وي اصلا ددې درملو بیه لس افغانی دي ، د تجار ، داکتر او درملتون فیصدي یې سل افغانی ته رسوي یعني 90 فیصده پیسې تجار داکتر او درملتون ته ځي ، دا مطلق ظلم دی

‎د درملو د کیفیت په ټیټوالي کي څو عوامل رول لري کمپنۍ په ټیټ کیفیت درملو کي نسبت لوړ کیفیت درملو ته ډېره ګټه کوي او عموما ټیټ کیفیت درلودونکي درمل صرف د صادرولو لپاره جوړوي

‎تجاران ټیټ کیفیت درمل افغانستان ته واردوي په دي خاطر چی ددوي ګټه په کمیت کي ډېره ده یعني که یو تجار پنځوس کانټینره درمل واردوي ګټه یې نسبت هغه تجار ته ډېره ده چی دوه یا درې کانټینره دوا واردوي نو تجار ته کیفیت مهم نه دی کمیت ورته اهمیت لري چی ګټه ډېره وکي

‎درملتونونه په ټیټ کیفیته درملو کي ډېره فیصدي اخلي په ځيني مواردو کي تر پنځه لس فیصده پوره درملتون اخلي معني دا چی کومه دوا چی په 100افغانی ده درملتون ته په 85 افغانی ورکول کېږي خو که د دوا کیفیت لوړ وي دوی ته دومره فیصدي نه ورکوي

‎ډاکټران ټیټ کیفیت درلودونکي درمل ځکه کاروي چي د تجار سره د پنځه لس څخه تر دېرش فیصده شریک وي ، یعني کومه دوا چي تاسي په سل افغانی رانیسئ د پنځه لس څخه تر دېرش افغانی پوري د داکتر دي ، یعني که ستاسی یوه نخسه 1000 افغانی سي په هغه کي 150 افغانی حتمي د داکتر دي ، البته دفیس پیسې جلا دي

‎د یوه هیواد اقتصاد هم د درملو پر کیفیت مستقیم اغیز لري، افغانستان غوندي هیواد کی ښه کیفیت درلودونکي درمل خرڅول ډېر مشکل وي ځکه عام خلګ کوښښ کوي چی ارزانه درمل رانیسي په دې خاطر چي پیسې نه لري نو د بازار تقاضا هم د ټیټ کیفیت درلودنکو درملو لپاره ‌ډېره ده

‎حل لار څه ده ؟

‎په لوړ ذکر سوي مواردو کي ځني فکتورونه زموږ په لاس کي نه دي لکه کمپنۍ چی غواړي ټیټ کیفیت لرونکي درمل جوړ کړي او یا هم د افغانستان اقتصادي وده چی وخت غواړي خو ځیني موارد زموږ تر وس لاندي دي.

‎که چیری تجاران ددې پر ځاي چي د میلیونر کېدو فکر وکړي داسي احساس پیدا کړی چی ګټه به لږ کوم خو درمل به سم راوړم ډاکتر او درملتون ته به فیصدي نه ورکوم یقینا چی دوا به هم ارزانه سي او هم به یې کیفیت څه نا څه لوړ سي

‎ درملتونونه باید د یو ځاي څخه فیصدي واخلي یا د مریض څخه یا د تجار څخه فعلا ټول درملتونونه پنځه لس فیصده د تجار څه اخلي او پنځه لس خپل پر اچوي چي دېرش فیصده ګټه سول

‎هیڅ داکتر حق نه لري چی د کمپنۍ یا تجار څخه فیصدي واخلي کومي پیسیې چي داکتران د کمپنۍ یا تجار څخه اخلي مطلق ناروا او ظلم دي

‎داکتر عبدالرزاق حرمان

‎د پوست دناروغیو متخصص