کور / تازه خبرونه / په لوګر کي خونړۍ جګړه سوې ده

په لوګر کي خونړۍ جګړه سوې ده

د لوګر ولایت امنیې قومانداني وايي، په ازرې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

لومړی تېره شپه د افغان ځواکونو پر پوستو وسله والو طالبانو برید کړی، چې وروسته وسله واله نښته شوې ده.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي یې د مرګ ژوبلې په اړه نن سهار ازادۍ راډیو ته وویل: “په دغو بریدونو کې لسو طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې، له بده مرغه چې یو سرتېری هم شهید شوی او درې تنه نور یې برسېرن ټپیان شوي دي.”