کور / تازه خبرونه / د یوه غریب کارګر لور دهیواد په کچه اول نمره بریالۍ سوه

د یوه غریب کارګر لور دهیواد په کچه اول نمره بریالۍ سوه

د کابل اوسیدونکي شمسیه علي زاده د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د ۳۵۳،۱۸۵ نمرو په ترلاسه کولو سره تر ټولو لوړې نمرې اخیستي او د کابل طب پوهنځي ته یې لاره موندلې.

هغه چې په یوه معدن کې د بې وزله کار کوونکي لوره ده وایي چې هیواد ته د خدمت کولو له پاره لوړ فکرونه لري.

شمسیه د ټول هیواد په کچه پر ټولنیزو رسنیو کي وستایله سوه، ددې څخه د نمرو د اعلان وروسته د اوښکو توئیدلو دپوښتني په ځواب کي وویل، پلار یې نه دی خبر چي لور یې په دې نمرو بریالۍ سوې ده.

د شمسیې پرمختګ ښايي ډیرو افغانانو د پاره حتی په سختو حالاتو کي هم د بچيو تعلیم ته ته هڅوني لامل سي.