کور / تازه خبرونه / بشيراحمدبلور:عوامي نيشنل ګوند په اصولو ولاړ ګوند دی

بشيراحمدبلور:عوامي نيشنل ګوند په اصولو ولاړ ګوند دی


د پښتونخوا ايالت دښاروالۍ وزيراود عوامي نيشنل ګوند پارليمانى مشر بشير احمد بلور ويلي دي عوامي نيشنل ګوند په اصولو ولاړ ګوند دى او دسترخداى خدمتګار باچا خان دعدم تشدد پرفلسفه يي عمل كولو سره دعوام خدمت اوپه ځانګړې توګه دپښتنو پرمختګ دځان هدف ټاكلى دي عوامي نيشنل ګوند په ستونزمنو حالاتو كښې هم له خپل اصول څخه ندى اوښتى اوهيچوك دغه خبره نشي كولې چې مونږ په تاريخ كښې كله هم دخپلو ژمنو څخه اوښتى يو دغه څرګندونې ښاغلى بلور محله سركي دوازه پيښور كښې ولسى غونډې ته وكړې پدغه وخت دپيپلزګوند مخكښ امتياز احمد دملګرو په شمول په عوامي نيشنل ګوند كښې دګډون اعلان وكړ ښاغلى بلور په خپله وينا كښې زياته كړه عوامي  نيشنل ګوند دپښتنو دحقوقو دمبارزې يواځيني ګوند دي او دپښتنو دوژنو سازش به ناكام كړل شي ښاغلى بلور دامنيت پرټينګښت ټينګار كولو سره وويل په سيمه كښې امن بحاله كول دافغانستان او نړى لپاره په ګټه دى كه چرته طالبان دمسلمانانو او اسلام خير غواړي نوپرته دڅه شرط څخه دي وسلې پرمځكه كېږدي او له حكومت سره دي  خبرې اترې وكړي