کور / تازه خبرونه / محمودخان:دقاضيانو دبحالۍ په لړ كې هيڅ ډول ځنډ دمنلو وړ ندى

محمودخان:دقاضيانو دبحالۍ په لړ كې هيڅ ډول ځنډ دمنلو وړ ندى

داې پى ډي ايم، پونم اوپښتونخوا ملى عوامي ګوند مشر محمودخان اچكزي وصدارتي ټاكنو ځنډولو او مسلم ليګ  ن  بيرته په ايتلاف كښې شاملولو غوښتنه وكړه محمودخان اڅكزي په ډاګه كړيده چې دقاضيانو دبحالۍ  په لړ كښې هيڅ ډول ځنډ دمنلو وړ ندى په كويټه كښې مطبوعاتي كنفرانس ته په وينا كښې ښاغلي اڅكزي وويل دقاضيانو بحاله كولو او داّئين پلى كولو غوښتنه دكوم يوه ګوند غوښتنه نده بلكه دغه دپاكستان د شپاړس كروړه عوام غوښتنه ده موجوده حالات دغه غوښتنه كوي چې واكمن اتحاد بايد انتخابات ځنډ ولو سره نواز ليګ بيرته له ځان سره ملګرۍ كړي او دلو ظنامې ترمخه دي قاضيان بحاله او اّئين پلۍ شۍ ښاغلى اڅكزي زياته كړه دعوام اوسياسي ګوندونو دتاريخي مبارزې په ترڅ كښې هېوادله يوه ديكتاتور څخه خلاص شو خوله بده مرغه يوځل بيا په هېواد كښې دغچ اخستنې سياست پيل شو او حالات پدې خواروان دي چې يوخواته به دهېواد سلامتى ته خطر پيښ كړي بلخواته به هېواد له نورو بحرانونو سره مخ كړي، دپښتونخوا ملى عوامي ګوند مشر زياته كړه اې پى ډي ايم به دهغو ګوندونو سره هيڅكله ملګرتيا ونكړي چې هغه دقاضيانو دبحالۍ په كار كښې ځنډراولي اوكه چرته زرداري برطرف قاضيان  بحال كړل او په اّئين كښې راوستل شوي بدلون يې ختم كړ نو كيداى شي چې پرته دمقابلې څخه صدر شي ښاغلي اڅكزي ومنله چې  دنوازشريف او اصف زدراى لخوا ورته د ولس مشر څوكۍ ته واكمن ايتلاف كانديدجوړيدو بلنه وركړل شوې وه ښاغلى اڅكزي وويل ځكه ما د ولمشرۍ څوكۍ ته ځان كانديد نه كړ ولې چې زه داصول پرته كارنه كوم اول بايد بنسټيزې ستونزې حل شي.