کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دا نو د وحشت اخيري درجه ده !

دا نو د وحشت اخيري درجه ده !

لومړی له چاڅخه داخپل سروټکوم . دائتلافي ځواکونوڅخه ددموکراسۍ ترنامه لاندې دوحشت اوبربرۍ ،دطالبانوڅخه دجهادترنامه لاندې  دوحشت اواوورانکارۍ ،ددولت دلوړپوړوچارواکواوانجوګانوڅخه دچوراوتالان ،دځائي زورواکانواوټوپکسالارانودزورواکۍ اوکه دګاونډي هيوادونودبدنيت اودسيسوڅخه .
ديوويشتمې پيړۍ ددموکراسۍ ټيکه داران خودخپلې تکنالوژۍدوړتياپه صفتونونه مړيږي ،ولې دعمل په ډګر کې بياديوبيګناه ماشوم  اوتروريست توپيرنه شي کولائ . دځائي اوسيدونکو ،ښځواوسپين روبو توپيردطالبانواوالقاعدې سره نه شي کولائ اوعرب بن لادن خوپوره اووه کاله کيږي چې دستنې په څېرترينه په ځنګلوکې تري تم شوئ دی اوتراوسه پيدانه شو،داڅرنګه موډرنه تکنالوژي ده چې بيګناه ماشومان اوبيګناه ښځې په خپل غريبانه بسترکې دخواږه خوب په وخت کې ډيرښه په نښه کولائ شي چې اصلآترينه خطايي نه لري ،خودبن لادن اوتروريستانوپسې بيادنړۍ ټول موډرنه سټيلايتونه ،رادارونه اودوربينونه ګرځي خودالعنتي تروريست نه پيداکيږي ،اوس ئې نودملکي اوبيګناه انسانانوپه منځ کې په نښه کوي که ګوندې کومه الله توکلي ګولۍ پرې وربرابره شي .
زه په هيڅ ډول دادتروريزم پروړاندې مبارزه نه بولم بلکه دادانسان وژنې لپاره مبارزه ده . پدې ډول تروريزم له منځه نه شي تلائ بلکه برعکس دتروريزم ليکې نورې هم پياوړي کيږي . اوس نوهرشپون اوبزګرچې خپلې کورنۍ يي دویشتمې پيړۍ دموډرنه وحشيانوپه ړندوبمباريو کې له لاسه ورکړي وي مجبوردي چې عرب تروريست اوياهم دپاکستان  ISI ته عذراوزاري وکړي چې څه چاوديدونکي موادورته ورکړي اوژرترژره ځان ستاسې خواته والوزوي که نورهيڅ زيان درته ونه رسوي حداقل پزه خوبه درته وينې کړي چې زړه يي درباندې يخ شي . دارنګه انسانان نه تروريستان دي اونه هم تروريزم پيژني ،داټول بيګناه وژل شوي اوزورېدلي انسانان دي چې نورئي څه دلاسه نه کيږي همدومره يي دلاسه پوره ده اوبس .
خوموږدرته وايواوعذردرته کووچې نورې دغه وحشي اوړندې بمبارۍ بندې کړۍ که نه نونورهغه وخت ليرې نه دی چې ټول ملت درته تروريستان شي ،بيانودټول ملت وژنه اسان کارهم نه دی . دبيګناه انسانانوپرځائ دغه ړانده بمونه دتروریستانودروزنې په مرکزونواوتمويلونکواداروراوغورزوۍ بيابه موهدف صحي په نښه کړی وي .

اوس نودطالبانووياندمجاهدصاحب ته وايم !
که چيرې داکړنې جهادوي لکه اوس چې پرافغانانوتحميلېږي لکه دښوونځيوسوځول ،دپلونوورانول ،دروغتونونواونوروعام المنفعه ځايونوورانول اوياله منځه وړل ،دښوونکي ،ډاکټر،انجينراوژورناليست وژنه اوداسې نور….. نوبياخودافغانستان خلک داډول جهادته دشک په سترګه ګوري داخوبياجهادنه بلکه ورانکاري ده .
ستاسې خوبه ډيرې سختې اودقهرډکې خبرې اوليکنې زده وي لکه چې موديوافغان ورور دليکنې په جواب کې ليکلې وې ،خوزه تاسې ته داپه ذغرده ويلائ شم چې نه هم ټول افغانان ستاسې دښمنان اونه موهم ددغه ورانکارواعمالوطرفداردي اونه هم ټول افغانان ديوويشتمې پيړۍ ددغه موډرنه وحشيانوطرفداردي . مونږزوريدلي اوکړيدلي افغانان يواودهرچادلورې څخه چې ظلم اوورانکاري وګوروپه ډاګه اوډانګ پيلې ئي ورته وايو. زمونږددې بيګناه خلکويوه لويه ګناه چې مونږټولوته جوته ده هغه داده چې  الله تعالی دوۍ په دغه بد مرغه هيواداومنطقه کې ميشت کړيدي اوبس . په همدې دليل دهيڅ يولوري دوحشي اعمالوڅخه خوندي نه دي پاتې . اوس نودوۍ چيرې وتښتي اوپه کومه ولاړشي ،ددغه لارې لارښوونه ورته لطفآ تاسې وکړۍ .
که دبهرنيووحشيانوڅخه کوم ضرر مومو خوويلائ شوچې هغوۍ راڅخه په هرڅه کې جلادي زړه ئي راباندې دردنه کوي ،نوستاسې سره خوددغه بدمرغه ملت  ټولې وجې مشترکې دي .
ښوونکي ،ډاکټر،انجينر……. ته په ټوله نړۍ کې ،په ټوله اسلامي نړۍ کې اوحتی زمونږپه ګاونډي هيوادوکې ډيرسخت ضرورت دی بايدوروزل شي اوټولنې ته دخدمت لپاره وړاندې شي ،خوزمونږپه هيوادکې دهغوئ موجوديت بيا کفرګڼل کيږي اوبايدووژل شي . زموږپه هيواد کې دنجونومکتب اودښځولپاره کارکول کفرګڼل کيږي خوزماپه ګاونډکې په هغه ملک کې چې ځان داسلام مدافع اوټيکه دارګڼي اوستاسې ترټولونژدې حامي ګڼل کيږي په همدغه هيوادکې بياښځه دصدارت اوحتی دولسمشرۍ ترچوکۍ پورې کارکولی شي .
افغانانوکچکول راخيستی  اوټول عمرپه ګرده نړۍ کې خيرات راټولوي ،بياپرې يوښوونځی ،روغتوون ، پل ،پلچک آو……… جوړکړي هغه بيا تاسې ياداورترکومي تيرکړۍ اويائي په بمونووالوزوۍ .
ـــ سل زره دښوونځي دزده کړې کتابونوسوځول !
 ــ اياداکومه وسله وه چې تاسې ونيوله اواورموورته واچوو؟
ــ اياپه دغه اعمالوتاسې بهرنيوځواکونوته ضرررسوۍ که خپلوخلکواوهيوادته؟

لطفآدافغانستان خلکوته ددغه پوښتنوځوابونه ورکړۍ . اوکه داټول ذکرشوي اعمال ستاسې له خوانه کيږی بياترينه انکاروکړۍاوپخپلوسيموکې ئي مخنيوی وکړۍ اوهغه انسانان چې دغه اعمال ستاسې دبدنامۍ په خاطرترسره کوي سزاورته ورکړۍ .
مجاهد صاحب : بهرني ځواکونه راته پخپلوړندوبمونولس ،شل ،سل اوزر  راوژني ،نوتاسې خوراته په دغه شکل نسلونه اونسلونه راوژنۍ اوټولنه موراته دجهالت دکندې پرلورروانه کړيده .
داټول هغه اعمال دي چې دافغانستان خلک به ئي هيڅکله دهغې عاملينوته ونه بښي اودبشريت دتاريخ په توروپاڼوکې به ئي دتل لپاره ثبت کړي .
دابيچاره ملت اوس ديوويشتمې پيړۍ ددموکراسۍ دوحشت اودڅوارلسمې پيړۍ دبربريت دوحشت ترمنځ راګيرشوی دی نو يوخدای (ج) به ورته نجات ورکوي اوبس .