" /> " /> " /> " /> مونشن جرمني:دافغان شهيدانو فاتحه واخستل شوه  – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / مونشن جرمني:دافغان شهيدانو فاتحه واخستل شوه  Fotos

مونشن جرمني:دافغان شهيدانو فاتحه واخستل شوه  Fotos

Close


د افغانستان د کرکټ لوبډلی تکړه لوبغاړی شهيد رحمت ولي





موږ جرمن مېشتو افغانانو نن ورځ د مونشن ښار په نوي اسلامي مرکز کې د ټول افغان د شهیدانو فاتحه واخیسته دا چي، د ګران هېواد په دننه کې یو شمېرمدني، کولتوري اوټولنیزو بنسټونو نن ورځ په هېواد کې ملي ویر اعلان کړی و نوموږ هم د خپل هېواد او ولس په ویرشریکو پردېسیانو ورسره جوړه ویروکړ، لمړی مو دجمعې د مباره کې ورځې لمونځ د مولوي صدیق الله فـدایي په امامت ادا اوبیا موله پلان سره سم د دریو لسیزو د شهیدانوفاتحه واخیسته د هغوی روح ته مو په ډېره عاجزي خپل خدای(ج) ته لاسونه لپــه او دوعاوې مو ورته وکړې رب دې قبولې کړي (امین) له هغه څخه وروسته مولوي صدیق الله فدايي د اسلامي لوړو ارزښتونو په خاصه توګه د راروانې مباره کې روژې په اړوند ګټورې خبرې وکړي ورپسې ما د څواړینو خبرو په ترځ کې د نننـي ویر اوفاتحې له ګډونوالو څخه د زړه له کومې په ډېر درناوي سره مننه وکړه او هغوی مې د المـان د دموکراتیکې ټولنې د جاري قوانینو په رڼا کې دخپل غږ پورته کولو ته وهڅول ترڅو زموږ د مظلوم ولس اوکړېدلي هېواد له کړاوڅخه بهرنۍ نړۍ ته رښتیني انځورونه ورکړي، له هغه څخه وروسته هرڅوک په خپلو چارو پسې ولاړل باید زیاته کړم چي نن ماښام زموږ د کولتـوري ټولنې غړو په خپل همېشني مرکز کې یوه بېړنۍ غونډه وکړه هلته مو یو ځل بیا د لراو بر ټولو شهیدانو په خاص ډول د شینډنډ د بېوزلو خویندو، وروڼواو زموږ د کرکټ پیاوړي لوبغـــاړي شهید رحمت ولي ته دوعاوې وکړې له هغه څخه وروسته لاندې پرېکـــړو ته ورسېدو چي دا دی د پرانستي لیک په وسیله یې ملګرو ملتونو او د ناټو پوځي سازمان ته وړاندې کوو :


۱ ـ  هیڅوک حق نه لري چي، په ولسـي وګړو، کلیو او بانډو باندې بمباري وکړي که هلته په رښتیا وسلوال مخالفین وجود ولري نو ولی یې محاصره کوي نه؟


۲ ـ نړیواله ټولنه باید په دې اعطراف وکړي چي، د کابو اوو کلونو په موده کې یې دیو رښتیني ملي اردو په ځای یو تروریست او بې کفایته اردو دشمالي ټلوالې په خوښه حمایه او رامینځ ته کړی دی، که داسې نه وي نوبیا ولې ډنمارکي سرتېري دخپلو سترګو لیدلی حال په دې ډول نړې ته لوڅوي هغوی وایي چي، د ملي اردو مسؤلینو په هلمند کې یو نیول شوی کس په ډزو وواژه


۳ ـ  د رحمت ولي قاتلین باید ژر تر ژره محاکمه شي


۴ ـ هر څوک چي زموږ د خاورې په قلمرو کې د جرم مرتکب کیږي باید زموږ د قوانینو له مخې محاکمه شي


۵ ـ موږ د بشري حقونو له سازمان څخه په کلکه غوښتنه کوو چي، په تخار ولایت کې زموږ دبېوزلو کډوالو غم وخوري او هغه کسان نړیوالې محاکمې ته راکش کړي کومو چي، زموږ کډوالو وروڼو ته د مرګ عملي ګواښونه کړي دي


۶ ـ له ټولو شاعروملګروڅخه جدي هیله کیږي چي، صرف روزنیزه او حماسي شاعري وکړي  او په عام محضر کې دې د خط او   خال شاعرې تر هغو پوري نه کوي ترڅوچي، د تخار او نورو جګړو ځپلو سیمو په اوسېدونکو امن نه وي راغلی


۷ ـ غربي نړۍ ته باید قناعت ورکړ شي ترڅو په خپلو کړو کې بدلون راولي هغوی د خپلو ستراتیژیکوموخو لپاره راغلې  خو له بده مرغه په داسي غلط ادرس یارانه کوي چي یو وخت به ورته ډېر زیان واړوي


۸ ـ موږ یو ځل بیا په نړیواله ټولنه غږ کوو چي، زموږ د سولې طرحه راسره ومني کنه حالات به له کنترول څخه ووزي .