[Benawa.Org] دي ټول افغان ولس ته مبارک وي |
تاسو ته څرګنده ده چي څه مهال مخكي بېنوا فرهنګي ټولني خپله ويبپاڼه (benawa.com ) د افغانستان د ملي ارزښتونو سره د ټكر له امله تر هغه له ځانه بېله كړه چي دا ويبپاڼه بيرته ملي چوكاټ ته برابرېږي او واك يې د نوموړي ټولني د امتياز په توګه بيرته وټولني ته سپارل كېږي.
بېنوا فرهنګي ټولني بالاخره د ډېرو دوستانو په ټينګار او د درنو مشرانو په سلا او مشوره هوډ وكړ چي د افغانستان دغه فرهنګي سنګر په ډېر لږ توپير د www.benawa.org په نوم په هماغه پخوانۍ بڼه او ډيزان له ټولو هغو څلور كلنو موادو سره چي په آرشيف كي مو يې يوه كاپي راسره ساتلې وه،بيرته فعال كړي.
اى كاش چي د دغو كرښو ليكلو ته نه واى اړ كړه شوي، خو چي له پېښي څخه تېښته نشته نو www.benawa.org دي ټولو د افغانستان، افغان ملت او افغان فرهنګ رښتينو دوستانو ته مبارك وي او ورسره سم بلنه وركوو چي د خپل دغه ملي او فرهنګي سنګر په دفاع او پالنه كي د تېر غوندي په مينه او خلوص او په لا زيات اختيار ونډه واخلي .
موږ په دې باور يو چي د افغان او افغانستان دښمنان زموږ د ملي ارزښتونو پر مورچو باندي بې رحمه وارونه كولاى شي، كله – كله ضرر هم ور رسولاى شي، خو يو مخ يې له منځه نشي وړلاى، بلكي دا هرڅه د افغان فرهنګيانو د لا انسجام او همږغۍ سبب كېږي او د دوى فرهنګي بنسټونه نور هم كلكېږي او پخېږي .
چي زما د كور اغزي ته كاږه ګوري
وايم اور شواى د هغه پر ګلستان
چي نشه د استبداد لري په سر كي
ماته يو دى كه مغل دى كه افغان
اجمل خټك
د ټکی اوګ Org . پرانستلو د اړتيا په اړه معلومات وروسته د بېنوا فرهنګي ټولني له خوا د يوې رسمې اعلاميې په توګه د رسنيو په واک کي ورکول کيږي .
اوس دا تاسو او دا مو ټکی اورګ