کور / تازه خبرونه / مدني ټولنې: خپلسري پوځي عمليات دې بند شي

مدني ټولنې: خپلسري پوځي عمليات دې بند شي

بي بي سي : دا غوښتنه په هغه ناسته کې وشوه چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې وژل شوو ملکي وکړيو ته د دوعا لپاره را بلل شوې وه.

دغونډې بلوونکودغه راز له ناټو ايتلافي ځواکونو وغوښتل چې دنړيوالو اصولو سره سم د قربانيانو کورنيو ته تاوان ورکړي .


په کابل کى د ناټو په دې وروستيو بمباريو کې د ملکي وژل شوو کسانو د فاتحې بلونکو د جمعې ورځ په ټول افغانستان کې ملي وير اعلان کړى و.


د فاتحې بلونکو له افغان حکومت نه په کلکه غوښتنه وکړه چې د ملکي خلکو ته د مرگ ژوبلې د مخنيوي په موخه دناټوځواکونو پوځي چاروته ځانگړ ى ميکانېزم جوړ کړي .


دوى دغه راز له نړيوالو ځواکونو په کلکه غوښتنه وکړه چې د بښنې د غوښتنې سربېره، د وژل شويو کورنيو ته تاوان ورکړي .


د فاتحې بلونکو وويل که افغان حکومت او ناټو د دوى غوښتنې ته ځواب ونه وايي د افغانستان په ډېر شمېر سيمو کې به اعتراضونه او لاريونونه وکړي .


د ناټو په هوايي بمبارۍ کې د وژل شوو کسانو فاتحه د شاوخوا اووه مدني او ټولنيزو بنسټونو له لورې د کابل په عيدگاه جومات کې واخيستل شوه.


په دې وروستيو کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمباريو کې لسگونه خلک ووژل شول چې وروستۍ يې دهرات د شينډډ ولسوالۍ پېښه وه .


د شينډډ په پېښه کې تر ٩٠ ډېر ولسي وگړي ووژل شول .


له دې پېښې څو ورځې وروسته د افغانستان د وزيرانو شورا د نړيوالو ځواکونو د شتوالي په اړه پر شوو تړونونو د بيا کتنې غوښتنه وکړه .


د کابينې په پرېکړه کې د نړيوالو ځواکونو د خپل سرپلټنو او ملکي وگړو د ناقانونه نيونو د بندېدو غږ هم شوى دى .




د ملي وير او فاتحې خبرتيا


ډېرودرنو هېوادوالو !


په دې کې شک نشته ، چې په شينډنډ کې د ناټو او ايساف ځواکونو د ړندو بمباريو له امله د لسګونو بې ګناه افغانانو شهادت ، چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي ، د هر بادرده افغان زړه ژړولی او ټول افغان ولس يې يو ځل بيا د وير په ټغر کښېنولی دی .


حق خو دا و ، چې د افغانستان دولت د شهيدانو له کورنيو سره د غمرازۍ او د افغان ويرجن ولس د تسلۍ په موخه په رسمي توګه  ملي وير اعلان کړی وای او د پېښې عاملين يې سمدستي محاکمې ته سپارلي وای ، خو له بده مرغه افغان دولت داځل بيا هم  يوازې د پېښې سيمې ته د پلاوي په استولو او د ملکي خلکو د وژلو دخبر په تاييد سره ، خپل مسووليت ترسره شوی وګاڼه .


د افغان دولت د دې غير مسوولانه چلند د جبران ، د خپلو شهيدانو د درناوي او همداراز د ړندو وژنو پروړاندې د اعترض په موخه موږ يو شمېر مدني ، کلتوري او ټولنيزو بنسټونو( د کابل د څلورګونو پوهنتونونو د محصلينو اتحاديه ، د افغان کلتوري ټولنو جرګه ، د افغانستان د سولې ملي جرګه ، د افغانستان د قومونو شورا، ويښ ځوانان ، د افغانستان د ځوانانو د همغږۍ جبهه )  تر يو لړ غونډو او سلامشورو وروسته د ګډ پرېکړه ليک د تصويب تر څنګ دغه لاندې ټکي اعلانوو:


۱  راتلونکې جمعه ، د وږې اتمه نېټه به په ټول افغانستان کې د شينډنډ ، لغمان ، کاپيسا ، شينوارو او نوروسيمو د شهيدانو د درناوي په مناسبت د ملي وير ورځ وي .
۲  له ټولو هېوادوالو او د جامع جوماتونو له ملا امامانو څخه غوښتنه کوو ، چې په دغه ورځ د جمعې تر لمانځه وروسته د شهيدانوارواوو ته د دوعا لاسونه پورته کړي او فاتحه يې واخلي . 
۳   په کابل کې پورتني کلتوري ، مدني او ټولنيز بنسټونه د شهيدانو فاتحه په ګډه سره د عيدګاه په جومات کې د جمعې دورځې د ماسپښين له ۲ بجو څخه تر ۴ بجو اخلي . له ټولو کابل مېشته هېوادوالو،سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او ټولنيزوسازمانونو څخه غوښتنه کيږي ، چې په دغه فاتحه کې له موږ سره برخه واخلي .


۴  له ټولو چاپي او انلاين خپرونو څخه هيله کيږي ، چې د ملي وير په دغه ورځ د خپلو خپرونو پر لومړيو مخونو تور سيوری خپور کړي او له تلويزيوني کانالونو څخه غوښتنه کيږي ، چې د خپلو خپرونو د پردو پريوه څنډه توره پټۍ واچوي .


د مدني ، کلتوري او ټولنيزو بنسټونو ګډ پرېکړه ليک به د وير په ورځ د رسنيو له لارې او همداراز په جوماتونوکې خپور شي .



اطلاعيه در مورد روز ماتم ملی و فاتحه خوانی


هموطنان عزيز!


درين هېچ شکی نيست ، که شهادت ده ها هموطن بيگناه ما در اثر بمباردمان کور کورانه و غير مسؤلانۀ نيروهای ناتو و  ائتلاف ، دل هرافغان بادرد رابه گريه آورده و کافۀ ملت افغان را به سوگ نشانده است .


سزاواربود ، که دولت افغانستان جهت ابراز غمشريکی و همنوايی با خانواده های شهيدان شيندند و همچنان تسکين خاطر ملت داغديدۀ افغان يک روز را رسماً ماتم ملي اعلان ميکرد و عاملين قضيه را فوراً به محاکمه ميکشاند ، اما دريغا اين بار باز هم دولت افغانستان مسؤليت خودرا تنها با فرستادن هيأتی به منطقۀ آسيب ديده و تصديق خبرکشتارغير نظاميان ، برآورده دانست.


به منظور جبران بی مهری وبرخورد غير مسولانۀ دولت و همچنان جهت همدردی و همبستگی با خانواده های شهيدان شيندند ، لغمان ، کاپيسا ، ننگرهار و ساير مناطق کشور، ما شماری از بنياد های مدنی ، کلتوری وسازمانهای ا جتماعی ( اتحاديۀ محصلين پوهنتونهای چهارگانۀ کابل ، جوانان بيدار ،شورای انجمنهای کلتوری  ،شورای ملی صلح افغانستان ، شورای ملی اقوام افغانستان ،جبهۀ هماهنگی جوانان افغانستان) بعد ازيک سلسله جلسات مشورتی در کنار تصويب قطعنامۀ مشترک نکات آتی را اعلام ميداريم :


۱  روز جمعۀ آينده مؤرخ هشت سنبله را جهت تعظيم به ارواح شهدای شيندند، لغمان ،کاپيسا ، ننگرهار و ساير مناطق کشور، به حيث روز ماتم ملی اعلان ميداريم .
۲  از تمام هموطنان عزيز و ملا امامان مساجد جامع تقاضا به عمل ميآوريم تا درين روز بعد از ادای نماز جمعه به ارواح شهدأ دعا نموده و فاتحه بخوانند .
۳  نهاد های مدنی ، کلتوری و سازمانهای اجتماعی که قبلاً اسمای شان ذکرگرديد ، فاتحه شهدای شيندند را روز جمعه  از ساعت ۲ الی ۴ بعد از ظهر مشترکاً در مسجد عيدگاه کابل اخذ می نمايد ، ما از تمامی هموطنان عزيز ، احزاب سياسی و نهاد های مدنی و اجتماعی تقاضا مينماييم ، تا درين مراسم اشتراک ورزيده و مراتب تسليت ، همدردی و همبستگی خودرا با بازماندگان شهدای شيندند ابراز دارند.
۴  از تمام رسانه های چاپی و آنلاين افغانی تقاضا ميگردد تا در روز ماتم ملی صفحات نخست نشرات خود را تاريک نموده و کانال های تلويزيونی
  در يک گوشۀ پردۀ نشرات خود نوارسياهی بياندازند .


قطعنامۀ مشترک نهادهای مدنی و سازمانهای اجتماعی ، روز ماتم ملی از طريق رسانه ها و مساجد به نشر خواهد رسيد