آيا مخکې له دې چې ټول ووژل شي ، راويښ به شي او که نه ؟
د پښتنو هلوکاست
« هلوکاست » دبني اسرائيلو هغې عام وژنې ته وايي ،چې په نړيواله دوهمه جګړه کې پېښه شوه هغه مهال جرمنانو په يهودو پسې راواخېسته ويل کېږي ،چې له جرمنانو سره ځينې نور قومونه هم مله وو ، دانسان سوزونې له داشونو یې راونيسه تر رنګ رنګ شکنجو وروسته یې دیهودو بيخ وويست ، هغه مهال د يهودو وژل يوازې مذهبي او قومي رنګ نه درلود بلکې سياسي لاملونه یې تر شا وو .
اوس د بشر حقونو په عصر او د يويشتمې پيړۍ په پيل کې د پښتنو هلوکاست پيل شوی دی په افغانستان او پاکستان کې پښتانه وژل کېږي ؛ دا هم يوه نړيواله دسيسه ده امريکا ، اروپا ، پنجابیان ، ايرانيان ، روسان او نور خلک ددې دسيسې لوبوونکي دي . د پښتنو هلوکاست څو ډوله علمي کيږي :
ځينې پښتانه مخامخ د امريکا او دهغې د انډيوالانو په ګوليو وژل کېږي ، نن یې په شينوارو کې ورا وويشته ، سبا يې په شينډنډ کې کورونه سټ کړل ، هغه تیره ورځ يې په ارزګان کې واده بمبار کړ او پرون يې په لغمان کې پر لار روان پښتانه وويشتل . طالبان خو هغه پښتانه نه دي ،چې دعصر مباح الدم ګڼل کيږي او دمرګ حساب وکتاب یې نشته ، له بلې خوا همدې پښتون دښمنه ځواکونو له خپله پښتنو څخه قصابان جوړ کړي د طالب او جهاد په نامه یې راپاڅولي په قبايلو او افغانستان کې هره ورځ پښتانه حلالوي ، دمرګ واسکټونه اغوندي او د پښتنو بچي وژني .
په پاکستان کې که پوليس وژل کېږي که ملا ټول پښتانه دي . د پښتنو هلوکاست يوازې دانسانانو عام وژنه نه ده ، بلکې معنوي ټولوژنه هم ورپسې ده ، نړيواله دسيسه د پښتنو ښوونځي سوزوي ، پلونه او لارې یې ورانوي او نوم يې پرې د جهاد ايښی دی دا ددې لپاره چې د پښتنو راتلونکي نسلونه هم جاهل او وژونکي رالوي شي او لکه د ګور چينجي هومره يو بل وخوري ، ويې څيري او ويې وژني ،چې يو وخت دغه سيمه د پښتنو له موجوديته پاکه شي .
ددغې نړيوالې دسيسې وسله کومه ده ؟
نړيوالو جلادانو ته عجیبه ارزانه او وړیا وسله په ګوتو ورغلی او هغه د پښتنو جهالت دی . پښتانه دنړۍ تر ټولو بې سواده او بې شعوره قوم دی ځکه د نړۍ تر ټولو لوی جنایت يعنې انسان وژنه ډېره کوي . ځکه خو نړیوال استکبار پښتون وژنه پخپله د پښتون په لاس کوي .
چاره څه ده ؟
دنړۍ په سطحه د ټولو پښتنو مکتب لوستو او باشعوره وګړيو راټوليدل او په دې اړه يوه نړيواله طرح جوړول ،چې په ټوله ځمکه کې د پښتنو د وژلو مخه ونیسي ،چې د پښتنو دعام وژنې مخه ونيول شي په دوهم قدم کې د ټولو پښتنو تعهد او ژمنه باید را منځ ته شی ،چې خپل ماشومان به ښوونځي ته ليږي او خپل قوم به له جهالته راباسي . بله هيڅ لار ه نه ده پاتې ديموکراسي ، کمونيزم او نور ايزمونه ناکام دي !!
اوس بايد يوازې او يوازې د پښتنو د ژغورنې په نامه راپاڅيږو او ځانته خپل ( ايزم ) جوړ کړو ، ځکه دې پوښتنې ته بايد ځواب ومومو ، چې پښتون به وژل کېږي تر کومه ؟!!!!
آيا مخکې له دې ،چې ټول ووژل شي ، راويښ به شي او که نه ؟!
دې پوښتنې ته ځواب وليکئ .