کور / تازه خبرونه / د ګرديز – خوست د لويي لاري کار پيل شو

د ګرديز – خوست د لويي لاري کار پيل شو

پكتيا:- د ګرديز- خوست د لوي لاري كار په شانداره مراسمو پيل شو


په د غه مراسمو كي  د پكتيا ، پكتيكا ، خوست او لوګر واليانو سربيره  له مركز څخه د ولسمشر سلاكار وزيرانو ، د ملي شورا يو شمير غړو او د ځينو وزارت خانو معينانو ګډون كړى وو.


سلاكار وزير او دپكتيا والي جمعه خان همدرد د ګرديز – خوست سرك جوړول د هيواد په سوداګريز اقتصاد كي يو  لويه لاس ته راوړنه وبلله او له خلكو يي د امنيت په ساتنه كي د مرسته وغوښته وكړه.


همدرا رنګه پكتيا والي ښاغلي همدرد د څلورو سركونو د پخولو خبر هم وركړ ، چي په هغه كي له ډيورنډ کرښي څخه تر څمكنيو ولسوالۍ پوري ۲۶ كيلو متره چي عملا كار پري روان دي ، دوهم له مركز ګرديز څخه تر احمد ابا ولسوالۍ پوري ۱۲ كيلو متره چي دا وطلبي ته اچول شوي او ډير ژر به كار پري پيل شي ، دريم له مركز ګرديز څخه تر مهلن كلې پوري ۱۴ كيلو متره چي دا سرك هم داوطلبۍ ته اچول شوي او پيل كيږي، او څلورم سرك د ګرديز داخلي سركونه ۱۴ كيلومتره دي چي پرون داوطلبي ته وسپارل شوي او په پام كي ده چي يوه مياشت كي دننه به كار پري  پيل شي.


همدرا رنګه په دي ناسته كې د ټولګټو چارو وزارت معين ښاغلي محمد ولي رسولي وويل چي په ټول افغانستان كې څلور نيم زره كيلومتره سرك په پاخه او اساسي ډول قير شوي.


د پكتيا ولايت يو تن قومي مشر جنت خان منګل پر ځينو وزارتونو نيوكه وكړه ، او وي ويل چي دوي پكتيا كي هيڅ ډول كار نه دي كړي ، د ده كوم وزير نوم وانه خيست خو ووي ويل چي په كابينه كي داسي وزيران هم شته چي د لويي پكتيا لار هم ورته معلومه نه ده.


د يادونې وړ ده چي د ګرديز – خوست سرك ۱۰۵ كيلومتره طول دي چي ۸۶ ميلونه ډالره به نړيوال استندرد جوړ شي ، د دي سر ك كار يوي هندي كمپنۍ پر غاړه اخيستۍ چي پيسي يې د امريكا نړيواله پرمختيايي اداره( USAID/LBG) وركوي.