دطالبانو کره اوپخه ستراتیژي اودکرزي ددولت بدنامي اوناکامي

د لراوبر اداره | اگست 30th, 2008


دخپل هیواد دروانو حالاتو دارزوني اوجاج اخیستلوحق دهر افغان لپاره خوندي دی مګر خبره خوداده چي داحقونه چاخوندي کړي اوایا همدغه مرجع کوم اجرایوي ضمانت یا ملاتړ هم له ځانه سره لري که نه ترڅو هرافغان وکولای شي دخپل هیواد اوخلکو دلږ ترلږه دژوند په خوندي کولو کي چي دهرانسان یو طبعي حق دی ارزونه وکړي اوخپل اند څرګند کړي . زما په اند خو زمونږ په هیواد کي دبهرنیوځواکو،نومول شویو ملي اردو اوملي پولیسو په شتون کي هیڅ افغان داطمعه نه لري چي ژوند به یي یو څو ورځي خوندي وي اوکه نه پاتي شوه لا داچي دهیواد اوخلکو په هکله رغنده سپارښتني اویا هم ګړندي ګامونه واخلي خوددي سره سره دطالبانو دروان کال په پياوړیو ستراتیژیو اودکرزي ددولت په ناکامیو خبري کوو.

طالبانو دکال په سر کي اعلان وکړ چي سږ کال دکرزي دحکومت دراپرزولو اوبهرنیو ځواکونو دددرس ورکولو له امله به خپله ستراتیژي له دریو لاروپلي کوي :

دخپلو ځانمرګیو اوبمي بریدونو دتاکتیک بدلول ترڅوخپل ځواک بهرنیو ځواکونو ته وښیی.
دپلازمیني کابل تجرید کول له نورافغانستان څخه
داکمالاتي لارو بندول اوخرابول ترڅو کابل له لوژستیکي اونورو ستونزو سره مخ کړي .
طالبانو ترډیره خپلو دغو موخو ته ځان ورساوه په دي مانا چي دکندهار ښار چي دهیواد له تاریخي اونامي ولایتونو څخه ګڼل کیږي اوپه کوټو کوټو بهرني ځواکونه پکي ميشت دي ترټولو ستر زندان باندي یي یرغل وکړ ټول ساتونکي یي ووژل اوخپل ۱۴۰۰ جنګیالي ملګري یي دکرزي ددولت له چنګاله وویستل ددي خبر ارزونه چي ددومره کورنیو اوبهرنیو ځواکونو په شتون کي دښار په زړه یرغل کول  اوله هغه ځایه دخپلو ټولو ملګرو راایله کول کومه ساده خبره نه ده دولت ته یي وښودل چي مونږ په رڼا ورځ لکه دوږي زمري یرغل کولای شو عجبه لادا چي ددولت دملاتړ ځواکونو هغه مهال زندان ته راورسیدل چي ډګر تش اوطالبانو خپل ټول ملګري ځای پرځای کړي وه په دغه ورځ طالبانو دومره ځواک وښود چي که دوی معلومه وای چي دولت دومره خوارځواکی دی نو له شونتیا لیري نه وه چي طالبانو دکندهار ټول ښار نیولی وای . داچي ولي ددولت ملاتړي ځواکونودومره بي وخته رارسیږي داخپله یو ه پوښتنه راولاړوي اودبهرنیوځواکونه شتون  بي مفهومه کوي .

بله بیلګه یي داچي په خوست کي دبهرنیو ځواکونو په کیمپ یرغل کول په سروبي ولسوالی کي چي دکابل په ۳۵ کیلومتری کي پرته ده دلسګونو ترپوزي سنبال عسکرووژل اوداسي نوري ډیر پيښي په دغه کال کي ولیدل شوي چي په امریکااواروپا کي یي خلک غوغا ته اړ کړل . طالبانو تردي کچي خپل دځانمرګیو بریدونو دکره والي زبات وکړ چي ټولو بهرنیو ځواکونو وویل چي سږ کال زموږ لپاره په افغانستان کي ترټولو خونړی کال وه.

دکابل تجرید ته به وګورو دکابل په څلورو دروازو کي طالبان پراته دي . کابل ته څیرمه ولایت میدان وردګ  دطالبانو له  ځواکونو ډک دی چي خوار ډیر راکټي اوځانمرګي بریدونه یي وکړل کابل ته څیرمه په سروبي کي طالبانو خپل ځواک وښود . په کاپیسا کي دطالبانو بي دریغه شتون په لوګر کي دطالبانو شتون اوواکمني ان تردي چي دلوګر دخلکو دپارلمان وکیل یي برمته کړ . کابل په مینځ کي ایسار اوله نورو ولایتو سره لکه څنګه چي دکرزي خان ته دولت ته ښايي هغه  شان اړیکي نه شي ساتلی .

داکمالاتي لارو خرابول اوبندول ترڅو کابل اکمال نه شي اوله پښتو وغورځي .

سږ کال په هرهغه لارکي چي پای یي په کابل دی خورا ډیر دتیلو ټانکرونو طالبانو وسوزول ، پلونه یي ویجاړ ، سړکونه یي خراب اوپه سلګونو هغه موټر یي چي دبهرنیو ځواکونو اډوته توکي  وړي له خاورو سره خاوري کړل .

اوس خبره داده چي داټول کارونه چي دوی وکړل ولس له دولته داهیله درلوده ترڅو ددغوکارونه مخه ونیسي مګردولت اوبهرني ځواکونه دیو بل په وتو اوننوتو نه سره خبریږي  پاتي لاداشوه چي دد اوړکارونو مخه ونیسي . په ټولو ولایتو کي خلک ناراضه اوداوسني دولت دناکامی خبري کوي . خبره خوداده چي ولي دکرزي حکومت دناکامی په لور روان دی . لومړی داچي دکرزي بي دریغه کمیسونونه چي په مختلفو ملي اوولسي مسایلو کي یي وټاکل اوهیڅ پایله یي چا ونه لیدله خلک مایوسه کړل اوددولت پرځای یي طالبانو ته مخه وکړه ځکه بهرني ځواکونه کرزي ته غوږ اوسترګي ولس بمباروي ، ودونه یي په غم لړي په خیراتونو یي بمباري کوي او په ډلیز ډول ولس وژني چي ښه مثالونه یي هسکه مینه ،شینډنډ،کونړ اوڅوځله په خوست کي بمباریاني دي مګر کرزی بیا کمیسون ټاکي اوڅو ورځي وروسته هرڅه هیر شي .دشینډنډ اوکونړ ،هسکي میني ځوانان به څنګه طالبانو سره په لیکه کي نه دریږي .دکرزي دولت اوبهرنیان خپله افغانان دیته اړباسي چي ټوپک اووسلي ته بیا لاس واچوي اوله دي مځکي دوزخ جوړکړي .

دپایلي په توګه که بهرني ځواکونو هرڅه کوي اودهري موخي لپاره راغلي وي اویابه داسي وګڼو چي دکرزي حکومت ناکامه اویا یي وس نه رسیږي ، څوک په خبره غوږ نه ګروي . مونږ افغانان په ځانګړي توګه ځوانان به ترکومه داسي چوپ اوکرار ناست یو . افغانان باید بیا خپل تاریخ وګوري له خپل غیرت ، میړاني کار واخلي . بیا خپلي ولسي اوکلیوالي جرګي وکړي اوبیا تري دهیواد په کچه یوه سراسري جرګه جوړه  اوبیا دولت ،بهرنیوځواکونو اونوروټولو خپل خپل لاري ګودري وروښيي اودله دغو خپل سریو یي لاس په سر کړي که نه هیواد له داسي یو ناورین سره مخ کیدونکی چي بیا به هیڅو ک ددغه ټپ درملنه ونه شي کړای

پای

Copyright Larawbar 2007-2024